یو سړی چې ګومان کېده مړی یې خاورو ته سپارل شوی، ۱۷ ورځې وروسته ژوندی کور ته ستون شو

عبدالوهاب

د عکس سرچینه، QASIM

    • Author, عزیز الله خان
    • دنده, بي بي سي-پېښور
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

که له یوې مرګونې پېښې وروسته د قربانیانو خپلوان خبر شي، چې د دوی خپل کس ژوندی دی، خوشحاله کېږي، خو د عبدالوهاب د کورنۍ لپاره داسې یو خبر یوازې خوښي نه وه، بلکې د حیرانتیا او ناڅرګندتیا یوه ګډوله وه، او دا ځکه چې له یوې مرګونې پېښې وروسته دوی عبدالوهاب په خپله خاورو ته سپارلی و.

بیا ۱۷ ورځې وروسته خبر راغی چې عبدالوهاب ژوندی دی.

د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا ایالت د مردان په رستم سیمه کې د مرمرو په کان کې پر بوختو کار کوونکو ناڅاپه د غره یوه لویه برخه راپرېوته. په کان کې هغه مهال ۱۲ کارګر وو، چې له دې ډلې نهه تنه مړه او دوه نور ټپیان شول.

د یو کارګر په اړه ویل کېدل چې هغه ونه موندل شو، له همدې امله یې د لټون کار روان و.

له څو ورځو لټون وروسته یو کس د خاورو له ډېرۍ ژوندی وموندل شو او همدا عبدالوهاب و، چې کورنۍ یې یو مړی خاورو ته سپارلی و او د عبدالوهاب ګومان یې پرې کړی و.

د عبدالوهاب د کورنۍ غړي فضل منان بي بي سي ته وویل، "موږ یو مړی خښ کړ او فکر مو کاوه چې عبدالوهاب دی، ځکه چې کورنۍ یې کالي لیدلي او ویلي یې وو چې دا ښايي هغه وي، مړی یې ټوټه ټوټه شوی و، ځکه موږ نه شو پوهېدلی."

فضل منان وايي، "نن سهار، د عبدالوهاب ورور ناصر زنګ وواهه. هغه ژړل او په ژړا کې یې راته وویل چې عبدالوهاب ژوندی دی او ناصر بیا په چیغو ژړا پیل کړه."

فضل منان زیاتوي، "تېره شپه زه د عبدالوهاب له مور او پلار سره ناست وم. مور یې ډیره غمجنه وه، ځکه چې شاوخوا یو نیم کال مخکې د هغې یو بل زوی له سعودي عربه ناروغه راغی او بیا مړ شو."

عبدالوهاب څنګه وموندل شو؟

فضل منان وايي، د سیمې خلک به د لټون لپاره تلل او په دوی کې هغه کارګر وو چې دلته په کان کې کار کوي او بیا د دوی خپلوان وو چې په لټون کې یې هم مرسته کوله.

نجیب الله چې پخپله په دې مرمر کان کې کار کوي، وايي 'زموږ د یو همکار لټون له ۱۷ ورځو راهیسې روان و او د دې لپاره دلته په کانونو کې درانه ماشینونه کارول کېدل.'

هغه وايي'موږ د عبدالوهاب د جنازې لمونځ هم کړی و، خو نن موږ هغه په دې کان کې ژوندی وموند.'

نجیب الله وايي، 'موږ د کان له مخې خاورې، خځلې لېرې کولې او تمه مو درلوده چې تر ماښامه به د کان تونل ته ورسېږو، خو له غرمې مخکې چې موږ کېندنې کولې، له دننه یو غږ راغی، چې ویل یې، "زه ژوندی یم، ما وباسئ."

'موږ ټول خوشحاله وو او له هغې وروسته موږ په خپلو لاسونو سره د خاورو-ډبرو لېرې کول پیل کړل او وهاب مو له هغه ځایه ژوندی وموند.'

عبدالوهاب

د عکس سرچینه، QASIM

د کالیو له کبله د مړي په هکله ناسم ګومان

مدني فعال محمد قاسم وايي، دی د مارچ له ۳۱مې راهیسې په کان کې و او د کارګرانو په لټون کې یې برخه اخیستې.

هغه وايي، 'کله چې مړي رایستل کېدل، د عبدالوهاب کورنۍ د یو مړي جامې ولیدې او ویل یې چې دا عبدالوهاب کېدای شي.'

په دې هکله په مردان کې د مرستندویانو ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند عباس خان وايي، مرستیال کمېشنر د پېژندنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې او دا به معلومه شي چې خاورو ته سپارل شوی کس څوک و.

هغه وايي، چې د ډي این اې معایناتو له لارې به د هغه کس هویت معلوم شي.

محمد قاسم وايي، عبدالوهاب اوسمهال د مردان په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د یادونې ده، چې هغه کارګر چې تېره میاشت کان ته راغلي وو، د دمې کولو او څای څښلو لپاره ناست وو، چې غر پرې راوښوېد.

محمد قاسم بي بي سي ته هغه مهال ویلي و، چې دا پېښه د مردان ضلعې د رستم سیمې په پلودهري ننګ اباد کې رامنځته شوه.

محمد قاسم ویلي وو په سیمه کې د وروښتونو له کبله د کان کېندنې چارې لا نه وې پیل شوې. د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د مرمرو او د معادن ګڼ شمېر نور کانونه شته او د مردان په رستم، کاټلنګ او بایزۍ سیمو کې هم د مرمرو کانونه موندل کېږي. د اټکل له مخې په دې ایالت کې ۷۵۰۰۰ کارګران په دې کانونو کې کار کوي.