BBC News, پښتو - کور پاڼه

هرمز تنګی

ژوندۍ پاڼه,
قالیباف: له امریکا سره خبرو کې پرمختګ شوی، خو دواړه خواوې لا له وروستۍ هوکړې لرې دي

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وایي که څه هم د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو اترو کې "یو څه پرمختګ شوی"، خو دواړه لوري لا هم "د بحث وروستي پړاو ته له رسېدو ډېر لرې دي." تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ ویلي وو چې تهران به پرېنږدي چې د هرمز تنګي پر سر له امریکا د "باج اخیستلو هڅه وکړي.‌"

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ
  • Archimedes
  • پر خواله رسنیو عرب نړۍ کې پرې پراخ بحثونه شوي.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • سیریس او فرعي برانډ یې ایټو د برېښنایی سپورتي موټرو لپارشهرت لري.

    چینايي شرکت 'په موټر کې دننه د تشناب' جوړولو امتیاز ترلاسه کړ، چې د غږ له لارې به کنټرولېږي

    د چین د موټرو جوړولو شرکت سیریس ته د داسې ټکنالوژۍاختراع ثبت سند ورکړل شوی چې دوی یې "په موټر کې دننه تشناب" بولي. دا تشناب به د سپرلۍ تر څوکۍ لاندې اېښودل کېږي او د سفر پر مهال به د اړتیا مهال رابهر کېږي.

  •  سلمان خان په ټپي حالت کې برېښي، یو کوټک یې په لاس کې نیولی چې اغزن تار ترې تاو دی او لاندې د فلم نوم (ماتروبومي: مې وار رېسټ اېن پیس) په انګریزۍ ژبه لیکل شوي.

    د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان را روان فلم ولې ځنډېدلی؟

    ډېر کله د فلمونو مینه‌وال د اختر په مناسبت د هند د وتلي فلمي ستوري سلمان خان نوي فلم ته په تمه وي. د لوی اختر په ورځو شپو کې یې خپاره شوي فلمونه تر ډېره بریالي شوي هم دي. خو د ځينو نورو هندي لوبغاړو غوندې کله د ده ځينې فلمونه هم جنجالي شوي او ناندرۍ پرې راپورته شوې دي چې له کبله یې د فلم خپرېدل ځنډېدلي دي.

  • A woman walks through Tehran's Vanak Square with a poster referring to the Strait of Hormuz in the background and yellow taxis on the street

    "هر څه د خدای په لاس کې دي": بي‌بي‌سي تهران ته سفر کې څه ولیدل؟

    د ايران په شمال لوېديځ کې پر واورو د پوښلو غرونو څنډې ته په پرتو تراړو کې د بادامو د ولاړو ونو څانګو د پسرلي په راتګ سره غوټۍ نیولي دي. هممهاله له نازک اوربند سره پر لارو ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته ده او ګڼ شمېر ايرانيان بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي. په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله د تګ راتګ تالار کې حرکت ته منتظر وو، د پاخه منګ یوه ایراني بانکوال راته وویل: "ما له خپل زوی سره يوه مياشت په ترکيه کې تېره کړه." دلته وروستیو واورو هوا سړه کړې ده.

  • د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت عکس

    افغان پوهنتونونو کې شیعه مذهبه محصلان د ژمنلیک پر کومې خبرې نیوکه لري؟

    افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له ټولو محصلانو غوښتي هغه ژمنلیک لاسلیک کړي چې ځینې برخې یې جنجالي شوې دي. دا ژمنلیک ۱۴ مادرې لري او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راپدې خوا د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې وېشل شوې دي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي