د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان را روان فلم ولې ځنډېدلی؟

د عکس سرچینه، Insta/beingsalmankhan
- Author, متهاب عالم
- دنده, بيبيسي اردو، نوی ډيلی
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
ډېر کله د فلمونو مینهوال د اختر په مناسبت د هند د وتلي فلمي ستوري سلمان خان نوي فلم ته په تمه وي. د لوی اختر په ورځو شپو کې یې خپاره شوي فلمونه تر ډېره بریالي شوي هم دي.
خو د ځينو نورو هندي لوبغاړو غوندې کله د ده ځينې فلمونه هم جنجالي شوي او ناندرۍ پرې راپورته شوې دي چې له کبله یې د فلم خپرېدل ځنډېدلي دي.
تازه د سلمان خان یو را روان فلم چې له چین سره د هند د یوې نښتې په اړه دی، له ستونزو سره مخ شوی دی. د فلم نوم (بټل اف ګلوان) یا (د ګلوان جګړه) و او ټاکل شوې وه دغه فلم نن د اپرېل پر ۱۷مه خپور شي.
خو تازه معلومات دا دي چې د ځينو ستونزو له کبله یې اوس هم نوم بدل کړل شوی او هم یې د يو شمېر صحنو د بیا ثبتولو خبرې کېږي.
کیسه داسې ده چې د فلمي نړۍ د دود له مخې فلم ته د تبلیغ لپاره یې لنډکۍ برخه یا ټيزر د تېر ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې خپور شو چې سلمان خان پکې د یوه هندي پوځي په رول کې ښودل شوی و.
د چین په رسنیو کې یې دې لنډکۍ برخې توند غبرګونونه را و پارول او خبره دې ځای ته ورسېده چې د فلم نوم هم بدل کړل شي. دا فلم اوس (بېټل اف ګلوان) نه نومېږي بلکې اوسنی نوم یې (ماتروبومي: مې وار رېسټ اېن پيس) ټاکل شوی دی چې پښتو ژباړه یې (مور وطن: د جنګ روح دې ښاد وي) ده.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Salman Khan Films
د فلم د نوم بدلېدو اعلان هم پخپله سلمان خان تېره میاشت پر انسټاګرام خپور کړ. خو دا یې روښانه نه کړه چې ولې یې نوم بدل شو.
ځينو یې اعلان ته په تبصرو کې ادعا کړې چې دا کار د هند حکومت د خوشالولو لپاره شوی دی. ځکه چې حکومت نه غواړي چې د دغه فلم له امله د هند او چین اړیکې خرابې شي.
د فلم لنډکي اعلان یا ټيزر ته د چینايي رسنیو په غبرګونونو کې د چین حکومت یوې ملاتړې ورځپاڼې (ګلوبل ټایمز) د ځينو کارپوهانو له قوله ولیکل چې د فلم موضوع او وخت دواړه "مناسب نه دي" ځکه چې په وینا یې، دا "یو اړخیز هندی دريځ وړاندې کوي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو ته هوا ورکړي".
ځينو ورځپاڼو دا هم ولیکل چې د هند او چین اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي خو دا فلم یې ښايي ترمنځ ناندرۍ راپورته کړي.
نیوکو ته په ځواب کې د هند حکومت د فلم موضوع په "تخلیقي ازادۍ" پورې وتړله او ویې ویل چې ګواکې په هندۍ سینما کې پر تاریخي پېښو د فلمونو جوړېدل او د کیسې اړول راړول له پخوا راروان دود دی.
په هند کې دننه پر خواله رسنیو بیا خلکو د فلم ټيزر ته په غبرګون کې دا فلم د "وطنپالنې د جزبې وړاندې کوونکی" وباله خو ځينو بیا دا د یوې حساسې موضوع په اړه "پروپاګند" یاد کړ.
د چین او هند جګړه
د فلم د اعلان پر مهال ویل شوي وو چې دا فلم په۲۰۲۰ کال کې د هند او چین پولې ته څېرمه د دواړو هېوادونو ترمنځ په (ګلوان وېلي) یا (ګلوان درې) کې شوې نښتې باندې جوړ دی.
د فلم په لنډکۍ خپرې شوې برخې کې سلمان خان په ختیځ لداخ کې ښکاري چې د چینايي ځواکونو پر ضد د جنګېدونکي هندي پوځي ټولي مشري کوي او د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
همدې پر فلم نیوکو او غبرګونونو ته لار هواره کړه او همدا د فلم د نوم د بدلون لامل بلل کېږي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۰ کال د جون پر ۱۵ شوې دې جګړې کې د رپوټونو له مخې، د هند ۲۰ او د چین لږترلږه څلور سرتېري وژل شوي وو.

د نوم له بدلون وروسته اوس داسې خبرونه هم شته چې د فلم په ټوله کیسه یا سکرېپټ کې لوی بدلونونه راوستل شوي دي. ویل کېږي دا بدلونونه د چارواکو په سپارښتنه رامنځته شوي خو بيبيسي په خپلواکه توګه دا رد او یا تاییدولی نه شي.
د فلمي نړۍ خبرونو خپرووونکې هندۍ وېبپاڼې (باليووډ هنګاما) ویلي چې د هند د دفاع وزارت په غوښتنه سلمان خان چې د فلم لارښود یا پروډيوسر هم دی او د فلم جوړوونکي یا ډایرېکټر اپوروا لاکیا، د فلم کیسه اوس ډېره بدله کړې ده. وايي چې له همدې امله دوی اړ شوي چې ان شاوخوا نیمايي یعني ۴۰ سلنه فلم بېرته له سره ثبت یا شوټ کړي.
دې وېبپاڼې ادعا کړې چې د هند دفاع وزارت فلم جوړوونکو ته دا شرط هم ټاکلی چې باید مخامخ د چین نوم یاد نه کړي او د رپوټونو له مخې، په اوسنۍ بڼه کې یې داسې څه نه شته.
خو بیا هم، داسې ویل کېږي چې فلم به تر خپرېدو مخکې له ځينو بدلونونو وروسته له نورو اړینو پړاوونو هم تېریږي. د یادولو ده چې دا فلم د هندي فلمونو د څارنې او د خپرولو اجازې ورکولو برخې د سانسور ډلګۍ (سېنسر بورډ) تر اوسه نه دی تایید کړی چې ښايي دا یې د خپرېدو نېټه لا وځنډوي.
بل بحث دا هم روان دی چې فلم به په سېنماګانو کې نندارې ته وړاندې شي او که پر ځينو نورو فلم وړاندې کوونکو پاڼو به خپور شي. خو دا لا معلومه نه ده او د فلم د خپرېدو د کره نېټې خبره هم تر اوسه ګونګه پاتې ده.
د هندي سېنما اړوند خبرونو خپروونکو ځينې سرچینو په خپلو رپوټونو کې ویلي چې ښايي د سلمان خان دا نوی فلم د روان میلادي کال د مې پر ۱۵ نېټه د لوی اختر په شپو ورځو کې خپور شي. خو ځينې نور بیا وايي چې شاید د هند د خپلواکۍ ورځې ته وساتل شي چې د اګست ۱۵ نېته ده.
خو له دې ټولو اوازو او ګنګوسو سره سره هم پخپله سلمان خان او هم د فلم نور جوړوونکي پټه خوله دي او یوه یې هم د فلم د خپرېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.





















