د ایراني پارلمان مشر او له امریکا سره د ایران د مرکچي
پلاوي سرپرست محمد باقر قالیباف وايي، که د امریکا سمندري ځواکونه د ایراني بندرونو
محاصره روانه وساتي، هرمز تنګی به پرانیستی پاتې نه شي.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې قالیباف
وايي، په داسې صورت کې به د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ اغېزمن شي.
ایران مخکې اعلان کړی و چې هرمز تنګی به د لبنان د اوربند
تر پای ته رسېدو پورې د ټولو سوداګریزو بېړیو لپاره پرانیستی وي.
محمد باقر قالیباف پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي وو چې له هرمز
تنګي د تېرېدو بهیر به د "ټاکل شوې لارې" او د "ایران په اجازه"ترسره
شي. هغه وايي، دا پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې د ورکړل شویو بیانونو پر بنسټ نه ده،
بلکې د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ ده چې ایا دا تنګی پرانیستی دی، که تړلی او کوم مقررات
به پرې پلي شي.
ښاغلی قالیباف وايي، ولسمشر ټرمپ په یوه ساعت کې اووه ادعاوې
کړې، 'او ټولې ناسمې وې'.
محمد باقر قالیباف زیاته کړه، "دوی نه په دې دروغو سره
جګړه ګټلې شي او نه به هم په خبرو کې کومې پایلې ته ورسېږي."