سعودي مېرمنو ته د یوازې سفر اجازه ورکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي عربستان مېرمنو د لومړي ځل لپاره اجازه تر لاسه کړه چې د نارینوو له ملاتړ پرته پاسپورټ ترلاسه کړي او له دې هېواد بهر سفر وکړي.
په دې اساس د حکومت په نوې حکم کې ویل شوي چې له دې وروسته هغه مېرمنې چې ۲۱ کاله عمر ولري خپله پاسپورټ ترلاسولی او له سعودي بهر تللی شي. او دې برخه کې مېرمن دسره نارینه اجازې یا ملتیا ته اړتیا نه لري.
په دغه حکم کې چې د حکومت لخوا د اګسټ په لومړۍ صادر شو دا هم پکې راغلي چې ښځې د واده، طلاق او د ماشوم د زېږېدو نېټه ثبتولی شي.
په دې حکم کې همدا راز د دندې حق هم په پام کې نیول شوی، دغه نوي قانون کې د عربستان ټولو وګړو ته د دندې حق ورکړل شوی او کار ور کوونکي باید د جنسیت، عمر یا جسمي محدودیت له امله له کار غوښتونکو سره توپیریز چلند ونه کړي.
له دې حکم وړاندې په سعودي عربستان کې مېرمنو د پاسپورټ او بهرني سفر لپاره اړې وې له خپل محرم کس اجازه واخلي، یا هغه له ځان سره بوځي چې په دې ډله کې پلار،ورور، خاوند او یا به هم هغه کس و چې د دوی د کورنۍ اصلي غړیتوب یې لره.
دا حکم په سعودي عربستان کې د ټولنیزو اصلاحاتو د دوام هغه وعده وه چې د دې هېواد د ځوان ولیعهد محمد بن سلمان لخوا کله چې په څوکې کیناست شوې وه، هغه دا هم ویلي و چې هېواد د یوې ازاده ټولنې پر لور سموي.

د عکس سرچینه، EPA
محمد بن سلمان ژمنه کړې وه چې هېواد به یې تر ۲۰۳۰ کال پورې له اقتصادي پلوه ښه پر مخ بوځي او په دې برخه کې یې د مېرمنو ګډون هم په پام کې نیولی دی.














