سعودي کې ښځو ته د موټروانۍ زدکړه

د خپرېدو وخت

سعودي عربستان کې پر مېرمنو د موټروانۍ بندیز د جون پر ۲۴ پای ته رسېږي.

د دغه هېواد د تېلو حکومتي کمپنۍ ارامکو خپلو کارمنو( ښځینه کارمنانو) ته ګاډی چلول ور زده کوي.

د برتانیا د خبري اژانس رویټرز فوټګرافر احمد جدالله او خبریال رانیا الجمال د سعودي عربستان په زهران کې د ارامکو موټروانۍ مرکز ته تللي او دا یې لیدلي چې د دې کمپنۍ کارمنانې څنګه موټرواني زده کوي.

سعودی

د موټروانۍ زده کولو لپاره ماریا الفراج- راتلونکي تصویر کې کیڼ لاسته ده- له روزونکې احلم الصومالي روزنه ترلاسه کوي.

سعودی

له موټروانۍ زدکولو سره هغه دا هم زده کوي چې د موټر تېل او ټایرونه څنګه بدل کړي او تر ټولو مهمه دا چې پټاره( سېټ بېلټ) څنګه وتړي.

سعودی
سعودی
سعودی
سعودی

سعودۍ مېرمنې د موټروانۍ اجازه تر لاسه کول د ځان لپاره ډېر مهم بولي.

سعودی

ودانګره یا مهندسه عمیرا عبدالغدر-راتلونکی انځور- وايي، د جون پر ۲۴ به ګاډی خپله چلوي او خپلې مور ته به چکر ور کوي.

سعودی

عمیرا زیاتوي، شټرینګ ته کېناستل دا مانا لري چې ته په خپل واک کې یې:

"زه به دا پرېکړه کوم، چې کله لاړه شم، څه وکړم او کله ستنه شم".

هغه زیاتوي: "موږ ته ورځني کار کې ګاډي پکارېږي. موږ کار کوو، موږ میندې یو، موږ ملګري لرو، موږ بهر ته ځو او د دې لپاره ګاډو ته اړتیا لرو، زموږ ژوند بدلېږي".

سعودی

ارامکو کې ۶۶ زره کسان کار کوي چې پنځه سلنه یې ښځې دي.

سعودی

انځورونه د احمد جدالله دي.