امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د اېم‌ټي‌وي ویډیو موسیقۍ جایزو په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه

امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د یکشنبې پر ورځ د کال د غوره ویډیو جایزه خپله کړه او په دې توګه د MTV ویډیو موسیقۍ جایزو (VMAs) د تاریخ تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د یکشنبې پر ورځ د کال د غوره ویډیويي سندرې جایزه خپله کړه او په دې توګه د MTV د موسیقۍ جایزو (VMAs) د تاریخ تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه.

له دې مخکې د بلې نوموتې امریکایۍ سندرغاړې بیونسې د معتبرو جایزو شمېر ۳۰ وې. اغلې سوېفټ هم د خپلو جایزو شمېر دېرشو ته ورساوه او بیا یې د خپلې (The Fate of Ophelia) ویډیويي سندرې لپاره تر ټولو ستره جایزه وګټله.

دا سندره د هغې د ۲۰۲۵ کال له (The Life of a Showgirl) البوم اخیستل شوې ده.

ایم ټي وي د ویډیويي سندرو لپاره معتبره جایزه ده.

دا جایزه هر کال ځینو غوره سندرو او سندرغاړو ته ورکول کېږي.

دا چې ۳۶ کلنې سوېفټ د (Ophelia) ځلانده او تیاتر موسیقۍ ویډیو پخپله لیکلې او چارې یې مدیریت کړي، د "هنري ډایریکټرې" پرانېستونکې جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د MTV د ویډیويي موسیقۍ جایزې
د عکس تشریح، ټېلر د اېم‌ټي‌وي غوره ویډیويي موسیقۍ جایزه لاس کې نیولې ده

د پاپ موسیقۍ ملکه او د کال غوره نڅاګرې جایزه

مدونا او سوېفټ

د پاپ موسیقۍ ملکې، مادونا هم د کال د هنرمندې، غوره نڅا او له سبرینا کارپېنټر سره د غوره همکارۍ جایزې وګټله.

له سابرینا سره د هغې (Bring Your Love) سندره د ۲۰۲۶ کال د (Confessions II) مخکښه سندره وه.

مادونا په دغو مراسمو کې چې ډېرې جایزې پکې ښځینه هنرمندانو وګټلې، تر ټولو ډېرو (۱۳) جایزو ته نومانده وه.

د مادونا ټیم (Confessions II) فلم لپاره د غوره سینماتوګرافۍ او غوره کوریوګرافۍ جایزې هم وګټلې.

لیزا تاریخي بریا خپله کړه

لیزا له ټېلر سوېفټ، اریانا ګراندې او اولیویا روډریګو سره د غوره پاپ سندرې جایزې ته کاندیده وه

د هغې (Dream) د غوره پاپ سندرې جایزه وګټله او نوموړې په دې توګه د اسیا لومړنۍ سولو هنرمنده شوه چې په دې کټګورۍ کې بریالۍ کېږي.

دې تایلنډۍ راپ سندغارې دغې جایزې لپاره له ټېلر سوېفټ، اریانا ګراندې او اولیویا روډریګو سره سیالي کوله.

پېنک‌ پېنترېس

پېنک‌پېنترېس د غوره هنري ډیزاین
د عکس تشریح، پېنک‌پېنترېس د غوره هنري ډیزاین جایزه وګټله

بریتانوي سندرغاړو رې او سینا سپایرو هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. سپایرو د غوره نوي هنرمندې جایزه هم وګټله.

بلې برېتانوۍ هنرمندې پېنک‌پېنترېس د سویډن له زارا لارسن سره یوځای (Stateside) لپاره د غوره هنري ډیزاین جایزه وګټله.