د طالبانو حکومت ادعا کوي، هغه ۲۸ وسله وال یې وژلي، چې له پاکستانه راوښتي وو

د طالبانو حکومت یو عسکر
د عکس تشریح، ارشیف
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، تېره ورځ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ''۲۸ وسله وال وژل شوي او ۳۲ تنه یې نیول شوي او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته تښتېدلي دي.''

د طالبانو حکومت په خبره دغه وسله وال له "پاکستانه" افغانستان ته راغلي وو.

تېره ورځ (شنبه-سپتمبر ۲۶) د افغانستان له ختیځ ولایت نورستانه رپوټونه ورکړل شول، چې له ځايي وخت سره سم سهار وختي د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش سیمه کې د طالبانو حکومت ځواکونه له خپلې یوې مخالفې ډلې سره په شخړو کې هله ښکېل شو چې وسله والو غوښتل په یوه غرنۍ لاره د تېرېدو پر وخت د طالبانو حکومت پوله ساتي ځواکونه په نښه کړي.

دا سیمه د ډیورنډ پر کرښه، چترال سره اړوند پرته ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي پرون وویل، "له نیمې شپې وروسته سهار وخت به وو، چې دې کسانو حمله کړې ده، د حکومت عسکر هم وژل شوي."

خو د طالبانو حکومت خپل لوري ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و، د خپلو مخالفانو دغه ډله یې سخته ځپلې"یو شمېر کسان یې مړه او ځینې نیول شوي هم دي.

تازه، د طالبانو حکومت دفاع وزارت په اعلامیه کې دغه وسله وال ''د داعشي فتنه ګرو او د شرو فساد د عناصرو څو ګروپونه) بلل شوي، چې د اعلامیې په ټکیو (له ډیورند کرښې پورې غاړې څخه د پاکستاني ملېشو په ملاتړ او تشویق د افغانستان خواته د شرارتونو او نا امنۍ جوړولو په موخه را واړول شول.''

د طالبانو حکومت دفاع وزارت په اعلامیه کې ادعا شوې، چې: ''په دې دسیسه کې کارول شوي اکثره افراد د تېرې ادارې نظامیان ول چې د پاکستاني استخباراتو لخوا په دې بهانه پاکستان ته را غوښتل شوي وو، چې دوی ته به په نورو بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو او لوړو معاشونو ترتیب برابروي، خو پاکستان ته له تګ وروسته د پاکستاني پوځ او آی ایس آی لخوا جوړ شویو کمپونو ته انتقال شوي وو او له لنډو نظامي زده کړو وروسته د افغانستان د نا امنۍ لپاره نورستان ولایت ته را واستول شول.''

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت له دې مخکې هم پر پاکستان تور پورې کړی، چې په خپله خاوره کې یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی، افغانستان ته په اوښتو کې ورسره مرسته کوي، چې په بدخشان او ځینو نورو سیمو کې یې د طالبانو حکومت له ځواکونو سره نښتې کړې، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي او د طالبانو حکومت تورنوي، چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په ګډون یې مخالفو وسله والو ته پناه ځایونه ورکړي.

عطا محمد نور
د عکس تشریح، ارشیف

د عطا محمد نور غوښتنه

بل لور په ظاهره همدې پېښو ته په اشارې سره د بلخ مخکیني والي او د "جمعیت اسلامي ګوند" یوه مشر عطا محمد نور په یوه اېکس پیغام کې یوه پیغام کې چې په ظاهره ښکاري د طالبانو حکومت پر ضد وسله واله جګړه کوونکو مشرانو ته مخاطب دی، له هغوی غوښتي، چې:'' مهرباني وکړئ، د پردیو د خوښۍ او د شهرت د ترلاسه کولو لپاره، زموږ د مظلوم ولس اړمن ځوانان، کډوال او د خلکو بچيان په بېړه جوړو شویو پلانونو سره د مرګ خولې ته مه لېږئ.''

ښاغلی نور په خپل پیغام کې زیاتوي: "چریکي او ګوریلایي جګړې ستراتیژیک لید، پراخه تجربه او پخې، مسؤلانه، متحدې او ټول‌شموله پروګرامونه غواړي (چې) د هېواد ازادي یوازې د ولس د ارادې، ملي یووالي، سیاسي هوښیارۍ او مسؤلانه مبارزې له لارې ترلاسه کېدای شي، نه د احساساتي او بې‌پروګرامه اقداماتو له لارې".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت یوې مخالفې "ازادۍ جبهه" په نوم ډ‌لې ادعا کړې وه چې وسله والو یې هلته د طالبانو حکومت پر ځواکونو بریدونه کړي او ادعا کوي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده. دغې ډلې ویلي کسانو یې ځمکني وسله وال برید سره "د طالبانو پر کمانډو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم کړي دي."

پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت د دې تازه ادعاو په اړه چې مخالف وسله وال یې له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د پاکستاني پوځ ملاتړ ورسره وو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت امنیتي ادارو له دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان د دوی مخالفانو ته تر خپل واک لاندې سیمو کې پنا ورکړې او په چترال کې د روزنې مرکزونه لري.

دا تېر اګسټ بي بي سي سره په خبرو کې د بدخشان امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې له چتراله یې مخالفان وخت ناوخت د "هاوان" بریدونه هم کوي.

د طالبانو حکومت سرچینې په داسې حال کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د دې نښتې خبر ورکوي، چې پاکستاني چارواکي بیا تل وايي چې د دغه هېواد په نامنیو کې ګڼ ښکېل وسله‌وال له افغانستانه ور اوړي.