کابل ته په لومړي ځل د طالبانو د ننوتلو ۳۰ کاله وروسته؛ کابلیانو د 'اسلامي امارت' لومړۍ ورځ څنګه تجربه کړه؟

افراد طالبان سوار بر یک داتسون
    • Author, شعیب شریفي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د ۱۳۷۵ کال د تلې د شپږمې نېټې په ګهیځ د کابل اوسېدونکي د داسې پرلپسې او له جذبې ډکو ترانو په غږ راویښ شول چې تر دې مخکې یې نه وې اورېدلې.

موږ د کابل سویل لوېدیځ په فاضل‌بیګ سیمه کې اوسېدو، چې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته تر ټولو نږدې سیمه ده.

ټول خلک بامونو او دېوالونو ته وختل، چې وګوري څه پېښ شوي.

د تنګو لارو، کوڅو وضعیت په بشپړه توګه بدل شوی و.

د کابل د اتمې فرقې هغه پوځیان نه لیدل کېدل، چې پلنګي جامې به یې اغوستي وې او پکولونه به یې پرسر کړي وو او نه هم د قوماندان طوفان هغه وسله‌وال کسان لیدل کېدل، چې لنډ واسکټونه یې اغوستل، پایڅې به یې تر پنډیو پورته کړې وې او زموږ په سیمه کې یې قرارګاه درلوده.

پر ځای یې، د کلیوالو ځوانانو او منځني عمر لرونکو کسانو ډلې لیدل کېدې، چې سپینې او تورې لونګۍ یې پر سر وې، ډېریو څپلۍ په پښو کړې وې او ځینو ځانونه په کمپلو یا بړستنو کې نغښتي وو. دوی په داټسن ډوله موټرو کې ناست وو، سپین بیرغونه یې پورته کړي وو او زموږ د سیمې پر لور روان وو.

د هر موټر پر سر لوډسپیکر نصب و او د طالبانو بې موسیقۍ حماسي ترانې، د بریا او پرمختګ پیغامونه یو په بل پسې خپرول.

د سیمې سپین‌ږیرو، چې د دغو ''ډاټسن‌سپرو'' کسانو هرکلي ته راوتلي وو، یو بل ته ویل: ''پاچاګردشي شوې ده''، مجاهدین تښتېدلي او طالبانو کابل نیولی دی.

خلک د پنځو کلونو کورنیو جګړو، هغو جګړو چې د مجاهدینو د ډلو ترمنځ په کابل کې روانې وې، ورانیو، وینې تویېدو او له وژنو ستړي شوي وو.

په هغه ورځ طالبان د کابل د ''ژغورونکو'' په توګه ګڼل کېدل، او کابل چې تر پرون پورې د ''اسلامي دولت افغانستان'' پلازمېنه وه، نن یې د ''اسلامي امارت'' پر وړاندې سر ټیټ کړی و.

زموږ ځینو ګاونډیانو ان د طالبانو د هرکلي لپاره سپینې ټوټې د خپلو کورونو پر بامونو او دېوالونو درولې وې.

طالبان زموږ په سیمه کې کوڅه په کوڅه ګزمې کولې.

د طالبانو یوه غړي، چې کلاشینکوف یې پر غاړه، لوډسپیکر یې په یوه لاس او کېبل (قمچین) یې په بل لاس کې نیولی و، په لوړ غږ او په پښتو چیغې وهلې:

''د شر او فساد عناصر له منځه یوړل شول.''

دا خبره د مجاهدینو حکومت ته اشاره وه.

د طالبانو هغه ملګری، چې د خپلې بریا له کبله ډېر خوشحاله ښکارېده، خلکو ته ډاډ ورکاوه چې له چا سره شخصي کار نه لري.

هغه ویل:

''ډاډه اوسئ، موږ یوازې د وسلوالو په لټه کې یوو. که وسله لرئ یا کوم وسله‌وال پېژنئ، د پولیسو حوزې ته خبر ورکړئ.''

''د ارام ژوند او د وسلو راټولول'' د خلکو له پخوانیو هیلو څخه وو، او دغه وسله‌وال طالب هم د همدې هیلو د پوره کېدو زېری ورکاوه.

زه څو ساعته پر بام ولاړ وم او حتی د یوې مرمۍ د ډزې غږ مې هم وانه‌ورېد.

ورو ورو مې د راتلونکي په اړه د خوښۍ او ډاډ یو ډول احساس کاوه.

ډاکتر نجیب الله

خو ډېر ژر زموږ شاوخوا داسې شور او ځوږ خپور شو چې د څو ساعتونو هغه خوښي یې تر خپل سیوري لاندې راوسته.

له هرې خوا به دا اوازه اورېدل کېده: ''طالبانو نجیب په دار کړ.''

خلکو له بامونو او کوڅو څخه خپلو کورونو او راډیوګانو ته منډې کړې، چې د دې خبر د رښتیا او دروغو په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

خلکو هېڅکله دا تمه نه لرله چې د کابل هغو ''ژغورونکو'' به په خپل لومړي اقدام کې د افغانستان پخوانی ولسمشر اعدام کړي، هغه مشر چې د ډېرو خلکو په زړونو کې یې ځانګړی ځای درلود.

ډاکټر نجیب‌الله، چې د پخواني شوروي اتحاد د ملاتړ لرونکي حکومت وروستی ولسمشر و، د مجاهدینو له لوري د خپل حکومت تر نسکورېدو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه وړې وه او د طالبانو تر راتګ پورې هماغلته پاتې و.

لږه شېبه وروسته دا خبره خپره شوه چې اعدام شوی کس ډاکټر نجیب نه دی، بلکې ګواکې د مجاهدینو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر نجیب‌الله لفرایي په دار ځړول شوی دی.

خلکو ویل چې مړی یې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په اریانا څلورلارې کې ځوړند دی.

ما د ګاونډ له څو هلکانو سره یو ځای د اریانا څلورلارې پر لور منډه کړه. هغه مهال ډېرو خلکو موټر نه لرل او کله چې باغ بالا سیمې ته ورسېدو، د بایسکل سپرو له هغه ستر بهیر سره یو ځای شوو چې ډېری یې د اریانا څلورلارې پر لور روان وو.

ستړي ستومانه بایسکل‌ سپرو یو بل ته ویل چې په اورېدلو خبرو یې باور نه راځي. ځینو ویل: ''دا ډاکټر نجیب نه دی''، خو نورو په ټینګار سره ویل: ''وروره، زه کره معلومات لرم، همدی دی.''

ټول سړکونه تش وو.

د مجاهدینو د دولت تور، سپین او زرغون بیرغونه لا هم په ځینو ځایونو کې لګېدلي وو.

خو مجاهدینو، چې کابل یې له ډاکټر نجیب څخه په ارام او ودان حالت کې ترلاسه کړی و، ښار یې وران او ویجاړ پرېښی و او له جدي مقاومت پرته یې پلازمېنه طالبانو ته سپارلې وه.

کله چې اریانا څلورلارې ته ورسېدو، حیران پاتې شوو.

داسې یوه صحنه مو ولیده چې د کابل اوسېدونکو تر دې وړاندې هېڅکله نه وه لیدلې.

په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان څو ولسمشران وژل شوي وو، خو د هغوی د مړینې کیسې ټولې د ارګ یا کومې ماڼۍ د دیوالونو تر شا پیل او پای ته رسېدلې وې.

خو نن هغه ولسمشر، چې په ښه لباس اغوستلو او خوږې وینا مشهور و او ډېری وخت به یې نظامي یونیفورم یا درېشي اغوست، دا ځل په څېرې څېرې پرتوګ او کمېس کې، په وینو ککړ مخ او سر، په پړي تړلی او د ترافیکو په غرفې پورې ځوړند لیدل کېده.

پر ټانک ناست طالبان

د ډاکټر نجیب‌الله د مړي تر څنګ د هغه د ورور، جنرال احمدزي، مړی هم ځوړند شوی و.

نوموړی د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیت مسوول و.

ویل کېدل چې طالبانو دواړه وروڼه د کابل د نیولو په شپه د ملګرو ملتونو له دفتره ایستلي، شکنجه کړي او وروسته یې په ډېرې سختۍ او بې رحمۍ وژلي دي.

د نجیب د مرګ د نندارې ډېری کتونکي طالب جنګیالي وو. د کابل اوسېدونکي په دویمو او درېیمو کتارونو کې ولاړ وو او ځینو له لرې د ارګ د دېوالونو پر سرونو دا صحنه کتله.

ځینو طالبانو یو بل ته د بریا مبارکي ورکوله او یو بل یې په غېږ کې نیول او ځینې نور د نجیب او د هغه د ورور ځوړندو جسدونو ته ورنږدې کېدل او د محدودو خبریالانو د کمرې مخې ته درېدل.

خو هلته د طالبانو ځینې وسله وال هم د کابل د عامو خلکو په څېر د ډاکټر نجیب د ځوړند مړي په لیدو هک حیران او ګونګ ښکارېدل. داسې برېښېده چې د طالبانو ډېری سرتېري هم د نجیب د وژلو له پلانه له مخکې خبر نه وو.

دا چې نجیب ولې، څنګه او د چا له خوا ووژل شو، نه هغه مهال او نه تر نن ورځې پورې په بشپړه توګه روښانه شوې ده. خو په هغه ورځ یوه خبره څرګنده وه: طالبانو د خپلې ''اسلامي امارت'' د رسمي واکمنۍ په لومړۍ ورځ وښودله چې نه د عامو خلکو د نظر پروا لري او نه د نړیوالو غبرګونونو وېره ورسره شته.

ورو ورو ګڼه ګوڼه زیاتېدله.

یو طالب چې قمچین یې په لاس کې و، خلک یې د نجیب او د هغه د ورور مړیو له شاوخوا شړل او نه یې پرېښودل چې خلک پرې راټول شي.

خلک پوه شوي وو چې له چا سره مخامخ دي، او د سهار هغه هیلې او خوشبینۍ یوازې په څو ساعتونو کې له منځه لاړې. هر څوک محتاط وو او ډېرې خبرې یې د متلونو په ژبه کولې.

یو کس ویل: ''ښه کال له پسرلي معلومېږي.'' بل به ویل: ''خدای دې هغه پخوانی کفن‌کښ وبښي.''

ما یو سپین‌ږیری واورېد چې په لوړ غږ یې ویل: ''څوک دې وژلي و چې ووژل شوې؟'' ښايي اشاره یې هغه وخت ته وه چې ډاکټر نجیب د دولتي استخباراتو (خاد) مشر و.

ویل کېږي چې په هغه پړاو کې د شوروي پلوه حکومت ګڼ شمېر سیاسي مخالفین نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي وو.

زه په داسې حال کې چې حیران او پرېشان کور ته روان وم، له ځان سره مې وویل: ''ښايي له بارانه مو ناوې ته پناه یووړه.''

دا لیکنه مخکې هم خپره شوې وه او کابل ته لومړی ځل د طالبانو د ننوتلو دېرشمې کلیزې په مناسبت بیا خپره شوه.