بلخ کې د "خاتم الأنبیاء پروژې" ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي وبلل شوه

ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت وايي، په بلخ کې د 'خاتم الانبیاء پروژې' په نامه ۶۰۰ جریبه ځمکه "امارتي'' ملکیت دی.

د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''په شمال زون کې د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو څېړلو ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه، چې دغه ټوله ځمکه د امارت ملکیت دی.''

د ځمکې هغه ټوټه، چې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت په اعلامیه کې ''امارتي'' بلل شوې، د بلخ مرکز مزار شریف ښار د دولسمې ناحیې اړوند قلعه قل محمد په سیمه کې موقعیت لري.

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون د دې موضوع له ارزونې وروسته قضیه یادې محکمې ته وړاندې کړې وه، چې ''د متصرفینو او کمېسیون اسناد او مدارک، د املاکو دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات په دقت سره وڅېړل او پرېکړه یې وکړه چې ټوله ۶۰۰ جریبه ځمکه د امارت ملکیت دی.''

په اعلامیه کې زیاته شوې، ''د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي چې دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.''

پلازمېنه کابل کې د اریا ښارګوټي ارشیف تصویر
د عکس تشریح، پلازمېنه کابل کې د اریا ښارګوټي ارشیف تصویر

د روانې سپتمبر میاشتې په نیمايي کې افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۹ استوګنیزو مېنو 'ښارګوټو' ځمکې په بشپړ یا جزوي ډول دولتي 'امارتي' تثبیت او بېرته ترلاسه شوې دي.

دغه وزارت ویلي و د "لسګونو نورو ښارګوټو په اړه هم کار روان دی چې ډېر ژر به وروستی شي او په اړه به یې پرېکړه صادره شي."

د طالبانو حکومت ځینې هغه مېنې چې د پخواني افغان جمهوریت پر مهال جوړې شوې وې، ارزولي او ځمکې یې دولتي، یا د دوی په وینا "غصب شوې" او "امارتي" بللې دي.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي هغه مهال ویلي و:

"د ځمکو له غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د هېواد په کچه د ټولو استوګنیزو ښارګوټو ځمکې ارزولې چې له دې جملې ۴۹ ښارګوټي تر دې دمه په بشپړ یا قسمي ډول حکومتي تثبیت او استرداد شوي دي."

په دې لړ کې د بلخ ولایت "۱۰ مېنې" شاملې بلل شوې، چې دیپلوماتیک، بهراب، خالد بن ولید، امیرعلي شیر نوایي، زینبیه، امرخ، مایار مینه، شهید ذبیح‌الله، برادران غضنفر او د خوادي پروژه هم په کې راځي.

کابل کې د امید سبز ښارګوټی، چې په حاجي نبي ښارګوټي هم مشهور دی. ارشیف تصویر
د عکس تشریح، کابل کې د امید سبز ښارګوټی، چې په حاجي نبي ښارګوټي هم مشهور دی. ارشیف تصویر

د عدلیې وزارت د دغه وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې پر ورځ، ۲۶ سنبله ۱۴۰۵ خپره شوې، راغلي:

"دغه مېنې په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، وردګو، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې دي.

د دغو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو پرېکړه د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او د امارتي غصب شوو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې له خوا صادره شوې ده."

په کابل کې په "۱۵ ښارګوټو" کې د میرویس ښارګوټي شاوخوا ۱۱۰ جرېبه ځمکه، د سردار داوود خان ښارګوټي ۵۵۴ جرېبه، د سناتور جنت ګل ښارګوټي له ۳۷ زرو جرېبو زیاته ځمکه، د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷ جرېبه، د غیبي بابا ښارګوټي له ۱۰۴۲ جرېبو ډېره ځمکه، د عمر ګلستان ښارګوټي شاوخوا ۱۱ جرېبه او د نورو ښارګوټو زرګونه جرېبه ځمکه شامله ده".

په دغو ښارګوټو کې د یوې ټوټې ځمکې "امارتي" اعلانېدل په دې معنا دي چې که د ځمکې مالکانو کلونه مخکې د ځمکې د اخیستو پر مهال پیسې ورکړې وي، د ځمکې د پېرلو عرفي قباله یې اخیستې وي او پر ځمکه یې کور هم جوړ کړی وي، بیا هم د نوي قانون له مخې باید د ځمکې د پېرلو پیسې د اوسني بازار د نرخ له مخې یو ځل بیا ورکړي.

دا نرخ د ځمکې د ارزښت پر بنسټ محاسبه کېږي او پر ځمکه د جوړې شوې ودانۍ یا کور لګښت په پام کې نه نیول کېږي.

په "امارتي" ښارګوټو کې د ځمکو پېر او پلور او همدارنګه ودانیز فعالیتونه منع دي او دغه راز د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي مخکې ټینګار کړی و چې: "د ځانګړې محکمې حکم او پرېکړه وروستۍ ده، تمییز او استیناف نه لري."