BBC News, پښتو - کور پاڼه

لبنان

ژوندۍ پاڼه,
د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند عملي شوی، ټرمپ وايي امریکا له ایران سره یوې هوکړې ته نژدې شوې

د اسرائیل او لبنان ترمنځ د لسو ورځو لپاره اوربند پلی شو. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، دی هیله لري چې حزب الله به د اوربند په ترڅ کې "ښه عمل وکړي" اسرائیل او حزب الله د پولې په سیمه کې د اوربند تر مهال مخکې څو ساعته پر یوه بل ډزې کولې.

مهم خبرونه

  • کونړ

    د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز

    د افغانستان په یوه لیرې غرنۍ کلیواله سیمه کې ویجاړ ښوونځی، چې د جګړې ناخوالو یې زدکوونکي له زدکړو محروم کړي. دا د کونړ ولایت د بریکوټ کلی دی چې یو ښوونځی پکې د پاکستاني پوځ په مرمیو سوری سوری شوی دی.

  • یوې ماشومې چې ظاهرآ ناروغه ده، پزو ته کاغذ نیولی

    سیکېډا: د کوویډ-۱۹ نوې بڼه څومره د اندیښنې وړ ده او ولې پرې ماشومان ډېر اخته کېږي؟

    د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ یوه ډېره بدله شوې بڼه، چې تر دې دمه یې بېلګې د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې لیدل شوې، څاري. د امریکا له متحدو ایالتونو، هانک‌کانګ، موزامبیق او بریتانیا پر سیکېډا د اخته کېدو رپوټونه ورکړ شوي دي. د کوویډ-۱۹ دغه وریانټ یا بڼه رسمآ بي‌اې ۳.۲ بڼه بلل کېږي. تر اوسه د دې څه دلیل نشته، چې د کوویډ دا بڼه دې تر نورو هغو ډېره خطرناکه وبلل شي، خو متخصصان وايي داسې برېښي چې ماشومان پرې تر لویانو ډېر ډېر اخته کېږي. نو د کوویډ دې بڼې ته باید څومره اندېښمن اوسو؟

  • عبدالوهاب

    یو سړی چې ګومان کېده مړی یې خاورو ته سپارل شوی، ۱۷ ورځې وروسته ژوندی کور ته ستون شو

    که له یوې مرګونې پېښې وروسته د قربانیانو خپلوان خبر شي، چې د دوی خپل کس ژوندی دی، خوشحاله کېږي، خو د عبدالوهاب د کورنۍ لپاره داسې یو خبر یوازې خوښي نه وه، بلکې د حیرانتیا او ناڅرګندتیا یوه ګډوله وه، او دا ځکه چې له یوې مرګونې پېښې وروسته دوی عبدالوهاب په خپله خاورو ته سپارلی و.

  • حج او کعبه

    مکې مکرمې ته د کڼو مسلمانانو سفر "لکه خپل کور مې چې موندلی وي"

    جاني حسین په ۱۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته د خپل لومړني سفر یادونه ښه په یاد دي. هغه وايي: "زما په زړه دي‌ چې مور مې ژړل، خو زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي او دا راته ډېرغمجن احساس و".

  • د ایران او امریکا بیرغونه چې مخې ته یې د سطرنج دوه وزیران ایښي

    د امریکا او ایران شخړه: څه پېښېدای شي؟ څلور احتمالي سناریوګانې

    هوکړې ته په رسېدو کې دا لومړني ناکامي او د نورو مذاکراتو احتمال څنګه ارزولی شو؟ ایا ایران او امریکا د یوه کنټرول شوي زیاتېدونکي کړکېچ پر لور روان دي، که خبره تر دې لویه ده او یوې پراخې نه‌مخنیوی کېدونکې جګړه کې ښکېلېږي؟ دا چې په راتلونکې کې څه پېښېدای شي، دلته یې پر څلورو احتمالي سناریوګانو غږېږو.

لنډې ویډیوګانې

  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ
  • Archimedes
  • حج
  • پر خواله رسنیو عرب نړۍ کې پرې پراخ بحثونه شوي.
  • هدایت الله همیم
  • pakistan
  • افتخار خان او مشتاق یوسفزی- اسلام اباد
  • photo
  • islamabad

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • ۲۶ کلن سید محمد په امید کمپ‌ کې پنځه میاشتې تېرې کړې وې، اختر کې ورته کورته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه.

    "اختر کې کور ته راته، خو ان مړی یې هم ونه موندل شو"

    ټاکل شوې وه ۲۶ کلن سید محمد له پنځې میاشتنې درملنې وروسته،‌اختر کې خپل کور ته ستون شي،‌ خو له اختره څو ورځې وړاندې یې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید کې ژوند وبایله. طالبانو د برید پړه پر پاکستان اچوي خو پاکستان وايي‌ پوځی تاسیسات یې په نښه کړي. د طالبانو حکومت روسیې ته وړاندیز کړی چې پېښې د ځای ارزولو لپاره یو مسلکي ټیم واستوي.

  • سویډن چارواکي هیله من دي، چې قلم او کاغذ ته بېرته ستنیدل به د سواد کچه ښه کړي

    قلم او کاغذ ته ستنېدل، د سویډن ښوونځیو ډیجیټل زدکړې کمې کړې

    د سویډن ټولګي لیپ ټاپونه د کتابونو، قلمونو او کاغذونو لپاره بدلوي، چې د ټیکنالوژۍ سکتور اندېښنې یې راپورته کړې.

  • کارګران د اپریل پر ۱۳مه، ۲۰۲۶ د بغداد په ختیځ صدر ښار کې د خوراکي توکو په بازار کې د یوې لارۍ له شا څخه توکي ښکته کوي.

    د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې که د ایران جګړه دوام وکړي نړۍ به له اقتصادي ځوړ سره مخ شي

    د پيسو نړيوال صندوق یا ای اېم اېف وايي که له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه دوام وکړي او د انرژۍ لوړې بيې همداسې پاتې شي، نړيوال اقتصاد به له مخ په ځوړ حالت سره مخامخ شي.

  • یوه لبنانۍ نړېدلې وداۍ مخې ته ولاړه ده

    لبنان سوله غواړي خو لومړی باید حزب الله قانع شي

    لبنان بیا په جګړې کې راګېر دی. د تېراګست میاشت کې د لبنان ولسمشر راته ویلي و"له موره خوشبین پیدا دی او باور لري چې د حزب الله د بې وسلې کولو مسئله به حل کړي". ولسمشر جورف عون، چې د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، د اسراییلو او حزب الله ترمنخ تېر کال له ویجاړونکې جګړې وروسته په دې دنده وګومارل شو. ایران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. دې جنګ کې د حزب الله ګوند کمزوری شوی او عون ژمنه کړې وه چې دا ډله به بې وسلې کوي. دې په ظاهر سختې مسئلې له ډېره وخته لبنان وېشلی دی، خو هغه وخت ولسمشر عون دا باور درلود چې دا کار کوی شي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي