یمن کې ترینګلتیا: لسګونه کسان وژل شوي او د وسلو د قاچاق خبرداری ورکړل شوی

د عکس سرچینه، EPA
په يمن کې د سعودي په مشرۍ د مشروعيت د ملاتړ په نوم ټلوالې د سه شنبې پر ورځ د حوثي انصار الله ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر سمندري لاره د وسلو، توغنديو او پوځي وسایلو قاچاق کې له "دودیزو سمندري وسيلو" ګټه وانخلي.
دغه ایتلاف ويلي چې دا کار "د يمن، سيمهييز او نړيوال امنيت ته ګواښ پېښولی شي او د ملکي وګړو ژوند او خونديتوب له خطر سره مخ کوي." د ایتلاف مشرتابه د "ټولو سمندري وسيلو له څښتنانو غوښتنه وکړه چې د خپل ژوند او ملکيتونو د خونديتوب لپاره د يمن سمندرغاړو ته د سمندر له لارې د وسلو، توغنديو او پوځي وسایلو په قاچاق کې له حوثيانو سره هیڅ ډول معامله ونه کړي."
هممهاله دغه ټلوالې د هغو مناظرو ويډيوګانې خپرې کړې چې د دوی په وينا "د تنظيم شويو جرمي ډلو له لارې د حوثيانو لپاره د يمن ساحلونو ته د قاچاق شويو وسلو او خطرناکو سمندري وسيلو د څار او په نښه کولو عمليات" ښيي. دواړه لوري په توغنديو او بې پيلوټه الوتکو (ډرون) یو پر بل بریدونه کوي.
د يمن حکومتي ځواکونو ويلي چې په يمن کې یې د حوثیانو پر وړاندې خپل عمليات پراخ کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۶۴ کره او مخامخ بریدونه کړي دي.
د حوثي ډلې پوځي وياند يحيى سريع بیا د دوشنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې پر دالانرجۍ تاسيساتو، دوو هوایی ډګرونو او پوځي موخو باندې د بریدونو اعلان وکړ. هغه وويل چې دا عمليات په ينبع کې د ارامکو تېلو شرکت پر يوه سیمه، د شيبه تېلو پر سیمه، په رياض کې د ملک خالد نړيوال هوایی ډګر او د ابها هوایی ډګر باندې شوي دي.
د سعودي پلازمېنې رياض اوسېدونکو ته د حوثيانو له خوا د بريدونو له دوام سره د خپلو مبایلونو له لارې د دوښمن د هوایي ګواښ په اړه خبرداری ورکړل شوی و.
سريع د يمن په سوېل شبوه ولايت کې د نويو سرتېرو د روزنې پر يو مرکز د بريد مسوليت منلی چې له امله یې له ۲۵۰ زیات کسان مړه او ټپيان شوي دي.
هغه په خپله يوه ليکنه کې وويل چې د دوی ځواکونو "په علم کمپ کې د سعودي هغه ځایونه په نښه کړي چې د روزنې او پوځي سمبالښت چارې په کې ترسره کېدلې." د هغه په وينا دا سیمه د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې په ختیځو سيمو کې د سعودي افسرانو لخوا اداره کېده. له عدن د يمن د نړيوالې ټولنې لخوا د پېژندل شوي حکومت اړوند د سبأ خبري اژانس د شبوه ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په لومړنيو شمېرو کې ۵۸ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپيان دي، "
برید داسې مهال شوی چې د کورني امنيت نوي جذب شوي سرتېري په ولايت کې د امنيتي روزنې او وړتيا لوړولو چارو پر روزنه بوخت وو." د شبوه ځايي چارواکو، چې وویل دا بريد د يو شمېر بالستیک توغنديو په وسیله شوی، له حکومت او د سعودي په مشرۍ له ټلوالې وغوښتل چې په ولايت کې د خبرداري د نورو وسیلو او هوایي دفاع په فعالولو سره امنيتي ګامونه پياوړي کړي. اژانس د ولسمشریزې قيادت شورا د رئيس رشاد العليمي له خولې ټینګار وکړ چې دا بريد "د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د نويو سرتېرو پر لیکو شوی، چې له امله یې يو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي." هغه د بریدګرو پر وړاندې د پرېکنده ځواب غوښتنه وکړه. د هغو ويډيوګانو له مخې چې رویټرز خبري اژانس تایید کړی، په شبوه ولايت کې ټپيان او په وينو لړلي مړي پر ځمکه پراته ليدل کېږي.
د شبوه ولايت د يمن د جنوبي برخې په منځ کې په يوه ساحلي سيمه کې پروت دی او د انرژۍ له بېلابېلو سرچينو بډایه سیمه ده. د پوځي تاوتريخوالي د دوام په ترڅ کې، د "راتلونکي پانګونې نوښت" فورم چې د "صحرا دافوس" په نوم پېژندل کېږي او ټاکل شوې وه د اکټوبر له ۲۶ تر ۲۹ پورې په پلازمېنه رياض کې و شي، د راتلونکي کال لپاره وځنډول شو.
د دغه فورم اجرایوي مشر وايي، د ناستې بلل کېدو وخت به ژر اعلان شي. دا فورم نږدې د يوې لسيزې لپاره د نړيوالو پانګوالو، سوداګريزو مشرانو او د هېوادونو د مشرانو د جلبولو لپاره د سعودي عربستان د هڅو يوه مخکښه وسيله وه.
ډيپلوماټيکې هڅې
له کړکېچ سره په یوه وخت، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان ال سعود او د هغه اماراتي سیال په يوه ټليفوني پيغام کې د دوشنبې په ورځ "د هڅو د دوام او د همغږۍ او مشورې د کچې لوړولو پر اهميت خبرې وکړې، چې د خلیج ګډ کاري سيستم په ملاتړ کې مرسته وکړي او د تاوتريخوالي د کمولو، د کړکېچ د ساحې د محدودولو او د سيمې د امنيت او ثبات په ساتلو کې برخه واخلي." په سيمه کې د پرمختګونو سره سم، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون خپل د خلیج سفر ته دوام ورکوي، چې له کوېټ او اماراتو څخه یې پیل کړی و، چېرې چې هغه د کویت له امير شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زايد ال نهيان سره وکتل. ټاکل شوې ده چې ماکرون د سه شنبې پر ورځ بحرين ته سفر وکړي وړاندې له هغه چې قطر ته لاړ شي،. دا به د هغه د سفر څلورم او وروستۍ تمځای وي. د الیزې ماڼۍ د سه شنبې پر ورځ وويل چې ماکرون په خلیج کې د خپل اوسني سفر پر مهال خپل هېواد ته د زرګونو ټنو ډيزلو د چمتو کولو ژمنې ترلاسه کړې، چې په کې ۲۰۰ زره ټنه له اماراتو او بحرينه دي.
الیزې وويل چې ماکرون "له اماراتو هره میاشت د شاوخوا ۱۰۰ زره ټنو ډيزلو د ترلاسه کولو ژمنې" ترلاسه کړې، او بحرين ته د خپل سفر پر مهال به "هره میاشت د ۱۰۰ زره اضافي ټنو" د ترلاسه کولو ژمنې ترلاسه کړي.



















