له اسرائیلو اتریش ته روانې الوتکې د 'امنیتي خبرداري' له کبله بلغاریا کې بېړنۍ ناسته وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
له اسرائیلو اتریش ته روانه د 'اسټرین ایرلاینز' یوه الوتکه د بم د احتمالي خبرداري له ترلاسه کېدو وروسته بلغاریا ته واستول شوه او هلته یې پلازمېنه صوفیه کې ناسته وکړه.
د بلغاریا ټرانسپورټ وزارت په وینا، د 'ایربس A320' دغه الوتکه د یکشنبې په شپه له تل ابیبه ویانا ته روانه وه، خو د بېړني وضعیت له امله په صوفیه کې کوزه کړل شوه او ټول مسافر په خوندي ډول له الوتکې وایستل شول.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بلغاریا هوايي ځواک د الوتکې د څارنې او خونديتوب لپاره یوه 'میګ-۲۹' جنګي الوتکه هم ور استولې وه.
چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ترلاسه شوی او پلټنې پیل شوې دي.
د بلغاریا او اسراییل رسنیو د راپورونو له مخې، د الوتکې په اړه د بم ګواښ شوی و. 'اسټرین ایرلاینز' هم د ګواښ ترلاسه کېدل تائید کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د راپور له مخې، د هوايي شرکت ویاند ویلي چې په الوتکه کې ۵۱ مسافر او د عملې ۶ غړي سپاره وو.
د ګواښ له ترلاسه کېدو شاوخوا ۳۰ دقیقې وروسته، الوتکه په صوفیه کې کوزه شوه او سملاسي یې بشپړه امنیتي پلټنه ترسره شوه. د راپورونو له مخې، هغه مهال الوتکه د رومانیا په هوايي حریم کې وه چې صوفیه ته یې لار بدله کړل شوه.
د الوتنو د تعقیب د معلوماتو له مخې، د 'اسټرین ایرلاینز' ۸۲مې شمېرې الوتکه د یکشنبې په ماښام د تل ابیب له بن ګوریون هوايي ډګر څخه الوتې وه او نږدې درې ساعته وروسته د صوفیې واسیل لیفسکي هوايي ډګر ته ورسېده.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تېر میاشت تل ابیب ته د 'فلای دوبۍ' یوې الوتکې کې یوه پیلوټ هڅه کړې وه چې پر کپتان برید وکړي او الوتکه وتښتوي، خو د عملې او مسافرو له خوا کابو شو او الوتکه په خوندي ډول په سعودي عرب کې کوزه شوه.
دغه راز تېره اوونۍ د یونان د کورفو ټاپو څخه د جرمني نورنبرګ ښار ته پر یوې سوداګریزې الوتکې د تېروتنې له امله د برمته کېدو خبرداری خپور شوی و، چې له امله یې کروشیا او جرمني خپلې جنګي الوتکې استولې وې.



















