د اسرائیلو په ټاکنو کې د نتنیاهو اصلي سیال ګادي ایزنکوټ څوک دی؟

د عکس سرچینه، BBC/Getty Images
- Author, فرناندو دوارتي
- دنده, بي بي سي نړیواله څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۴ دقیقې
ټولپوښتنې ښيي چې د بنیامین نتنیاهو ایتلافي واکمني، چې د هغه خپل لیکود ګوند ښايي د اکتوبر د ۲۷مې له عمومي ټاکنو وروسته د پارلماني اکثریت په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
د دې مهم لامل ګادي ایزنکوټ دی.
ایزنکوټ د اسرائیلو پخوانی پوځی مشر، د هغه سیاستوال (نتنیاهو) لپاره یوه ناڅاپي سیالي رامنځته کړې چې د تېرو نږدې درېیو لسیزو ډېره برخه یې پر اسرائیلو واکمني کړې ده.
له سیاسي پلوه، ایزنکوټ نسبتاً نوی څېره ګڼل کېږي.
هغه په ۲۰۲۲ کال کې په رسمي ډول سیاست ته داخل شو او د ملي یووالي ګوند له لوري د اسرائیلو د پارلمان (کنېسټ) غړی شو.
وروسته یې د ایډیولوژیکو اختلافاتو له امله له دغه ګونده بېلتون اعلان کړ.
تېر کال، چې هغه د اپوزیسیون له مهمو مشرانو څخه جلا شو او خپل منځلاری ګوند ''یاشار'' (چې معنی یې ''مستقیم'' یا ''رښتینی'' ده) یې جوړ کړ، نو د ټاکنیزې سیالۍ په ډګر کې د نتنیاهو اصلي سیال وګرځېد.
لومړی وزیر نتنیاهو په وروستیو کلونو کې د فساد له تورونو سره مخامخ و، هغه تورونه چې دی یې ردوي.
دغه راز د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو پر مهال د هغه د حکومت پر کړنلارې هم سختې نیوکې شوې دي. سربېره پر دې، د قضایي نظام د پراخو اصلاحاتو هغه جنجالي پلانونه هم شته چې په هېواد کې یې لوی لاریونونه راوپارول.
خو د ایزنکوټ پرېکړه چې د ټاکنو په ډګر کې د نتنیاهو پر وړاندې ودریږي، یوازې سیاسي انګېزه نه لري، بلکې شخصي غمیزه هم پکې رول لري.
د هغه زوی، ګال ایزنکوټ چې د هغه د پنځو اولادونو تر ټولو کشر و او د لومړي بریدمن رتبه یې لرله، د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د غزې په شمال کې د یوې چاودنې له امله ووژل شو.
هغه د داسې عملیاتو برخه و چې موخه یې د هغو دوو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د مړیو موندل وو، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا تښتول شوي وو.

د عکس سرچینه، Reuters
ګادي ایزنکوټ وايي، لا یې د خپل زوی هغه شخصي توکي نه دي کتلي چې په دوو بکسونو کې ورته سپارل شوي او دی یې په خپل کور کې، د هرزلیا په شتمن ساحلي ښار کې چې د تل ابیب شمال ته پروت دی، ساتي.
هغه د روان کال په اپرېل کې د اسرائیل له راډیو سره په مرکه کې وویل: ''ما لا هم دغه بکسونه نه دي پرانیستي. هر ځل یې کار بلې ورځې ته ځنډوم.''
د هغه د زوی ګال ایزنکوټ مړینه، او دغه راز د غزې په جګړه کې د ده د دوو ورېرونو وژل کېدل، له هغه باور سره یو ځای چې د بنیامین نتنیاهو حکومت د حماس د بې ساري بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی، د ایزنکوټ سیاسي هیلې او انګیزه لا پسې پیاوړې کړې دي.
هغه د همدې میاشتې په پیل کې د 'ټایمز اف اسراییل' ورځپاڼې ته وویل: ''زه وخت بېرته نه شم ګرځولی، خو هر هغه څه به وکړم چې وکولای شم د هغې درنې قربانۍ وړ و اوسم چې ګال پرې کړې ده.''
د نتنیاهو او د هغه د کابینې احتساب هم د ایزنکوټ د سیاسي اجنډا له مهمو هدفونو دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته، هغه د ملي یووالي د څرګندولو په موخه د نورو اپوزیسیون مشرانو ترڅنګ د لومړي وزیر جنګي کابینې سره یو ځای شو.
خو نوموړي د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې له دغې کابینې استعفا ورکړه او نتنیاهو یې تورن کړ چې د هغو یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره یې په کافي چټکۍ اقدام ونه کړ چې د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې تښتول شوي وو.
هغه وویل: ''ښځې او ماشومان د هغه د واکمنۍ پر مهال وتښتول شول، او ده په قصدي ډول هغه اړین اقدامات ترسره نه کړل چې د هغوی د خلاصون لپاره لازم وو.''
خو نتنیاهو بیا دا تورونه څو ځله رد کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنیامین نتنیاهو په وینا، ګادي ایزنکوټ هغه مهال چې د جنګي کابینې غړی و، په غزه کې یې له ځینو مهمو پوځي عملیاتو سره مخالفت کړی و.
نتنیاهو ادعا کوي چې د ایزنکوټ وړاندیز شوې تګلاره به د حماس ځواک کمزوری نه کړی.
نتنیاهو د روان کال په جون میاشت کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو:'' په یاد لرم چې ګادي ایزنکوټ او نورو څه ویل، هغه مهال چې موږ لا هم په غزه کې وو. دوی ویل چې باید یوازې یوه معامله وشي، یرغمل شوي کسان بېرته راوایستل شي او بیا له غزې ووځو، له ټولې غزې.''
نتنیاهو زیاته کړه چې که دغه تګلاره عملي شوې وای، نو ''د حماس ټول مشران'' او هغه لوړپوړي چارواکي چې اسرائیل د جګړې پر مهال په نښه کړي او وژلي دي، ''لا هم هلته وای، ژوندي وای او واک به یې په لاس کې درلود.''
خو ګادي ایزنکوټ په وروستۍ مرکه کې له واینېټ نیوز وېبپاڼې سره د نتنیاهو دا ادعا رد کړه. هغه پر لومړي وزیر غږ وکړ چې د جنګي کابینې د غونډو او رایهاچونو رسمي اسناد او معلومات دې خلکو ته خپاره کړي، چې روښانه شي چې د مهمو پرېکړو پر مهال چا څه دریځ درلود.
له ټاکنو څو ورځې وړاندې، ایزنکوټ ژمنه وکړه چې که واک ته ورسېږي، نو د ۱۸ میاشتو په موده کې به د حماس واکمني پای ته ورسوي.
د ایزنکوټ لومړیتوبونه
د اسرائیلو له مخکښو خبریالانو او څېړونکو څخه یو نداو ایال، چې د ګادي ایزنکوټ سیاسي سفر یې له نږدې څارلی، وایي د هغه شخصي غم او تاوان په نوموړي کې ''د هدف او ماموریت یو ژور احساس'' رامنځته کړی دی.
د ایال په وینا، د ایزنکوټ دا ماموریت یوازې دومره نه دی چې د هغه د ''یاشار'' ګوند په کنېسټ کې کافي څوکۍ وګټي او د اوسني لومړي وزیر د لېرې کولو لپاره د ائتلافي حکومت د جوړولو فرصت ومومي.
نوموړی زیاتوي چې د بنیامین نتنیاهو په څېر، ایزنکوټ هم په دې باور دی چې د غزې لپاره هر راتلونکی سیاسي یا اداري پلان باید حماس له واک او نفوذه لېرې وساتي.
نداو ایال بي بي سي ته ویلي: ''دا ډېره مهمه ده چې خلک درک کړي د هغه زوی د حماس له خوا پیل شوې جګړه کې د حماس پر ضد ووژل شو.''
متقاعد جنرال ایزنکوټ هم د دوو دولتونو د حللارې (د اسرائیلو ترڅنګ د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو) ښکاره ملاتړ نه دی کړی. اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې هغه د اګست میاشتې په وروستیو کې ویلي وو، هر څوک چې لا هم د دې حللارې د عملي کېدو باور لري، ''له واقعیت څخه لرې'' دی.
خو هغه ویلي چې غواړي د اسرائیلو او فلسطیني ادارې ترمنځ اړیکې له سره تعریف کړي.
نوموړي په اکتوبر میاشت کې 'ټایمز اف اسراییل' ته ویلي وو: ''باید فلسطیني ادارې ته اجازه ورکړل شي چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې ۲.۸ میلیونه فلسطینیان اداره کړي. زه نه غواړم پر هغوی حکومت وکړم.''

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
سره له دې چې ګادي ایزنکوټ د اسرائیلو د لویو استوګنیزو بلاکونو د پراختیا ملاتړ کوي، خو وایي دا کار باید د اسرائیلو له قوانینو او ملي ګټو سره سمون ولري.
هغه په لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشت ځایونو د لا پراخولو له ځینو جنجالي پلانونو سره مخالفت څرګند کړی، په ځانګړې توګه د E1 په نوم سیمه کې د یوه استوګنځي د پراختیا له پلان سره، چې د بیتالمقدس ختیځ ته پرته ده.
د هغه اندېښنې تر ډېره د نړیوالې ټولنې له منفي غبرګونونو سره تړاو لري.
خو نوموړي په دې وروستیو کې ژمنه کړې چې ''یهودي سخت دریځي به له یهودا او سامریه (هغه نوم چې اسرائیل یې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې لپاره کاروي) وباسي.''
د هغه د ټاکنیزو ژمنو له مهمو برخو څخه یوه هم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په اړه د یوې خپلواکې پلټنې پیلول دي.
دا پلټنه به د اسرائیلو د حکومت احتمالي نیمګړتیاوې او ناکامۍ هم وڅېړي.
په اسرائیلو کې مشهورو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې بنیامین نتنیاهو ته د متحده عربي اماراتو او مصر چارواکو لخوا د غزې له لوري د احتمالي برید خبرداری ورکړل شوی و.
خو نتنیاهو دا تورونه رد کړي دي او د هغې اسرائیلي ورځپاڼې پر ضد یې دعوه کړې چې دا ادعا یې لومړی ځل خپره کړې وه.
نوموړي دغه راز په پرلهپسې ډول د اسرائیلو د سترې محکمې تر مشرۍ لاندې د دولتي پلټنې غوښتنه رد کړې او استدلال یې کړی چې قضايي اداره به د هغه پر وړاندې تعصب ولري.
ګادي ایزنکوټ وایي: ''دا ټاکنې د مسوولیت منلو او له مسوولیته د تېښتې ترمنځ انتخاب دی.''

د عکس سرچینه، Reuters
د خپلې لس مادېز ټاکنیز پروګرام په چوکاټ کې، ګادي ایزنکوټ ژمنه کړې چې یو بېړنی پروګرام به پيل کړي، چې د هغو لوړ مهارت لرونکو اسرائیلیانو د کډوالۍ مخه ونیسي چې له هېواده وځي، او دغه راز به د نویو کډوالو د جذب لپاره هڅونه رامنځته کړي.
هغه دغه راز غواړي هغه معافیتونه پای ته ورسوي چې دا مهال د اسرائیلو په پوځ کې له اجباري خدمت څخه د افراطي ارتودوکس یهودي ټولنو او عرب اسرائیلیانو ځینې ډلې برخمنوي.
ایزنکوټ له 'ټایمز اف اسرائیل' سره په مرکه کې وویل: ''یو بل کار چې موږ به یې وکړو، د ټولو اسرائیلي وګړو لپاره به د عمومي خدمت قانون تصویب کړو، که پوځي خدمت وي، که ملي خدمت او یا هم ملکي خدمت، او پکې به د عربانو لپاره ملي خدمت هم شامل وي.''
خو په اسرائیلو کې د پوځي خدمت د دایرې د پراخولو پخوانۍ هڅې له سخت مخالفت سره مخ شوې دي. د بنیامین نتنیاهو د حکومت له لوري هم د ورته اصلاحاتو د عملي کولو هڅو پر مهال د افراطي ارتودوکس یهودي ټولنو له خوا پراخ لاریونونه او اعتراضونه شوي وو.
عادي پیل

د عکس سرچینه، Reuters
ګادي ایزنکوټ په طبریه کې زېږېدلی او په ایلات کې لوی شوی، هغه دوه ښارونه چې د اسرائیلو له مهمو سیاسي مرکزونو، یعنې بیتالمقدس او تل ابیبه لرې دي.
نوموړی د هغو مراکشي کډوالو زوی دی چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې اسرائیلو ته کډه شوي وو.
د هغه کورنۍ عادي اقتصادي شرایط لرل او د محدودو امکاناتو خاوندان وو.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا له هېوادونو راغلې یهودي ټولنې د 'میزراحي' په نوم یادېږي.
تر اوسه هېڅ میزراحي سیاستوال د اسرائیلو لومړي وزارت مقام ته نه دی رسېدلی.
خو د دغې ټولنې یو شمېر سیاستوالو پخوا هم د دې مقام د ترلاسه کولو هڅې کړې دي.
د 'نیو یارکر' مجلې مدیر ډیویډ رېمنیک، چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې له ایزنکوټ سره وخت تېر کړی، وایي نوموړی د بنیامین نتنیاهو هغه دریځ ننګوي چې ځان د اسرائیلي ټولنې د محرومو قشرونو، په ځانګړي ډول د میزراحي یهودانو، استازی او مدافع بولي.
دا په داسې حال کې ده چې نتنیاهو خپله د ختیځې اروپا د یهودي کډوالو له نسله دی او د بیتالمقدس په یوه نسبتاً شتمنه سیمه کې لوی شوی دی.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د میزراحي ټولنې ډېری غړي، چې په تاریخي توګه یې د لیکود ګوند ملاتړ کړی، د ایزنکوټ لپاره د مراکشي عربي ژبې اصطلاح 'دیالینا' کاروي، چې مانا یې 'زموږ له ډلې یو' یا 'زموږ خپل سړی' ده.
ایزنکوټ د روان کال په پیل کې د چینل ۱۳ ټلوېزیوني شبکې ته ویلي وو:
''زما مور او پلار له مراکشه کډوال شوي وو او زه پر هغوی او خپلو ریښو ویاړم، خو تر ټولو زیات به خوښ شم چې موږ ټول پر خپل اسرائیلي هویت هم ویاړ وکړو.''
پوځي خدمت

د عکس سرچینه، Reuters
ګادي ایزنکوټ په ۱۸ کلنۍ کې د اسرائیلو پوځ ته داخل شو او شاوخوا ۴۰ کاله یې پوځي خدمت وکړ.
هغه په پرلپسې توګه لوړو پوځي رتبو ته ورسېد او له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې یې د اسرائیلو د پوځ د لوی درستیز دنده ترسره کړه.
د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې، هغه د لوېدیځې غاړې په سیمه کې هغه مهال چې دویمه انتفاضه روانه وه، د اسرائیلي ځواکونو قوماندان و. هغه فلسطیني ولسي پاڅون څه باندې څلور کاله دوام وکړ او په ترڅ کې یې نږدې ۱۰۰۰ اسرائیلیان او له ۳۰۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول.
ایزنکوټ وروسته له هغه له هغه څه سره وتړل شو چې د ''داهیه نظریه'' بلل کېږي. د دې پوځي تګلارې له مخې، په هغو سیمو کې چې اسرائیل ترې د بریدونو ادعا کوي، د ملکي زیربناوو پر ضد د پراخ او سخت پوځي ځواک کارول توجیه کېږي.
مهمه ده چې یادونه وشي، سره له دې چې ایزنکوټ پر بنیامین نتنیاهو سختې نیوکې کړې دي، خو هغه هېڅکله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته د اسرائیلو د پوځي غبرګون مخالفت نه دی کړی.
د حماس په مشرۍ بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
په ځواب کې اسرائیلو په غزه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. د غزې د روغتیا وزارت، چې د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي، وایي په دغو عملیاتو کې له ۷۴ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه معمولًا د دغه وزارت احصایې د باور وړ ګڼي.
ایزنکوټ د 'ټایمز اف اسرائیل' ورځپاڼې ته ویلي وو: ''موږ اړ یو چې له خپل ځان څخه دفاع وکړو. باید په رښتینولۍ سره وګورو چې دا هر څه له کومه ځایه پیل شول.''
په بریتانیا کې مېشت خبریال او شنونکی مهدي حسن د 'ګارډین' ورځپاڼې لپاره لیکلي چې 'ایزنکوټ نتنیاهو نه دی'، خو د هغه په اند نوموړی به بیا هم په لوېدیځه غاړه او غزه کې د پراختیا او ویجاړۍ ورته تګلارې پر مخ یوسي.
بل لور، د 'اکانومېسټ' مجلې د اسراییلو خبریال او د نتنیاهو د ژوندلیک لیکوال انشیل فېفر وایي ایزنکوټ ''سولهپال (Pacifist) نه دی''.
فېفر بي بي سي ته وویل: ''خو هغه د یو جدي او مسوول شخص انځور هم لري. تر اوسه یې په ټاکنیز کمپاین کې غیرواقعي او افراطي ژمنې نه دي کړې. سربېره پر دې، هغه د اشرافي یا امتیازي کورنۍ له شالید څخه نه دی راوتلی، او له همدې امله پر هغه د تورونو او بدنامۍ لګول اسانه نه دي.''
د نداو ایال په وینا، د ګادي ایزنکوټ راڅرګندېدل د بنیامین نتنیاهو د مستقیم سیال په توګه تر یوه بریده ناڅاپي وو.
هغه وايي: ''تر شپږو میاشتو مخکې، تر ټولو احتمالي سیال پخوانی لومړی وزیر نفتالي بینېټ ګڼل کېده. خو داسې ښکاري چې ایزنکوټ په مناسب وخت کې د رایه ورکوونکو له احساساتو او غوښتنو سره اړیکه پیدا کړې ده.''
ایزنکوټ ډېر ځله د ''نتنیاهو ضد'' شخصیت په توګه یادېږي. د هغه برعکس، چې د عامه پام او رسنیو په رڼا کې راڅرګندېدل خوښوي، ایزنکوټ داسې کس بلل کېږي چې د شهرت او د رسنیو د تمرکز لټه نه کوي او نه هم د ویناوو یو پیاوړی او جذاب سیاستوال ګڼل کېږي.
نداو ایال باور لري چې ایزنکوټ آن له سیاستوالۍ څخه هم چندان خوند نه اخلي.
سیاسي لوبې

د عکس سرچینه، Reuters
سره له دې چې د ګادي ایزنکوټ ګوند په ټولپوښتنو کې ښه ملاتړ لري، خو اټکل نه کېږي چې د اسرائیلو په ۱۲۰ کسیز پارلمان (کنېسټ) کې به په یوازې سر غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.
د حکومت د جوړولو لپاره لږ تر لږه ۶۱ څوکۍ ته اړتیا وي، او همدې واقعیت په تاریخي ډول سیاسي ګوندونه دې ته اړ کړي چې ائتلافي حکومتونه جوړ کړي.
خو بنیامین نتنیاهو له ټاکنو وروسته د سیاسي ائتلافونو په جوړولو کې ډېر تجربهکار بلل کېږي. هغه د لیکود ګوند د مشر په توګه لس ځله په ملي ټاکنو کې برخه اخیستې او شپږ ځله یې د ایتلافي حکومت په جوړولو بریالی شوی دی. په دغو مواردو کې د ۲۰۰۹ کال ټاکنې هم شاملې دي، چې د هغه ګوند د خپل اصلي سیال پرتله لږ څوکۍ ګټلې وې، خو بیا یې هم حکومت جوړ کړ.
په وروستیو اوونیو کې د نتنیاهو ټاکنیز کمپاین استدلال کړی چې ایزنکوټ به د حکومت جوړولو لپاره د عربو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا ولري.
دغه عربي ګوندونه د اسرائیلو د څه باندې دوو میلیونو عرب اوسېدونکو او اتباعو ترمنځ محبوبیت لري، چې د هېواد شاوخوا ۲۰ سلنه نفوس جوړوي. ټولپوښتنې ښيي چې څلور اصلي عربي ګوندونه، یعنې حداش، تعال، بلد او راعَم، ښايي په ګډه له ۱۲ تر ۱۵ پورې پارلماني څوکۍ ترلاسه کړي.
نتنیاهو په یوه ټاکنیز ویډیو پیغام کې له ایزنکوټ څخه پوښتنه کړې وه: ''تاسو یو یهودي دولت غواړئ که یو فلسطینی دولت؟''
ایزنکوټ په ښکاره ویلي چې نه غواړي عربي ګوندونه یې په حکومت کې برخه ولري، خو هغه د پارلمان دننه د نتنیاهو ضد ایتلاف لپاره دروازه هم بشپړه نه ده تړلې او د لږکي حکومت د امکان احتمال یې رد کړی نه دی.
د تل ابیب سیاسي شنونکې دالیا شېنډلین بي بي سي ته ویلي: ''نتنیاهو تر ډېره خپل واک د دې وړتیا له لارې ساتلی چې خپلو پلویانو ته قناعت ورکړي چې هغه ته رایه ورکول د ژوند او مرګ مسئله ده.''
خو د هغې په وینا، دا ځل د ایزنکوټ مخینه ښايي د نتنیاهو لپاره کار ستونزمن کړي.
هغې زیاته کړې: ''د اسرائیلو د دولت له تاسیس راهیسې پوځي مشرانو د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی، ځکه چې اسراییلي ټولنه په پوځ باندې لوړه کچه باور لري.''
اړیکې بېرته سمول
ایا د ګادي ایزنکوټ بریا به د اسرائیلو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې ښې کړي؟ د 'چاتم هاوس' د نړیوالو اړیکو اسرائیلي کارپوه پروفیسر یوسي میکلبرګ بي بي سي ته وویل، د ایزنکوټ بریا به د دې وړتیا ولري چې په دې برخه کې مثبت بدلون راولي.
خو هغه خبرداری ورکوي چې باید د ''یوې شپې په اوږدو کې د لوی بدلون'' تمه ونه شي. د هغه په وینا، یوازې د بنیامین نتنیاهو ځای ناستی راوستل دا معنا نه لري چې اسرائیل به سملاسي د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته په بشپړه توګه مثبت ځواب ووايي.
پروفیسور میکلبرګ وایي: ''زه باور نه لرم چې د اپوزیسیون کوم ګوند، د ایزنکوټ د ګوند په ګډون، د نتنیاهو لپاره یوه بشپړه او روښانه بدیله تګلاره وړاندې کوي.''
هغه زیاتوي چې که ایزنکوټ ټاکنې وګټي، نو باید د لوېدیځې غاړې د یهودي مېشت ځایونو په اړه پرېکنده ګامونه پورته کړي او په غزه کې د بشري او امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
د میکلبرګ په اند، د نړیوالو اړیکو د رغېدو لپاره یوازې د مشرتابه بدلون بسنه نه کوي، بلکې هغه پالیسۍ او پرېکړې مهمې دي چې نوی حکومت به یې د لوېدیځې غاړې، غزې او له فلسطینۍ ادارې سره د اړیکو په برخه کې غوره کوي.





















