کرېکټ: افغانستان او زېمبابوې نن د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخېږي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې له زېمبابوې سره مخامخېږي.
ټاکلې دا لوبه چې، د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې کېږي، د افغانستان پر وخت د مازیګر ۴ بجې پيل شي.
دا په تېرو ۲۳ کلونو په شارجه کې د کرېکټ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د یوه ټورنمټ لومړنۍ پایلوبه ده.
د افغانستان په کوربتوب د دې درې هېوادېز لوبلړۍ درېیم هېواد بنګلهدېش و، خو دا چې په لومړي پړاو کې یې له افغانستان او زېمبابوې ماته وخوړه، نو له سیالیو بهر شو.
افغان لوبډله بیا تر دې دمه تر ټولو په ښه او پياوړي درېځ کې ده، ځکه زېمبابوې او بنګلهډېش دواړو ته یې په نسبتآ لوی توپېر ماتې ورکړې دې.
افغانستان اوړمه ورځ (چارشنبه د اکتوبر ۲۱مه) همدلته په شارجه کې بنګلهدېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او تر هغې ورمخکې یې په دې درې هېوادیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ سیالي له زېمبابوې د ۱۵۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

د عکس سرچینه، ACB
په ټوله کې افغانستان له نننۍ سیالۍ ورمخکې د زېمبابوې خلاف ټولټال ۳۱ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۲۱ یې ترې ګټلې دي.
که څه هم زېمبابوې په تېرو اتو کلونو کې له افغانستانه ان یوه پنځوس اوریزه سیالي هم نه ده ګټلې، خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ریچارډ پایبس وایي، "کله چې یوه لوبډله پایلوبې ته رسېږي، نو ټول شرایط تقریباً سره برابر وي."
هغه زیاته کړې "دا لوبه هېڅ اسانه نه ده. نو موږ باید ښه چمتووالی ولرو او خپل تر ټولو غوره کرېکټ وکړو."
د یادونې ده چې زېمبابوې د همدې درې هېوادېزې لوبلړۍ په پرانېستونکې سیالۍ کې بنګلهدېش ته د ۹۹ منډو په توپير لویه ماته ورکړه.





















