BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • شبانه محمود د وینا په حال کې ده او مخې او شا ته یې پر سره پرده (هوپ اګېن) یا بیا هیله لیکل شوي.

    بریتانیا افغان نجونو او ښځو ته څنګه بیا د کډوالۍ لار پرانیزي؟

    د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې د ملګرو ملتونو په ملتیا په بریتانیا کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پرانیزي چې افغان ښځې او نجونې او فلسطینیان هم پکې شامل دي. اغلې محمود پرون دوشنبه (تله ۶/سپتمبر ۲۸) د کارګر ګوند د ۲۰۲۶ کال په کنفرانس کې وویل چې په دې بهیر کې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې "له پنډغالو له زیان سره مخ کډوال" بریتانیا ته راوستل شي او د "نوي او غوره ژوند" فرصت به ورکړل شي.

  • انځور له زندانه خپور شوی.

    د امریکا په یو ایالت کې له تېرو ۲۰۰ کلونو راهیسې په لومړي ځل یوه مېرمنه د اعدام له سزا سره مخامخ شوې

    وروستی وار اشلي سيلارز پايک د روانې اوونۍ په پیل کې د خپلې ملګرې کرسټا په تړاو اورېدلي وو. دا هغه شېبې وې چې پايک د امريکا د ټينيسي ايالت د زهرجن پیچکارۍ له لارې د اعدام د حکم د پلي کېدو په تمه له زندانه هغې ته يو لیکلی پېغام وراستولی و.

  • په دې عکس کې ښي اړخ ته د افغانستان د پخواني ولسمشر داکټر نجیب الله احمدزي مېرمنه ده او کیڼ اړخ ته د بي بي سي خبریاله نجیه لیمه ده.
د اغلې فتانې ویښتان سپین شوي خو څه نا څه تور ویښتان لا هم ښکاري. مخ یې ساده او بې ارایشه ښکاري او اوږو پر سر یې کریمي رنګه ټیکری اچولی دی.
د بي بي سي‌ خبریاله بیا خرمایي رنګه اوږده ویښتان لري چې خلاص یې پرېښي او په غاړه کې یې اسماني رنګه ټیکری اچولی دی.

    د نجیب الله له وژل کېدو دېرش کاله وروسته؛ فتانه نجیب د خپل ژوند کیسه کوي

    د ۱۳۷۵ کال د تلې په ۵مه، د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر پر ۲۷مه، طالبان کابل ته ننوتل. په همدې ورځ وسله‌وال د ملګرو ملتونو هغې ودانۍ ته ورغلل چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له ۱۳۷۱ کال راهیسې پکې پناه اخیستې وه. د ملګرو ملتونو د هغه وخت د راپور له مخې، هغوی لومړی نجیب الله په زور له ودانۍ وایست او لږ وروسته یې د هغه ورور شاهپور احمدزی هم له هغه ځایه بوت. د دواړو جسدونه وروسته د کابل په اریانا څلورلاره کې ځوړند وموندل شول.

  • ډاکتر نجیب الله

    ویډیو, د داکټر نجیب د ژوند وروستۍ شېبې, موده 43,33

    د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله له وژل کېدو درې لسیزې وروسته، لا هم د هغه د ژوند د وروستیو ورځو، له کابل څخه د هغه د وتلو د هڅو او د هغه په برخلیک کې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د رول په اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. په دې ځانګړې مرکه کې بنون سیوان چې هغه مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی و، د لومړي ځل لپاره د ډاکټر نجیب‌الله د ژغورلو لپاره خپلې وروستۍ هڅې، د ۱۳۷۱ کال د وري د ۲۶مې د ترینګلې شپې، د مجاهدینو د مشرانو اختلافاتو، د پاکستان، امریکا او ملګرو ملتونو د رول، او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې د پروسې د ناکامۍ د لاملونو په اړه خپل لیدلوری وایي.

  • د لومړي وزیر د دفتر په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې بنیامین نتنیاهو له خپلې مېرمنې سره متحده عربي اماراتو ته رسېدلی و. انځور: واشنګټن، د ۲۰۰۹ کال د مې ۱۷مه

    متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو "پټ" سفر تائید کړ

    د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره ولیدل. د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس (وام) دا لیدنه دوه ورځې وروسته تائید کړه. اسرائیلو د روان کال په مې میاشت کې هم ویلي وو چې نتنیاهو د فبرورۍ په میاشت کې په پټه توګه اماراتو ته سفر کړی او هلته یې له ولسمشر سره کتلي وو، خو هغه مهال اماراتو دا ادعا نه وه منلې.

  • ټرمپ خبرې کوي او د شهادت ګوته یې مخامخ نیولې ده.

    ټرمپ د ایران د شتمنیو ازادولو خبرونه رد کړل؛ ایران وايي،‌ امریکا ته یې "طرحه" سپارل شوې

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس خبري شبکې هغه خبرونه رد او "جعلي" ګڼلي دي چې وايي، ایران ته یې د بندیزونو د لغوه کولو او د دغه هېواد د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو وړاندیز کړی و. ټرمپ د دوشنبې په شپه پر خپلې خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي، "اکسیوس تازه خبر خپور کړی چې وايي، ټرمپ ایران ته وړاندیز کړی چې بندیزونه ترې لرې کوي او کنګل شوې شتمنۍ یې خوشې کوي. دا ریښتیا نه دي. ما هغوی ته داسې هېڅ وړاندیز نه دی کړی".

  • یو دوکان چې د مستري خانې ته ورته دی او ټول د موټرو پرزې، د تېلو بوشکې پکې اېښودل شوې دي.
د دوکان مخې ته یو ځوان هلک په څوکۍ ناست دی، خړ رنګه کمیس پرتوګ یې اغوستې دي. هلک داسې چورتي ناست دی.

    د طالبانو حکومت: پر ځینو وارداتي توکو تعرفې لوړوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت مالیې وزارت چارواکي وايي، پر یو شمېر هغو توکو، چې له بهره افغانستان ته راوړل کېږي، تعرفې لوړوي. د مالیې وزارت ویاند مولوي محب الله خطاب له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دې اقدام هدف 'د کورنيو تولیداتو او صنعت، کرنې او مالدارۍ ملاتړ' دی. په ورته مهال د مالیې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا، د کانونو او پیټرولیم، صنعت او سوداګرۍ او کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکو په یوه ګډه غونډه کې د تعرفو زیاتولو دغه پرېکړه شوې.

  • سوېفټ

    امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د اېم‌ټي‌وي ویډیو موسیقۍ جایزو په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه

    امریکایۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ د یکشنبې پر ورځ د کال د غوره ویډیويي سندرې جایزه خپله کړه او په دې توګه د MTV د موسیقۍ جایزو (VMAs) د تاریخ تر ټولو بریالۍ هنرمنده شوه. له دې مخکې د بلې نوموتې امریکایۍ سندرغاړې بیونسې د معتبرو جایزو شمېر ۳۰ وې. اغلې سوېفټ هم د خپلو جایزو شمېر دېرشو ته ورساوه او بیا یې د خپلې (The Fate of Ophelia) ویډیويي سندرې لپاره تر ټولو ستره جایزه وګټله. دا سندره د هغې د ۲۰۲۵ کال له (The Life of a Showgirl) البوم اخیستل شوې ده. ایم ټي وي د ویډیويي سندرو لپاره معتبره جایزه ده.

  • ارشیف تصویر

    د تیلو بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته؛ د سعودي بهرنیو چارو وزیر 'له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی'

    په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې شوې دي او د برېنټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې له ۱۰۷ اوښتې ده. د تېلو د بیو دغه زیاتوالی له هغه وروسته رامنځته شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې ایران باید د هرمز تنګی د اوو ورځو په موده کې بېرته د نړیوالو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیزي. د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول کړکېچ پکې د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو مخامخ اغېز کوي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نجیب الله
  • Nepal
  • Keyframe #1
  • د نشه‌يي توکو پلورونکی
  • هند کې د ګنېش چتروتي مېله
  • د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي په ډېره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي، دغه برید درازنده او مغل کوټ سیمو ته نږدې کوټې ته پر غځېدلي سړک د 'امن مېلې' په نوم د امنیتي ځواکونو او ګمرک ادارې پر ګډه پلټونکې پوسته شوی دی. دوی وايي، برید کې ټول وژل شوي د کمرګ د یوه چارواکي په ګډون ملکي کسان دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، د دغه برید مسوولیت د پاکستان طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي‌) منلی.
  • شهباز شریف وايي د افغانستان خاوره د ټي ټي پي‌ او بي اېل اې لخوا کارول کېږي
  • سهیل اپریدی
  • Keyframe #1
  • سعودي
  • خوست کې د پاکستان هوايي برید

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د طالبانو حکومت یو عسکر

    د طالبانو حکومت ادعا کوي، هغه ۲۸ وسله وال یې وژلي، چې له پاکستانه راوښتي وو

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، تېره ورځ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ''۲۸ وسله وال وژل شوي او ۳۲ تنه یې نیول شوي او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته تښتېدلي دي.'' د طالبانو حکومت په خبره دغه وسله وال له "پاکستانه" افغانستان ته راغلي وو.

  • ارشیف تصویر

    بلخ کې د "خاتم الأنبیاء پروژې ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي" وبلل شوه

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت وايي، په بلخ کې د 'خاتم الانبیاء پروژې' په نامه ۶۰۰ جریبه ځمکه "امارتي'' ملکیت دی. د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''په شمال زون کې د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو څېړلو ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه، چې دغه ټوله ځمکه د امارت ملکیت دی.'' د ځمکې هغه ټوټه، چې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت په اعلامیه کې ''امارتي'' بلل شوې، د بلخ مرکز مزار شریف ښار د دولسمې ناحیې اړوند قلعه قل محمد په سیمه کې موقعیت لري.

  • ټرمپ

    ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ، تهران د امریکا رسمي ځواب ته انتظار کوي

    ایران وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوداګریزو بېړیو پر مخ د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز تر ردولو وروسته به تهران د امریکایي مرکچیانو رسمي ځواب ته انتظار وکړي.

  • ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګی برید

    ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید؛ ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي

    د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي ډېره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو د ځايي امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې دغه برید درازنده او مغل کوټ سیمو ته نږدې د 'امن مېلې' په نوم پر پلټونکې پوسته او د ګمرک په اداره شوې دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي