په غزه کې باډیوي 'پتنګان': اسرائیل خبرداری ورکوي، حماس وايي دا لوبې دي

یو فلسطیني بې‌ځایه شوی ماشوم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۱۳مه د غزې ښار کې د خپلې کورنۍ له خېمې بهر پتنګ الوزوي.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، یو فلسطیني بې‌ځایه شوی ماشوم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۱۳مه د غزې ښار کې د خپلې کورنۍ له خېمې بهر پتنګ الوزوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

اسرائیل حماس ته خبرداری ورکړی چې له غزې د باډیوي (پتنګانو)، بې‌پیلوټه الوتکو او بالونونو د الوځولو د اندېښنو له امله به پر غزې خپل بریدونه ډېر کړي.

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د اونۍ په پای کې د غزې پولې ته څېرمه په یوه اسرائیلي سیمه کې څو باډیوي موندل شوي دي.

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتس د دوشنبې په ورځ وویل: "د دې پدیدې د پای ته رسولو لپاره به سخت اقدامات ترسره شي."

د جګړې له پیل مخکې، له سوځوونکو موادو سره تړل شوي پتنګان او بالونونه اسرائیل ته الوځول کېدل، چې له امله یې داسې اورونه لګېدل چې ځنګلونه او کرنیزې ځمکې یې سوځولې.

حماس د دغو نویو پتنګانو مسؤولیت رد کړی دی. په دغو پتنګانو کې چاودېدونکي توکي نه وو او حماس ویلي چې دا د "هغو ماشومانو لوبې دي چې د ویجاړیو په منځ کې د خپل معصوم ماشومتوب په لټه کې دي."

دې ډلې اسرائیل هم تورن کړی چې له پتنګانو د "پلمې" په توګه کار اخلي، چې په غزه کې هوايي بریدونو ته دوام ورکړي، سره له دې چې په تېره اکتوبر میاشت کې د اوربند تړون شوی و.

د جمعې او شنبې په ورځو کې د ناحال عوز په کیبوتز کې څلور پتنګان وموندل شول. دغه سیمه د غزې له پولې شاوخوا ۸۰۰ متره (۲،۶۲۰ فوټه) واټن لري. د ځايي رسنیو په وینا، تېره اونۍ د اسرائیل په سوېلي برخو کې په نورو ځایونو کې هم څو پتنګان موندل شوي وو.

یو ماشوم د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۳مه د غزې ښار په یوه لنډمهاله بې‌ځایه شویو خلکو په کمپ کې پتنګ الوزوي.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، یو ماشوم د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۳مه د غزې ښار په یوه لنډمهاله بې‌ځایه شویو خلکو په کمپ کې پتنګ الوزوي.

اسرائیلي رسنیو د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هغوی باور لري حماس د دغو پتنګانو تر شا ده او ښايي موخه یې دا وه چې د اسرائیلو غبرګون وازمويي.

اسرائیلي پوځ ویلي چې پر پتنګانو هېڅ ډول مشکوک مواد نه وو تړل شوي او هغوی کوم ګواښ نه رامنځته کاوه.

خو کاتس خبرداری ورکړ چې په دې اړه به "صفر زغم" موجود وي. هغه وویل: «له یوه بالون سره د پتنګ په څېر چلن کېږي او له پتنګ سره د بې‌پیلوټه الوتکې په څېر چلن کېږي، که چاودېدونکي مواد ولري او که نه."

د ناحال عوز اوسېدونکو په یوه بیان کې ویلي چې دوی د سوځوونکو پتنګانو او بالونونو له بېرته راګرځېدو وېره لري. هغوی زیاته کړې: "کله چې زموږ د امنیت خبره وي، موږ به د مهارولو سیاست ونه منو."

حماس د اسرائیلو د "ادعاوو او ګواښونو له خطر"خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه پتنګان "په اصل کې د بې‌ځایه شویو خلکو په کمپونو کې د ماشومانو لوبې دي."

د دې ډلې یوه ویاند زیاته کړه: "دغه ګواښونه پر جوړو شوو پلمو ولاړ دي او زموږ پر خلکو د یرغل او سرغړونو د دوام د توجیه کولو هڅه ده."

د یکشنبې په ورځ فلسطیني روغتیايي چارواکو وویل چې د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات د کډوالو پر کمپ او د الزوایده پر ښارګوټي د اسرائیلو په دوو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د ځايي رسنیو په وینا، څلور کلن ماشوم، محمد طه، هغه مهال ووژل شو چې د الزوایده په سیمه کې، د المغازي د کډوالو کمپ په شمال کې، یو ودانۍ بمبار شوه.

اسرائیلي سرتېري د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۲۳مه د اسرائیلو په سوېل کې، غزې تړانګې ته څېرمه د نیر عام کیبوتز ته نژدې په یوه کرونده کې له هغه اور سره مبارزه کوي چې د راپورونو له مخې د غزې له تړانګې د الوځول شوو سوځوونکو پتنګانو له امله لګېدلی و.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، اسرائیلي سرتېري د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۲۳مه د اسرائیلو په سوېل کې، غزې تړانګې ته څېرمه د نیر عام کیبوتز ته نژدې په یوه کرونده کې له هغه اور سره مبارزه کوي چې د راپورونو له مخې د غزې له تړانګې د الوځول شوو سوځوونکو پتنګانو له امله لګېدلی و.

اسرائیلي پوځ ویلي چې د المغازي په سیمه کې یې د حماس د وسلو جوړولو د یوه مرکز قوماندان وژلی دی. پوځ نوموړی اسماعیل ابو فول بللی او ویلي یې دي چې له دې مخکې یې اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو خبرداری ورکړی و.

ابو احمد، یو بې‌ځایه شوی سړی چې نږدې یې پناه اخیستې وه، رویټرز خبري اژانس ته وویل: "اوربند نشته، هېڅ شی نشته. موږ حللارې غواړو، موږ غواړو په سوله کې ژوند وکړو."

د دوشنبې په ورځ فلسطیني رسنیو راپور ورکړ چې محمد ابو اسعد نومی یو کس د شپې له خوا د غزې په مرکزي ښار دیرالبلح کې پر یوې خېمې د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی.

اسرائیلي پوځ ویلي چې ابو اسعد د حماس د پوځي څانګې د نخبه ځواکونو غړی و او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسرائیل پر سوېل د حماس په مشرۍ په برید کې یې برخه اخیستې وه.

اسرائیلي پوځ پر غزې د پولې پورې غاړې د برید په ځواب کې پوځي عملیات پیل کړل. په هغه برید کې شاوخوا ۱،۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل ونیول شول.

د غزې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۷۴،۴۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي، چې له دې ډلې ۱،۲۸۸ کسان د اوربند له پلي کېدو وروسته وژل شوي دي.