د جګړې له پیل راهیسې د امریکا بریدونو کې د ایران له ۵۰‌‌ ډېرې پوځي‌ اډې زیانمنې شوې

پر یران د اسرائيل او امریکا بریدونو درنه مرګژوبله هم اړولې ده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د جګړې له پیل راهیسې، د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ایران له پنځوسو څخه ډېرې پوځي اډې زیانمنې شوې دي.

دغو اډو ته د اوښتي زیان د کچې اټکل ګران دی، ځکه د جګړې په اوږدو کې امریکا هڅه وکړه چې د سیمې د سپوږمکۍ پوښښ محدود کړي.

دا انځورونه چې د بي بي سي د حقیقت موندنې (وریفای) څانګې له خوا څېړل شوي، ښيي چې له دولسو په ډېرو ځایونو کې ځغاستلیکې او الوتکې هم په نښه شوې دي.‌

دا داسې کار و، چې د کارپوهانو په وینا له امریکا سره یې مرسته وکړه چې د ایران د هوايي حریم بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

امریکايي چارواکي وايي، د فبرورۍ په اته ویشتمه د نښتې له پیل راهیسې، دوی په ټول ایران کې له ۱۳ زرو ډېر هدفونه په نښه کړي دي.

که څه هم د ښکېلو خواوو ترمنځ له لنډمهالي اوربنده یوه میاشت تېرېږي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې ایران یې په پوځي ډګر کې مات کړی دی.

بي بي سي د پلینټ شرکت د پخوانیو انځورونو او همدارنګه د نورو نړیوالو ادارو د انځورونو په کارولو سره، په ټول ایران کې ۵۱ پوځي مرکزونو ته اوښتی زیان ثبت کړی چې هوايي اډې، سمندري تاسیسات او د سپاه پاسداران اړوند تاسیسات په کې شامل دي.

د بېلګې په توګه، د مارچ د اومې په بریدونو کې د مهراباد نړیوالې هوايي اډې په پوځي برخه کې لږ تر لږه ۱۷ الوتکې ویجاړې شوې او په اپریل میاشت کې د شیراز په هوايي اډه کې ۱۳ الوتکې په نښه شوې دي.

دا انځورونه دغه راز د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ مرکز او همدارنګه د تهران په ختیځه څنډه کې د دغو ځواکونو عمومي قومانداني ته د اوښتي پراخ زیان ښکارندویي کوي.

دا تحلیل احتمالاً یوازې د زیانونو د یوې برخې ارزونه ده، ځکه چې د ایران ډېری تاسیسات محرمانه ماهیت لري.‌

د جېنز خصوصي استخباراتي شرکت د اټکل له مخې، په ایران کې په ټولیزه توګه د پوځي او پاسداران ځواکونو اړوند ۱۹۷ اډې شته.

ایران کې پر دیوال شاهد ډرون رسم دي او دوه ښځې او یو سړی یې له مخې تېرېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

کارپوهانو د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې ته ویلي، تهران د دوی پر سمندري او هوايي ځواکونو د دغو خورا درنو او پرله پسې ګوزارونو سره سره په سیمه کې امریکا او د هغه متحدانو ته د زیان اړولو وړتیا لري.

د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې لخوا د څېړل شویو انځورونو ځینې یې ښيي چې تهران له دغه نازک اوربند څخه په ځینو مهمو توغندیزو اډو کې د تونلونو د ورودي لارو د ترمیم لپاره ګټه اخیستې ده.

د دغو انځورونو پر بنسټ، د تبریز د توغندیزې اډې سړکونه له کنډوکپرو پاک کړل شوي او هغه تونلونه چې د امریکا او اسراییل په بریدونو کې زیانمن شوي وو، ظاهراً بیا کیندل شوي دي.

 د ایران لخوا پر اسرائيل د یوه توغول شوي‌ توغندي پاتې شوني ښکاري چې په لویدیزه غاړه کې لګېدلی دی - شا ته یې سړی تېرېږي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایران لخوا پر اسرائيل د یوه توغول شوي‌ توغندي پاتې شوني ښکاري چې په لویدیزه غاړه کې لګېدلی دی

پر پوځي اډو سربېره، په ایران کې ډېرې ملکي ودانۍ هم په نښه شوې دي چې په امریکا کې د مېشتو بشري حقونو د فعالانو د خبري اژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه له یو زر ۷۰۰ څخه ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې دا هم موندلې چې تهران د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د امریکا لږ تر لږه ۲۰ پوځي اډو ته زیان اړولی چې په اتو هېوادونو کې له کوربه هېوادونو سره د ګډو تاسیساتو په نښه کول هم په کې شامل دي.

د هوايي دفاع پرمختللو سیسټمونو، د تېلو لېږدونکو الوتکو او د رادار سیستمونو ته د اوښتي مالي زیان کچه سلګونه میلیون ډالرو ته رسېږي.