ټرمپ وايي، امریکا به نن بیا پر ایران 'سخت' ګوزار وکړي

ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

له هغه وروسته چې دواړو لوریو تېره شپه پر یو بل بریدونه وکړل، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا به پر چهارشنبه پر ایران ''سخت برید'' وکړي.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

''موږ پرون پر هغوی سخت ګوزارونه وکړل او نن به بیا هم پرې سخت ګوزارونه وکړو.'' هغه یو ځل بیا له ایرانه وغوښتل چې ''یوه هوکړه لاسلیک کړي''.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ټرمپ له څرګندونو وروسته پر ایکس پاڼه یوه پیغام کې وویل چې ایران به ''د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې ټینګ ودریږي''.

امریکا پر سې شنبه له هغه وروسته پر ایران بریدونه وکړل، چې ولسمشر ټرمپ وویل، ایران د امریکايي پوځ یوه چورلکه راغورځولې ده.

د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي، دوی په سیمه کې د امریکا پر اډو بریدونو سره ځواب ورکړی دی.

د چهارشنبې ورځې په لومړیو کې ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه یوه پیغام کې ولیکل: ''دوی د داسې یوه توافق لپاره ډېر وخت واخیست چې د دوی لپاره به ډېر ښه واى، اوس به یې بیه پرې کړي!!!''

نوموړي وویل، ایران له پوځي پلوه ''په بشپړ ډول مات شوی'' دی.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا تورنه کړه چې ''د متضادو پیغامونو، دریځونو او غوښتنو د پرلپسې بدلون، او تر ټولو ناوړه دا چې د اوربند د پرلپسې سرغړونو له لارې یې دا دیپلوماتیک بهیر زیانمن کړی دی''.

هغه زیاته کړه، ایران د وضعیت بیا ارزونې ته اړتیا درلوده او زیاته یې کړه چې هر ډول دیپلوماتیک بهیر لږ تر لږه ثبات ته اړتیا لري.

په عمان سمندر کې پر یوې بېړۍ د امریکايي ځواکونو برید

سینټکام دغه تصویر خپور کړی، چې په وینا یې د بېړۍ پر ماشین خونې د برید پر مهال اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، Centcom

د عکس تشریح، سینټکام دغه تصویر خپور کړی، چې په وینا یې د بېړۍ پر ماشین خونې د برید پر مهال اخیستل شوی.

بل لور د چهارشنبې پر ورځ د امریکا پوځ وویل، عمان خلیج کې یې پر یوه نفت‌ وړونکي بېړۍ برید کړی چې ''له روان بندیزه یې سرغړونه کړې وه او هڅه یې کوله چې له ایرانه نفت ولېږدوي''.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، امریکایي ځواکونو په عمان سمندر کې د دې بېړۍ پر ماشین خونې له ډزو وروسته بېړۍ غیر فعاله کړه.

هند حکومت ویلي، د عمان سمندرغاړو ترڅنګ په 'سیټېبیلو' بېړۍ له برید وروسته درې هندي ماڼوګان ورک دي او د عملې ۲۱ نور کسان ژغورل شوي دي.

له هغه وروسته، چې هرمز تنګی د ایران له لوري په بشپړه توګه وتړل شو، امریکا د ایران بندرونه کلابند کړي دي. دا اقدام د امریکا او اسرائیلو لخوا په فبرورۍ کې پر تهران د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.

سیټېبیلو اتمه بېړۍ ده چې امریکايي ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

د امریکا مرکزي قوماندې چارواکي وايي، د سې شنبې پر ورځ د امریکا بریدونو کې د ایران دفاعي سیستمونه، ځمکني کنټرول مرکزونه او د هرمز تنګې ته نږدې راداري مرکزونه په نښه شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو بیا وویل، د امریکا بریدونو په سیمه کې د اوبو دوه زېرمتونونه ويشتلي، چې له امله یې د سویلي بندري ښار سیریک زرګونه خلک د ۱۲ ساعتونو لپاره د څښاک له اوبو بې برخې شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، دوی د سیمې پر امریکایي پوځي اډو بریدونو کې ۲۱ هدفونه ویشتلي، چې یو یې په بحرین او بل یې په اردن کې و. بل لور د کویت پوځ ویلي، دوی هم یو برید شنډ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې پر ورځ د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې په منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران لخوا توغول شوي نژدې ټول توغندي او ډرونونه شنډ کړل شوي او د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.