BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • لاریون

    د عمران خان د پلویانو لاریون: د خیبر پښتونخوا والي وايي، له اټک وړاندې به ونه رسېږي

    له زندانه د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د خوشي کېدو له غوښتنې سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاریون د کرک سیمې له لارې تېر شو. لاریون کوونکي تېره شپه د کوهاټ لاچي سیمې ته ورسېدل او همالته یې شپه تېره کړه. دا لاریون په یکشنبه په لکي مروت سیمه کې پیل شوی و. تر اوسه د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره شوې چې له پېښور وروسته به د لاریون لوری کومې خوا ته وي.

  • د طالبانو د حکومت ویاند

    ذبیح الله مجاهد: د نړیوالې جنایي محکمې پرېکړه نه منو

    نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) د نیونې هغو امرونو په اړه نور جزئیات خپاره کړي چې تېر کال یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو حکومت سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني پر ضد صادر کړي وو. د دغو امرونو بشپړ متن تر اوسه پورې محرم یا پټ ساتل شوی و، خو د دوشنبې په ورځ (۱۳ تله) دې نړیوالې محکمې د هغو قاضیانو موندنې خپرې کړې چې یاد حکمونه یې صادر کړي وو. بل لور په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې د دغې پرېکړې په غبرګون کې دا اقدام غندلی او لیکلي یې دي چې دوی ''نړیواله جنايي محکمه'' په رسمیت نه پېژني او دریځونو ته یې ارزښت نه ورکوي.

  • یوه مېرمن د لیکلو حال کې

    څنګه پوهېږو چې یو متن انسان لیکلی که مصنوعي ځیرکتیا؟

    تاسو انټرنيټ لټوئ، نو پام مو یوې لیکنې یا کوم متن ته اوړي او هغه لولئ. خو کله مو فکر کړی چې د دغه متن اصلي لیکوال څوک دی؟ انسان دی که روباټ؟

  • بنون سیوان

    د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بنون سیوان مړ شو

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی مرستیال او تجربه لرونکی ډېپلومات بنون سیوان د ۸۹ کلنو په عمر په قبرس کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوې نږدې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې ښاغلي سیوان تېره شپه (دوشنبه، تله ۱۳/اکتوبر ۵) د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې په خپل کور کې ساه ورکړه.

  • پياز - ښځه او ماشوم یې

    پر تلو د خام پیاز ایښودل رښتیا ګټه لري؟

    "که زکام یاست، نو یوازې دې ته اړتیا لرئ چې پیاز پرې او د شپې له مخې یې په جرابو کې پر تلو کېږدئ." دا د یوې داسې ښځې ادعا ده چې د خپلې لور د ناروغۍ علایم بیانوي او په لاس کې سور پیاز نیولی دی. پر ټیک ټاک د دې مور دا خپره شوې ویډیو د خامو پیازو د بېلابېلو درملیزو ګټو په تړاو د ادعاوو یوه بېلګه ده، داسې ادعاوې چې وخت ناوخت پر ټولنیزو رسنیو مخ ته راځي.

  • د افغان کډوالو کمپ په افغانستان کې

    استوګنځیو نړيواله ورځ؛ افغان ستانه شوي کډوال د سرپناه له ستونزو سرټکوي

    په افغانستان کې چې له وړاندې هم په کې د مناسب استوګنځي لرل خلکو ته یوه جدي ننګونه وه په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو له بېرته ستنېدو سره د ملګرو ملتونو په وینا دا مسئله څو برابره ډېره شوې ده. ملګرو ملتونو د استوګنځیو پر نړیواله ورځ ټینګار کړی چې افغانستان کې د مناسبو استوګنځیو برابرول ډېره بېړنۍ او ژوند ژغورونکې چاره ده. د کمال الدين په نامه یو افغان چې څه موده وړاندې د پاکستان له پنجاب ایالته افغانستان ته ستون شوی وایي دی او ګڼ نور کډوال د سرپناه له ستونزو سره مخامخ دي.

  • امیر خان متقي

    "پاکستان د افغانستان ثبات له منځه وړلو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونه وسله وال راټول کړي"

    د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې به په افغانستان او د دغه هېواد شاوخوا د روان وضعیت په اړه خبرې وشي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانې شخړې موضوع هم پکې شامله ده.

  • د یکشنبې په ورځ نژدې ۵۰۰۰ کسان سړکونو ته راووتل چې د خان د تحریک انصاف ګوند سور او شین بیرغونه یې په لاسونو کې وو.

    د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د پاکستان پلازمېنې پر لور لاریون کوي

    د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان زرګونه پلويان د هغه د خوشي کېدو غوښتنې لپاره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور 'اوږد لاريون' کوي. د ۷۳ کلن عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي. د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د زندان چارواکو د لازم اقدام نه کولو له امله هغه د خپلې ښۍ سترګې ډېره برخه ليد له لاسه ورکړی دی. دغه پخواني کرېکټ لوبغاړی او سیاستوال ته، چې له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی، تېر کال د اداري فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا واورول شوه. عمران خان تل ویلي چې د ده پر ضد "ټولې قضیې سیاسي انګېزه" لري.

  • په دې کې ښکاري چې هګۍ په یوه کاسه کې اچول شوې او کاشقې باندې د هګۍ ژېړ اخیستل شوی دی.

    د هګۍ ژېړ د زړه حملې خطر ډېروي او که نه او د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟

    هګۍ ته په ټوله نړۍ کې بدن او روغتیا ته د ګټورو خوړو په سترګه کتل کېږي خو بیا یې هم په اړه له خلکو سره بېلابېلې پوښتنې او اندېښنې شته. لکه: د چرګې هګۍ خو به د وینې غوړ یا کولېسټرول نه ډېروي؟ د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟ د کورنیو چرګو هګۍ ښې دي او که د فارمي؟ پخه هګۍ ښه ده او که اومه؟ که سپين یې وخورو او ژېړ یې پرېږدو نو بیا...؟

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ریښتیا هم د هګۍ ژېړ د زړه حملې خطر ډېروي؟
  • Keyframe #1
  • دوه عکسونه يو ځای شوي چې يوه کې پوتین او بل کې افغان طالبان دي.
  • کرېکټ
  • مالګه
  • د پښو پر تلو د پیازو ایښودل
  • اوږده نڅا
  • لاشخور 'کرګس' مرغه
  • Keyframe #1
  • رسیل
  • د ۴۰۶ منډو هدف او پینځه سلیزې، د یوې کمسارې یو ورځنۍ کرېکټ لوبې کیسه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي