BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د ایران د جنوبي بندرونو کلابندي پیل شوه
د راپورونو له مخې د امریکا بحري ځواکونو د ایران ټول جنوبي بندرونه کلابند کړي دي. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي دا ګام د ډونالډټرمپ په امر اخیستل شوی دی چې ترمخه به یې دې بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ مخه نیسي. اخوا تهران خبرداری ورکړی دی چې " د دوی بندرونو ته ګواښ له امله به سیمه کې یو بندر هم خوندي نه پاتې کېږي".
مهم خبرونه
اسټرالیا په لومړي ځل یوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې، چې افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې
اسټرالیا ډګر جنراله سوزان کوېل د خپلو دفاعي ځواکونو مشره ټاکلې ده. دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د خپل پوځ مشري یوې ښځې ته سپاري. اغلې کوېل اوسمهال د اسټرالیا د نظامي ځواکونو د وړتیاو لوړونې د یوې روزنیزې، لوژيستیکي او د معلوماتي عملیاتو څانګې (جېسيجي) مشره ده او په افغانستان کې یې هم له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ د خپل هېواد د بېلابېلو پوځي ټولیو قومنده په غاړه لرله.
افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو
دې څلور ورخني ملي کمپاین لړ کې چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په ملاتړ ترسره کیږي، شاوخوا ۱۲ میلیونه او شپږ سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کیږي په بامیانو او دایکنډي کې د سړې هوا او د ختیځ نورستان په دوو ولسوالیو برګمټال او کامدېش کې دلارې بندېدو له امله دا کمپاین نه دی پیل شوی.
د کاتولیکه کلیسا مشر: له ټرمپ 'هېڅ وېره' نه لرم
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د ایران جګړې په تړاو د کاتولیکه کلیسا د مشر پاپ لیو پر دریځ سخت او غیر عادي لفظي برید وکړ، پاپ وویل، د ټرمپ له ادارې "هېڅ وېره نه لري" او د جګړې پر ضدې به خپل غږ پورته کوي.
خيبر پښتونخوا کې د پولیو ټیم پر امنیت ساتونکو برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي
د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ (ضلع) کې د پولیسو په هغه موټر برید شوی چې د پولیو د واکسین ډلې د امنیت لپاره روان و. په برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي. نن په ټول پاکستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړنۍ ورځ ده، دا کمپاین به د اپریل تر ۱۹ نېټې دوام کوي. په روان کال کې دا لومړی ځل دی چې د پولیو د کارکوونکو خوندیتوب لپار په ګومارل شوو پولیسو باندې برید کېږي.
د ټرمپ لخوا د هرمز تنګي د بندولو ګواښونو وروسته د تېلو بیې بیا لوړې شوې
وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د ایران د بندرونو د بندولو امر وکړ، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د تېلو د هر بېرل بیه له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده. د برنټ خامو تېلو بیه اووه سلنه لوړه شوې او ۱۰۲ اعشاریه ۷ ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې د لوېدیځ ټېکزاس انټرمیډې تېلو بیه اته اعشاریه اووه سلنه لوړه شوې او ۱۰۴ اعشاریه ۹۴ ته رسېدلې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې
د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































