ایران کې د علي خامنه‌اي د جنازې او وداع مراسم پیل شول

د ویډیو تشریح، د ایران پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌اي د جنازې مراسمو پیلېدل
    • Author, تابې ولسون
    • Author, مسعود اذر
    • دنده, بي بي سي فارسي څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

ایران کې د دې هېواد پخواني مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي څو ورځنی ملي ماتم او د جنازې مراسم پیل شوي دي. نوموړی تر هغه څه باندې څلور میاشتې وروسته خاورو ته سپارل کېږي چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوی و.

د پخواني ایت‌الله مړی دا مهال د تهران په لوی مصلی کې د خلکو د وروستي درناوي لپاره ایښودل شوی او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

ایراني چارواکو ویلي چې تمه ده د جنازې په مراسمو کې له ۱۲ تر ۲۰ میلیونو پورې کسان ګډون وکړي. چارواکي دغه مراسم د ''پېړۍ جنازه'' بولي.

دغه مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې ایران او متحده ایالات د جون په میاشت کې د خپلمنځي شخړې د درولو لپاره د لومړني تفاهم له لاسلیک وروسته یو نازک اوربند مراعاتوي.

Women react near the coffins of Iran's late Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei and his family members.

د عکس سرچینه، Reuters

ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د ایت‌الله علي خامنه‌اي تابوت، چې د ایران اسلامي جمهوريت د بیرغ په رنګونو پوښل شوی و، د جمعې په ورځ د تهران په لوی مصلی کې د خلکو لخوا لېږدول کېده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم له هغو کسانو و چې د تابوت تر ایښودل کېدو وروسته یې مذهبي مشر ته درناوی وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول لوبولی، د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتري مېدویدیف او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په مراسمو کې حاضر وو.

د جنازې او ماتم شپږ ورځني مراسم به د شنبې په ورځ د سهار په ۶:۰۰ بجو د تهران په امام خمیني مصلی کې پیل شي. خلک به وکولای شي د یکشنبې تر ماسپښین پورې هلته د درناوي لپاره ورشي.

په تهران کې به د شنبې په ورځ رسمي جنازه هم ترسره شي، چې د انتظام چارې یې د تهران ''محمد رسول‌ الله'' قول اردو کوي.

د دې ځواک قوماندان حسن حسنز‌اده ویلي چې د خامنه‌اي تابوت به پر یوه لوړ دریځ کېښودل شي او د خلکو تګ او راتګ به داسې تنظیم شي چې لیدونکي وکولای شي په ۱۵ تر ۲۰ دقیقو کې دننه او بهر شي.

ټاکل شوې ده چې د خامنه‌اي مړی د درېیو ورځو لپاره په لوی مصلی کې ایښی وي. د هغه ترڅنګ به د کورنۍ د هغو غړو تابوتونه هم کېښودل شي چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي وو.

The coffins of former Supreme Leader, Ayatollah Ali Khamenei and his family members, including his 1-year-old granddaughter Zahra Mohammadi Golpayegani who is pictured

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د آیت‌الله علي خامنه‌اي او د هغه د کورنۍ د غړو تابوتونه، چې د هغه د یو کلنې لمسۍ، زهرا محمدي ګلپایګاني، تابوت هم پکې شامل دی؛ نوموړې په انځور کې ښکاري.

چارواکو امر کړی چې په تهران کې به له شنبې تر دوشنبې پورې ټول دولتي او خصوصي دفترونه وتړل شي. د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د راپور له مخې، د ترافيکي محدوديتونو له امله به د ښار د مرکزي برخې ډېری لارې د شخصي موټرو پر مخ وتړل شي.

د تهران هوايي حریم د جمعې په ورځ په جزوي ډول تړل شوی و، او ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په بشپړ ډول وتړل شي.

د سې شنبې په ورځ به د جنازې او ماتم مراسم د تهران سوېل ته د قم ښار ته ولېږدول شي. هلته به یو لوړپوړی شیعه دیني عالم د جمکران په جومات کې د جنازې لمونځ ادا کړي. جمکران د ایران له تر ټولو مهمو او سمبولیکو مذهبي ځایونو څخه شمېرل کېږي.

About 50 members of the Basij paramilitary on their knees with their hands on their chests in respect of the late Ayatollah Ali Khamenei

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بسیج د نیمه‌ پوځي ځواکونو غړي د نړیوالو پلاويو درناوي مراسمو سره هممهاله راټول شوي

له هغه وروسته به د ایت‌الله علي خامنه‌اي مړی د چهارشنبې په ورځ د عراق نجف ښار ته ولېږدول شي. هلته به د شیعه ګانو د لومړي امام حضرت علي د زیارت په انګړ کې د جنازې ځانګړي مراسم او لاریون ترسره شي.

ورپسې به مراسم د کربلا ښار ته وغځېږي او له هغو وروسته به مړی بېرته ایران ته ولېږدول شي.

ایراني چارواکي وايي چې په عراق کې د دغو مراسمو ترسره کېدل د عراقي ډلو او بنسټونو په غوښتنه تنظیم شوي دي. ځینې شنونکي دا چاره په شیعه اسلامي نړۍ کې د خامنه‌اي د نفوذ او دغه راز په سیمه کې د ایران د مذهبي او سیاسي اړیکو نښه بولي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بغداد ته سفر کړی و چې د مراسمو د تنظیم او همغږۍ چارې تعقیب کړي. هغه ویلي چې دغه جنازه ''سمبولیک اهمیت'' لري.

ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ ایت‌الله علي خامنه‌اي د خپل زوکړې په ښار، مشهد کې، د امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شي. دا زیارت د شیعه اسلام د اتم امام زیارت او د ایران تر ټولو مهم مذهبي زیارت بلل کېږي، چې هر کال میلیونونه زائرین ترې لیدنه کوي.

له تدفین وروسته به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ماتم او یادغونډو مراسم د ۴۰ ورځو لپاره دوام وکړي، او د خامنه‌اي د تدفین تر لومړۍ کلیزې پورې به د هغه د یاد په مناسبت بیلابیل مراسم ترسره شي.

Four men preparing bread in a cooling area

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رضاکاران د امام خمیني لوی مصلي ترڅنګ د ډوډۍ چمتو کولو په چارو بوخت دي

مجتبی خامنه‌اي د خپل پلار ایت‌الله علي خامنه‌اي ځایناستی شو، خو نوموړی له هغه راهیسې چې مذهبي مشر ټاکل شوی، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

د جنازې د مراسمو په اړه یو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا مجتبی خامنه‌اي به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او که نه.

تېره اوونۍ د مراسمو د تنظیم کمېټې منشي، علي‌اکبر پورجمشیدیان، ویلي وو چې د مجتبی خامنه‌اي د ګډون په هکله هر ډول پرېکړه به د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قوماندان او د مذهبي مشر د دفترونو لخوا اعلان شي.

دغه راز دا پوښتنه هم لا نه ده روښانه شوې چې د جنازې لمونځ به څوک ادا کوي، ځکه چې په شیعه دود کې د جنازې د لمانځه امامت نه یوازې مذهبي، بلکې سیاسي اهمیت هم لري.