BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, صدا و سيما: ایران د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري
د ایران دولتي نشراتي ادارې صدا و سیما راپور ورکړی چې دا مهال له پاکستان سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري. د راپور له مخې، ایراني سرچینو ویلي چې "د امریکا ډېرې غوښتنې، معقولې نه دي او د امریکایي لوري په دریځونو کې پرله پسې بدلونونه د خبرو اترو پرمختګ کې خنډ جوړ کړی دی." دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو، د هغه استازي به د دوشنبې په ماښام له ایران سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران د امریکا وړاندیز ونه مني، د دوی ټول د انرژۍ مرکزونه او پلونه به ویجاړ کړي.
مهم خبرونه
پاپ لیو: د 'ظالمانو' کلیمه مې د ټرمپ لپاره نه وه کارولې
د کاتولیکې کلیسا مذهبي مشر پاپ لیو د تېرې اوونۍ په پيل کې په یوه وینا کې نیوکه کړې وه چې ویلي وو "ظالمان" د میلیاردونو ډالرو په لګښت جګړې کوي. خو وايي د "ظالمانو" کلیمه یې له ټرمپ سره د بحث لپاره نه وه کارولې. ده وویل، دا څرګندونې دوه اوونۍ مخکې لیکل شوې وې، یعنې "وړاندې تر هغه چې ولسمشر زما په اړه څه ویلي وو." ده الوتکه کې انګولا هېواد ته د سفر پر مهال وویل: خو بیا هم داسې وانګېرل شوه لکه ما چې غوښتل له ولسشمر سره بحث وکړم، او دا هغه څه دي چې زه ورسره هېڅ لېوالتیا نلرم."
د امریکا او ایران دویم پړاو خبرې: اسلام اباد کې په پراخه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړې ده چې ایران سره خبرو لپاره به امریکايي پلاوی سبا(دوشنبه) اسلام اباد ته رسیږي. تردې دمه په دې اړه ایران څه نه دي ویلي خو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې په دې اړه ترتیبات نیول کېږي.د ۲۰ افغانانو په ګډون له اویا زیات کسان د پلټنو لپاره اړونده تاڼو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر: 'د ټیټ ظرفیت له امله کلنۍ بودیجه نه مصرفیږي'
د روغتیا ولایتي رئیسانو څلورورځنۍ غونډې ته یې وینا ک کې دروغتیا وزیر له هغوی وغوښتل چې مهال وېش سره سم د بودجې لګولو لپاره خپل تدارکاتي پلانونه پر وخت چمتو کړی. افغانستان کې په ځانګړې توګه دلرې پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لري او د نړیوالو مرستو کمېدو سره دا ستونزه لا پراخه شوې دي. چارواکي وايي د دې غونډې هدف ی " د همغږۍ او وړتیا لوړولو" دي.
د اسټرالیا تر ټولو ویاړلي سرتېري افغانستان کې د خدمت پر مهال د"جنګي جنایتونو" تورونه رد کړل
سرتېري بن رابرټس سمېټ په ده افغانستان کې د ماموریت پرمهال د جنګي جنایتونو ټول لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي " افغانستان کې په خپل خدمت ویاړي"
پولیسو څنګه تر پنځو ساعتونو په اوبو کې پټ غل ونیو؟
پر غلا یو تورن چې تر پنځو ساعتونو د یوه جھیل په اوبو کې پټ و، اخر هم پولیسو ونیو. ده د نیلوفر ګل د تنې په وسیله ساه اخیستلو سره له پولیسو ځان تر اوبو لاندې پټ کړی و. پولیسو له ۴۰۰ د زیاتو غلاوو په تور د ده لټون کاوه. دغه تورن د اورګاډي په یو تمځای کې له یوې مېرمنې د لاسي بکس د تښتولو هڅه کوله چې پولیس پرې راغلل.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
چینايي شرکت 'په موټر کې دننه د تشناب' جوړولو امتیاز ترلاسه کړ، چې د غږ له لارې به کنټرولېږي
د چین د موټرو جوړولو شرکت سیریس ته د داسې ټکنالوژۍاختراع ثبت سند ورکړل شوی چې دوی یې "په موټر کې دننه تشناب" بولي. دا تشناب به د سپرلۍ تر څوکۍ لاندې اېښودل کېږي او د سفر پر مهال به د اړتیا مهال رابهر کېږي.
د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان را روان فلم ولې ځنډېدلی؟
ډېر کله د فلمونو مینهوال د اختر په مناسبت د هند د وتلي فلمي ستوري سلمان خان نوي فلم ته په تمه وي. د لوی اختر په ورځو شپو کې یې خپاره شوي فلمونه تر ډېره بریالي شوي هم دي. خو د ځينو نورو هندي لوبغاړو غوندې کله د ده ځينې فلمونه هم جنجالي شوي او ناندرۍ پرې راپورته شوې دي چې له کبله یې د فلم خپرېدل ځنډېدلي دي.
"هر څه د خدای په لاس کې دي": بيبيسي تهران ته سفر کې څه ولیدل؟
د ايران په شمال لوېديځ کې پر واورو د پوښلو غرونو څنډې ته په پرتو تراړو کې د بادامو د ولاړو ونو څانګو د پسرلي په راتګ سره غوټۍ نیولي دي. هممهاله له نازک اوربند سره پر لارو ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته ده او ګڼ شمېر ايرانيان بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي. په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله د تګ راتګ تالار کې حرکت ته منتظر وو، د پاخه منګ یوه ایراني بانکوال راته وویل: "ما له خپل زوی سره يوه مياشت په ترکيه کې تېره کړه." دلته وروستیو واورو هوا سړه کړې ده.
افغان پوهنتونونو کې شیعه مذهبه محصلان د ژمنلیک پر کومې خبرې نیوکه لري؟
افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له ټولو محصلانو غوښتي هغه ژمنلیک لاسلیک کړي چې ځینې برخې یې جنجالي شوې دي. دا ژمنلیک ۱۴ مادرې لري او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راپدې خوا د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې وېشل شوې دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































