د اسټرالیا تر ټولو ویاړلي سرتېري افغانستان کې د خدمت پر مهال د"جنګي جنایتونو" تورونه رد کړل

د استرالیا تر ټولو ویاړلی ژوندی سرتېری

د عکس سرچینه، Sam Mooy/The Sydney Morning Herald via Getty Images

    • Author, ټوبي وېلسن
    • دنده, سېډني، اسټرالیا
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اسټرالیا تر ټولو ویاړلي ژوندي سرتېري بن رابرټس سمېټ افغانستان کې د ماموریت پرمهال پر نوموړي د جنګي جنایتونو ټول لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي " افغانستان کې په خپل خدمت ویاړي".

د جمعې پر ورځ په ضمانت له خوشې کېدو وروسته خپلې لومړنۍ وینا کې بن رابرټس سمېت وویل " دا تورونه به د یوې موکې په توګه کاروي او هڅه به کوي چې له دې تورونو پاک راووځي".

تېره اونۍ اسټرالیا کې یوې محکمې دی افغانستان کې د ماموریت پرمهال په رسمي توګه په جنګي جنایت تورن کړی و.

هغه ویلي " په دې پوهېږي چې دا به یو سخت سفر وي خو زه کله هم په خپل ژوند کې له مقابلې نه یم تښتېدلی".

۴۷ کلن رابرټس سمېټ په دې تورن دی چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې بې وسلې بندي افغانان خپله وژلي یا یې هم نورو ته د هغوی د وژلو امر کړی دی.

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ‏(ایس ای ایس) دې پخواني افسر خبریالانو سره خبرو کې وویل " دا به ښه وی چې دې تورونو سره نه وم مخامخ شوی، خو اوس چې راباندې لګېدلي دي، زه یې د دې لپاره یو فرصت ګڼم، چې بلاخره باید له دې تورونو پاک راووځم".

ده زیاته کړه " زه په افغانستان کې پر خپل خدمت ویاړم، هلته د ماموریت پرمهال ما هر ګام د خپلو ارزښتونو په رڼا کې اخیستی دی. ما د خپلې روزنې او اصولو نه کله هم پښه نه ده اړولې".

ده وویل چې " نیول کېدل یې احساساتي او یوه غیراړینه شېبه وه".

افغانستان کې په جرمونو تورن دغه اسټرالیایي سرتېري له خپلې لنډې وینا وروسته د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

رابرټس سمېټ د اپریل په اومه نېټه د سېډني په هوايي ډګر کې نیول شوی و او د جمعې په ورځ په ضمانت پرېښودل شو.

د هغه د ضمانت پرمهال قاضي وویل دایوه "استثنايي" قضیه ده که چېرې دهغه ضمانت نه وای شوی، امکان یې درلود چې هغه به کلونه کلونه په توقیف کې پاتې کېدو.

په ۲۰۲۳ کال کې په یوه پرېکړه کې، محکمه دې پایلې ته رسېدلې وه چې د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی سرتېری او د "وېکټوریا کراس" مډال لرونکی، د څو بې‌ وسلې افغانانو په وژلو کې ښکېل و.

له هغه مهال راهیسې په لږ تر لږه پنځو وژنو کې رابرټس سمېت له تورونو سره مخ دی چې له ډلې یې د یو تن د وژنې له امله د جنګی جنایت پر یو تور، په شریکه دیوې بلې وژنې امر کولو له امله د جنګي جنایت پر بل تور، او د جنګي جنایت دریم تور پرې په وژنې کې مرستې کولو له امله لګول شوی دی.