BBC News, پښتو - کور پاڼه

.

د طالبانو حکومت: هرات کې پر ولسي وګړو نامعلومو وسله والو برید کې ۷ کسان وژلي او ‍‍۱۳ ټپیان دي

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي هرات کې پر ولسي وګړو د ناپېژاندو وسله والو برید کې شمېر کسان مړه او ژوبل شوي دي. بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي ۱۲ مړي روغتون ته وړل شوي.

مهم خبرونه

  • ایران - امریکا

    ژوندۍ پاڼه, قالیباف: امریکا سره د خبرو اترو پیلېدو لپاره د ایران دوه شرطونه لا نه دي عملي شوي

    د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "دوه اقدامه چې دواړو خواو پرې هوکړه کړې وه، نه دي عملي شوي. لبنان کې اوربند او د مذاکراتو له پیلېدو وړاندې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول. دغه دوه مسلې باید مخکې تر هغې چې خبرې اترې پیلېږي،‌ عملي شي." تر دې ورمخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس په دغو مذاکراتو کې د ګډون په موخه پاکستان ته د روانېدو‌ پر مهال خبرو اترو ته خوش‌بیني ښودلې وه.

  • په لیرو وروسته پاته ټولنو کې د ګڼو خلکو یوازینۍ هیله زیارتونه او روحاني درملګرو پورې تړلې ده.

    "زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"

    د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بي‌بي‌سي‌ سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.

  • میلانیا

    میلانیا ټرمپ له جیفري اپسټین سره اړیکې رد کړې او د قربانیانو د غږ اورېدو غوښتنه یې وکړه

    د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ له جیفري اپسټین سره هر ډول اړیکې رد کړې او په سپینه ماڼۍ کې یې خبریالانو ته وویل چې د دوی دواړو د تړاو په اړه هر ډول ادعاوې "باید همدا نن پای ته ومومي".

  • Etihad

    اتحاد هوايي شرکت د ابوظبي او کابل ترمنځ‌ ورځنۍ الوتنې پیلوي

    د متحده عربي امارات ملي هوايي شرکت اتحاد "ایرویز" اعلان کړی چې د ابوظبي او کابل ترمنځ خپلې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې، یعنې شل ورځې وروسته، ورځنیو الوتنو ته زیاتوي.

  • Close up image of an anonymous young girl wearing a white T shirt and colourful bead bracelets while using her smartphone outdoors, taken in Sydney in November.

    یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کم‌عمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي

    یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.

لنډې ویډیوګانې

  • وېنس
  • دمګر
  • لبنان
  • اټومي برید
  • غاده
  • ایران
  • Trump
  • کابل کې د ایسار سپي ژغورل
  • hdvhk
  • IRAN

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي