BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: استازي مې خبرو لپاره اسلاماباد ته ځي، که ایران هوکړه ونهکړي ټول پلونه او برېښناکوټونه به یې ونړول شي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ تروټ سوشیل لیکلي: "زما استازي د پاکستان اسلاماباد ته روان دي – سبا ماښام به هلته د خبرو اترو لپاره حاضر وي." نوموړي زیاته کړې: "موږ د یو ډېر عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوو او هیله لرم چې هغوی یې ومني، ځکه که ویې نه مني، متحد ایالتونه به په ایران کې هر یو برېښناکوټ او هر پل له منځه یوسي."
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر: 'د ټیټ ظرفیت له امله کلنۍ بودیجه نه مصرفیږي'
د روغتیا ولایتي رئیسانو څلورورځنۍ غونډې ته یې وینا ک کې دروغتیا وزیر له هغوی وغوښتل چې مهال وېش سره سم د بودجې لګولو لپاره خپل تدارکاتي پلانونه پر وخت چمتو کړی. افغانستان کې په ځانګړې توګه دلرې پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لري او د نړیوالو مرستو کمېدو سره دا ستونزه لا پراخه شوې دي. چارواکي وايي د دې غونډې هدف ی " د همغږۍ او وړتیا لوړولو" دي.
د اسټرالیا تر ټولو ویاړلي سرتېري افغانستان کې د خدمت پر مهال د"جنګي جنایتونو" تورونه رد کړل
سرتېري بن رابرټس سمېټ په ده افغانستان کې د ماموریت پرمهال د جنګي جنایتونو ټول لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي " افغانستان کې په خپل خدمت ویاړي"
پولیسو څنګه تر پنځو ساعتونو په اوبو کې پټ غل ونیو؟
پر غلا یو تورن چې تر پنځو ساعتونو د یوه جھیل په اوبو کې پټ و، اخر هم پولیسو ونیو. ده د نیلوفر ګل د تنې په وسیله ساه اخیستلو سره له پولیسو ځان تر اوبو لاندې پټ کړی و. پولیسو له ۴۰۰ د زیاتو غلاوو په تور د ده لټون کاوه. دغه تورن د اورګاډي په یو تمځای کې له یوې مېرمنې د لاسي بکس د تښتولو هڅه کوله چې پولیس پرې راغلل.
کيېف کې د ډزو او يرغمل نيونې پېښه کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي
پېښه د اوکرايين په جنوب کې د هولوسيوفسکی په سمه کې رامنځته شوې ده. د اوکرايين د کورنيو چارو وزير ايهور کلېمېنکو په وینا یوه ځايي اوسېدونکي پر سړک تلونکو پلیو خلکو ډزې کړې او وروسته یې یو شمېر نور هلته نژدې مارکېټ کې يرغمل کړي دي.
'سخته ده خپل کور پخپله نړوم خو خوشاله یم چې ښار ودانېږي'
د کابل په بېلابېلو برخو کې کورونه، هټۍ او ان هدیرې د لویو سړکونو د جوړولو لپاره نړول کېږي. پراخ سړکونه، پلونه او تر ځمکې لاندې لارې د پخوانیو تنګو او کنډوکپر کوڅو ځای نیسي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
چینايي شرکت 'په موټر کې دننه د تشناب' جوړولو امتیاز ترلاسه کړ، چې د غږ له لارې به کنټرولېږي
د چین د موټرو جوړولو شرکت سیریس ته د داسې ټکنالوژۍاختراع ثبت سند ورکړل شوی چې دوی یې "په موټر کې دننه تشناب" بولي. دا تشناب به د سپرلۍ تر څوکۍ لاندې اېښودل کېږي او د سفر پر مهال به د اړتیا مهال رابهر کېږي.
د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان را روان فلم ولې ځنډېدلی؟
ډېر کله د فلمونو مینهوال د اختر په مناسبت د هند د وتلي فلمي ستوري سلمان خان نوي فلم ته په تمه وي. د لوی اختر په ورځو شپو کې یې خپاره شوي فلمونه تر ډېره بریالي شوي هم دي. خو د ځينو نورو هندي لوبغاړو غوندې کله د ده ځينې فلمونه هم جنجالي شوي او ناندرۍ پرې راپورته شوې دي چې له کبله یې د فلم خپرېدل ځنډېدلي دي.
"هر څه د خدای په لاس کې دي": بيبيسي تهران ته سفر کې څه ولیدل؟
د ايران په شمال لوېديځ کې پر واورو د پوښلو غرونو څنډې ته په پرتو تراړو کې د بادامو د ولاړو ونو څانګو د پسرلي په راتګ سره غوټۍ نیولي دي. هممهاله له نازک اوربند سره پر لارو ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته ده او ګڼ شمېر ايرانيان بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي. په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله د تګ راتګ تالار کې حرکت ته منتظر وو، د پاخه منګ یوه ایراني بانکوال راته وویل: "ما له خپل زوی سره يوه مياشت په ترکيه کې تېره کړه." دلته وروستیو واورو هوا سړه کړې ده.
افغان پوهنتونونو کې شیعه مذهبه محصلان د ژمنلیک پر کومې خبرې نیوکه لري؟
افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له ټولو محصلانو غوښتي هغه ژمنلیک لاسلیک کړي چې ځینې برخې یې جنجالي شوې دي. دا ژمنلیک ۱۴ مادرې لري او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راپدې خوا د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې وېشل شوې دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































