BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
بدخشان کې چاودنه: د فیض اباد ښاروال وژل شوی
په بدخشان کې یوه ځايي چارواکي بيبيسي ته تائید کړې چې د فیض اباد ښاروال حبیبالرحمن منصور په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. د دغه چارواکي په وینا، نن پنجشنبه په ځايي وخت څه کم دوه بجې "چسپکي ماین" د هغه موټر ته کېښودل شوی چې په پایله کې یې خپله ښاروال وژل شوی او یوه بل همکار یې ټپي شوی دی. د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.
ملګري ملتونه: د طالبانو حکومت نجونې او ښځې له اساسي حقونو بې برخې کړې دي
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د طالبانو حکومت د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د افغانستان د وضعیت، پرمختګونو او د دوی د تګلارو په اړه اعلامیې خپرې کړې دي. په دې لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) په یوې نوې اعلامیه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو حکومت له راګرځېدو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د طالبانو حکومت باید پاینده ثبات، نړیوالې ښکېلتیا او د پانګونې جلبېدو لپاره ځیني مهم ګامونه پورته کړي.
بدخشان کې د طالبانو حکومت د 'ځانګړې قطعې' او جمعه خان فاتح د کسانو تر منځ نښته شوې
تېره ورځ د طالبانو د حکومت یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې په بدخشان ولایت کې د سیمهییز قوماندان جمعهخان فاتح د پلویانو او د طالبانو د استخباراتو ریاست د ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه د طالبانو یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د دغې سرچینې په وینا، چې نه غواړي نوم یې یاد شي، دا نښته د سې شنبې ورځې پر ماښام د بدخشان ولایت په نُسي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. سرچینې ادعا کړې چې په دې نښته کې د جمعهخان فاتح له پلویانو لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ایران د کرنې وزیر کابل ته تللی، پر څه خبرې کېږي؟
د ایران د کرنې وزیر ویلي، دې سفر کې د طالبانو حکومت له مشرانو سره لیدنې کتنې ولري. ښاغلي قزلجه وویل " موږ لېواله یو چې د کار، د توکو صاداراتو او خوړو خوندیتوب په برخو کې همکاري ولرو." ایراني وزیر په خپلو خبرو کې د طالبانو حکومت هغه دریځ چې پر ایران د امریکا د بریدونو پر مهال یې درلود وستایه او یو له هغو دلایلو یې وباله چې تهران یې له کابل سره راشه درشې او ښې ملګرتیا ته رامخې ته کړی دی.
ایران تر څه وخته جګړې ته دوام ورکولای شي؟
د ایران د جګړې له پیل څخه اووه میاشتې تېرې شوې دي. سره له دې، چې د دغه هېواد پر اقتصاد او بنسټیزو تاسیساتو ډېر سخت فشارونه راغلي، خو د دې نښې لا نه ښکاري چې ایران کې دې پرېکړه کوونکي د جګړې پای ته رسولو کې بیړه ولري. تهران ښايي غواړي وښيي، چې یوازې متحد ایالتونه د جګړې د بهیر او سرعت ټاکونکی نه شي کېدای.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د کابینې دوه غړي په هغه الوتکه کې پاتې شوي وو، چې ټرمپ په پټه لاره ترې وتلی و
د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې، تیره میاشت په ترکیه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پټ سفر پر مهال د هغه د کابینې دوه لوړپوړي غړي په هغه الوتکه کې پاتې شول چې د فریب ورکولو لپاره کارول کېده.
حامد کرزی: "له هېواده د نه وتلو پر پرېکړې خوښ یم"
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، پر دې خوښ دی چې په افغانستان کې اوسي او له هېواده نه دی وتلی. هغه دا خبرې له یوې ایټالیوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي. ښاغلی کرزی له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ژوند کوي. " کوم وضعیت کې چې زه یم، هغه ته له پام پرته، زه خوښ یم چې لا هم د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کولای شم." ښاغلي کرزي ویلي، اوس هم طالبانو "وروڼه" بولي، د نجونو د زدکړو مسله "سیاسي" نه ده او په خبره یې د طالبانو په حکومت کې داسې کسان شته چې په دې تړاو ورسره هم نظره دي.
په برېتانیا او اروپا کې میلیونونه خلکو د لمریز کسوف حیرانوونکې منظره ولیده
په ټوله برېتانیا او اروپا کې میلیونونو خلکو نن (اګست ۱۲مه) له ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو مهم لمریز کسوف ولید. د برېتانیا په ډېری سیمو کې سپوږمۍ د لمر له ۹۰سلنې زیاته برخه پټه کړې وه.
یونیسکو: د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې له دوو میلیونو ډېرې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي
د ملګرو ملتونو ښوونیز، روزنیز او کلتوري سازمان 'یونیسکو' ویلي، طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو راهیسې اټکل شوي ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدکړو منع کړې دي. دا اونۍ طالبان په داسې حال کې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه لمانځي چې ځینې هېوادونه له دغه حکومت سره خپلې اړیکې پراخوي، سره له دې چې د بشري حقونو د څارونکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۴ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۳ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۳ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۳ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































