د بریتانیا حکومت روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو نوی پلان جوړ کړی

A Boeing 767 aircraft at MoD Boscombe Down, near Salisbury

د عکس سرچینه، PA Media which is believed to be the plane set to

د برېتانیا حکومت ښایي روانډا ته د کډوالو د نه استولو په اړه د بشري حقونو اروپايي محکمې حکم د یوه نوي وړاندی له لارې رد کړي.

دغه پلان چې اوس پارلمان ته سپارل شوی، د بریتانیایي‌ وزیرانو ته اجازه ورکوي چې د اروپايي‌ محکمې حکم له پامه وغورځوي.

دا د بشري حقونو قانون کې د بدلونونو یوه برخه ده - د هغه څه معرفي کول چې وزیران وايي سخته قانوني ازموینه به وي.

منتقدان وایي دغه وړاندیز مغشوشوونکی دی، دوه حقوقو سطحې رامنځته کوي او وزیرانوته ډېر واک ورکوي.

خو د بریتانیا مرستیال لومړي وزیر دومېنېک راب ویلي د دوی لخوا دا وړاندې شوی وړاندیز پرته له دې چې د بشري حقونو قانون په بشپړ ډول پرېږدي، هغه کې شته ستونزې سموي.

ښاغلي راب د دغه پلان د وړاندې کولو پر مهال تائید کړه چې د بریتانیا حکومت به د بشري حقونو له اروپايي‌ کنوانسیون ونه وځي.

دغه کنوانسیون د قانوني خوندیتابه یوه مجموعه ده چې عامو خلکو ته اجازه ورکوي هغه څه وننګوي، چې دوی یې د حکومت نامناسب چلن بولي.‌

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د استولو لومړنۍ پلان شوې الوتنه د بشري‌ حقونو د اروپايي محکمې د مداخلې پایله کې لغوه کړه.

د ستراسبورګ محکمې چې له اروپايي‌ ټولنې سره هېڅ تړاو نه لري، داسې حکم صادر کړ چې دې الوتکې ته یې د یوه پناه غوښتونکي د پورته کولو مخه نیوه.

دا په داسې حال کې وه چې تر هغې وړاندې لندن کې قاضیانو ویلي وو چې دې پروسه کې به مداخله نه کېږي.

د سټراسبورک محکمې تر دې حکم وروسته د نورو پناه غوښتونکو په اړه هم ورته غوښتنې وشوې، چې پایله کې یې الوتنه لغوه شوه.

Judges at European Court of Human Rights during 2017 ruling

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا حکومت د بشري حقونو د دغه نوي وړاندیز شوې منشور له مخې به حکومت کولی شي راتلونکې کې داسې احکامو ته پام ونه کړي، ځکه دا له تخنیکي اړخه د نړیوال قانون برخه نه دي.

ښاغلي‌ راب چې اساسي قوانینو کې د بدلون وظیفه ورتر غاړې ده ویلي، د بشري حقونو دا لایحه به د بریتانیا د ازادۍ دود پیاوړی کړي.