بالیووډ ستوری ټایګر شروف په ممبۍ کې د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي پولیس وايي، د بالیووډ مشهورممثل ټایګر شروف په ممبۍ کې د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی او د مرمۍ کوم ټپ یې نه دی اخیستی. پولیس د پېښې په اړه څېړنې کوي.
۳۶ کلن شروف د یکشنبې په ماښام هغه مهال تر ډزو لاندې راغی چې د ممبۍ د جوهو سیمې له یوه فوټبال کلبه په موټر کې روان و.
یو شمېر رسنیو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لږ تر لږه دوه وسلوال کسان ښکاري چې د موټر پر مخېنۍ سپرلي څوکۍ په داسې حال کې چې موټر د خلکو له ګڼې ګوڼې په ورو تېرېږي له نږدې واټنه څو ډزې کوي.
دې پېښې په هند کې د مشهورو شخصیتونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه په وروستیو کلونو کې ځینې مشهور کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د مهاراشټرا ایالت مرستیال اعلی وزیر اکنات شېندې وايي: ''د خلکو د وېرولو دا ډول هڅې به ونه زغمل شي او موږ به دې شرارتونو ته د پای ټکی کېږدو.''
هغه د یکشنبې په ماښام له شروف سره لیدنه هم کړې او ویلي یې دي چې ممثل او مور یې له دې بریده سخت اغېزمن او اندېښمن شوي دي.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، په ډزو کې دوه کسان ټپیان شوي چې د شروف موټرچلوونکی هم پکې شامل دی.
دا په وروستیو کلونو کې پر مشهورو هندي څېرو د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.
په ۲۰۲۴ کال کې هندي پولیسو د یوې جرمي ډلې دوه غړي د بالیووډ ستوري سلمان خان د کور د هدف ګرځولو په تړاو ونیول.
هماغه کال مشهور هندي سیاستوال بابا صدیقي هم په ممبۍ کې په ډزو ووژل شو.
ټایګر شروف، چې د ممثلینو مور- پلار زوی دی، په ۲۰۱۴ کال کې د ''هیروپنتي'' فلم له لارې د تمثیل نړۍ ته راغی او وروسته یې په ګڼو فلمونو کې کار وکړ.
هغه د فوټبال مینهوال هم دی او د مسلکي فوټبال کلب ممبۍ اېف سي لپاره لوبې کوي.




















