د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګریزو لارو تړل کېدل

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په کوټه کې د بي بي سي اردو څانګې خبریال محمد کاظم د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت او ایران ترمنځ په سرحدي لارو له شنبې ورځې (د اکټوبر ۱۷مه) راهیسې سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
د بلوچستان سوداګرو دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، د سرحدي سوداګرۍ ځنډ به د پاکستاني سوداګرو او خلکو لپاره اقتصادي زیانونه ولري.
بلخوا، ایالتي حکومت وایي، د پولې تړل موقتي اقدام دی او موخه یې په پوله کې د چارو د مدیریت ښه کول دي.
د بلوچستان د ساحلي ولسوالۍ ګوادر له لارې د ګبد-ریمدان سرحدي دروازې څخه د پاکستان او ایران ترمنځ د پام وړ سوداګري ترسره کېږي.
د ګبد-ریمدان پولې په سیمه کې د پاکستاني سوداګرو د اتحادیې مشر عبدالغفور هوت وايي، د شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو سوداګریز فعالیتونه ودرول.
هغه زیاته کړه چې دې پرېکړې د سوداګرو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه هره ورځ یوازې له همدې سرحدي لارې شاوخوا ۵۰۰ باروړونکې موټرې له ایرانه پاکستان ته توکي راوړي، او نږدې همدومره موټرې له پاکستانه ایران ته مالونه لېږدوي.
عبدالغفور هوت وايي، د پاکستاني او ایراني چارواکو له خوا صادر شوي اعلامیې ښيي چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي سوداګرۍ کوم بندیز نه دی لګولی.
د هغه په وینا، د ګمرک چارواکو ورته ویلي چې دا محدودیت دایمي نه دی، بلکې لنډمهاله دی.
هغه زیاته کړه چې د ځینو تخنیکي دلایلو له امله سوداګریز فعالیتونه په موقت ډول ځنډول شوي او تمه ده چې د دوشنبې تر ورځې پورې وضعیت روښانه شي.
په همدې حال کې د بلوچستان په خضدار ضلعې یا ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د کارګرو په ګډون ۱۸ کسان تښتولي دي.
د حکومتي چارواکو په وینا، دا پېښه د ولسوالۍ د نال تحصیل اړوند د بېسار اناري په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د نال پولیسو د مرکز مشر (اېس ایچ او) غلام مصطفیٰ له قوله وايي، د وسله والو یوه لویه ډله تېره شپه د مرمرو یوې کان او فابریکې ته ورغلې وه.
د هغه په وینا، وسلوالو له یاد ځایه ۱۸ کسان یرغمل او له ځان سره بیولي دي. په تښتول شویو کسانو کې د کان د مالک زوی او ۱۷ کارګران شامل دي.
چارواکي وايي، هغه کان چې کارګران ترې تښتول شوي د سیمې د یوې قبایلي مخور ملکیت دی. د پولیسو په وینا، بریدګرو له کانه یو لوډر او دوه موټرې هم له ځان سره وړې دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
تېر کال هم په نال سیمه کې د ودانیزو چارو یوه شرکت پر کمپ برید شوی و. بریدګرو هلته ماشینونه سوځولي وو او له لسو زیات مزدوران یې تښتولي وو.
هغه تښتول شوي مزدوران د سند ایالت اوسېدونکي وو، چې وروسته خوشي شوي وو.
خضدار د بلوچستان له هغو سیمو شمېرل کېږي چې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسلهوالو فعالیتونو له کبله اغېزمنې دي.
په دې سیمه کې د امنیتي پېښو تر څنګ د ودانیزو چارو شرکتونو د کارکوونکو د تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.
خو حکومتي چارواکي وايي چې د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات او نور اقدامات روان دي.

د عکس سرچینه، x/CENTCOM
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت: هغه ادعاوې چې امریکايي ځواکونه د پاکستان له سمندري حدودو د ایران پر ضد عملیات کوي، 'بې بنسټه' دي
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د هغو ادعاوو په اړه چې ګواکې د امریکا سمندري ځواک د پاکستان له سمندري حدودو د ایران پر ضد عملیات ترسره کوي، ویلي چې دا ادعاوې بې بنسټه او له واقعیته لېرې دي.
د پاکستان یاد وزارت د 'فېکټ چیک' رسمي اکاونټ پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د شمالي امریکا له یوې ټولنیزې رسنۍ اکاونټه خپرې شوې ادعاوې، چې ګواکې د امریکا سمندري ځواک د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د پاکستان سمندري حدود کاروي او دا کار د پاکستان په اجازه ترسره کېږي، په بشپړه توګه ناسمې او دروغ دي.
له دې وړاندې د «MerruX» په نوم یوه اېکس اکاونټ ادعا کړې وه چې: ''د امریکا سمندري ځواک اوس د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د پاکستان له حدودو دننه فعالیت کوي. دا دویمه ورځ ده چې امریکایي سمندري ځواک دلته فعال دی.''
دغه کاروونکي دغه راز ویلي وو چې دغه راپورونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې پاکستان له ایران سره خپلې سرحدي لارې تړلې او ټولې سوداګریزې چارې یې ځنډولې دي.
خو د بلوچستان ایالتي حکومت وايي چې له ایران سره د پولې تړل موقت اقدام دی.
د چارواکو په وینا، د دغې پرېکړې موخه د امنیتي اندېښنو هوارول، د قاچاق مخنیوی او د سرحدي نظام اغېزمنتیا زیاتول دي.
د ایران د لویو لارو او ترانزیټ ادارې د ترانزیټ دفتر مشر حسین حسیني د شنبې په ورځ وویل چې سوداګریزه راکړه ورکړه بنده شوې، خو مسافر لا هم له دې پولې تګ راتګ کولی شي.
سیمهییزو سرچینو هم راپور ورکړی چې د تفتان سرحدي دروازې د کډوالۍ یا مسافرو برخه د اسلامآباد د چارواکو په امر تړل شوې ده, خو د ایران اړخ لا هم پرانیستی دی.
رپورټونه د ایران د لویو لارو او ترانزیټ ادارې د ترانزیټ دفتر مشر حسین حسيني له قوله وايي، د ستونزې د حل او د سرحدي تګلارې د بېرته عادي کېدو لپاره د ایران او پاکستان د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي. د هغه په وینا، هڅې کېږي چې سرحدي دروازه ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.



















