برازیل افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږ اړخیزو فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

فوټسال
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې په ماښام د شپږ اړخیزو نړیوال سیالیو پایلوبه کې افغانستان ته د ۶-۰ په ستر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

برازیل له پیله پر لوبه بشپړ کنټرول درلود او د لوبې په لومړیو شېبو کې یې لومړی ګول وواهه. د لومړۍ نیمایي په اوږدو کې افغان لوبغاړو دفاعي مقاومت وکړ او دروازه‌ساتونکي جواد صفري په څو مهمو ژغورنو سره د برازیل د نورو ګولونو مخه ونیوله. لومړۍ نیمایي د برازیل په ۱-۰ برلاسۍ پای ته ورسېده.

په دویمه نیمایي کې د افغانستان لپاره شرایط لا سخت شول. عباس حیدري د نیمایي په ۱۶مه دقیقه کې د خطا له امله سور کارت ترلاسه کړ او له لوبې وایستل شو. له دې وروسته، برازیل د عددي برلاسۍ څخه ګټه پورته کړه او خپل دویم ګول یې هم ثبت کړ.

وروسته امید قنبري د خطا او جواد صفري د لوبڅار پر پرېکړې د اعتراض له امله ژېړ کارتونه ترلاسه کړل.

برازیل د لوبې له پای ته رسېدو شپږ دقیقې مخکې درېیم ګول هم وواهه او بیا یې د خپلو فرصتونو په ښه کارولو سره درې نور ګولونه هم وکړل، چې په دې توګه یې د بریا شمېر ۶-۰ ته ورساوه.

د لوبې په وروستیو شېبو کې سید مرتضی حسيني هم سور کارت ترلاسه کړ او له ډګره وایستل شو.

له دې ماتې سره سره، د افغانستان ملي لوبډلې په ټولو سیالیو کې پاموړ فعالیت درلود او دویم ځای یې خپل کړ، او جاپان بیا درېیم ځای ترلاسه کړ.

افغانستان تر پایلوبې رسېدو مخکې پیرو ته ۳-۰ ماتې ورکړې وه، له جاپان سره یې لوبه مساوي کړې وه، او په نیمه پایلوبه کې یې کیپ‌ورډ ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار موندلې وه.

افغانستان له برازیل سره په داسې حال کې مخامخ شو چې برازیل د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، خو افغانستان په ۲۲م ځای کې دی.

دا شپږ اړخیزې سیالۍ د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په برازیل کې ترسره شوې. افغانستان د ګروپي پړاو په سیالیو کې له جاپان او پیرو سره په یوه ګروپ کې و، او برازیل، اندونیزیا او کیپ‌ورډ په بل ګروپ کې لوبې کولې.

فوټسال په افغانستان کې له هغو ورزشي څانګو څخه شمېرل کېږي، چې خورا ډېر مینه وال لري او د ملي لوبډلې سیالۍ تل د مینه‌والو له پراخ هرکلي سره مخ وي.

د سیالیو خپرو شویو انځورونو ښودله چې په برازیل کې مېشت یو شمېر افغانان هم د خپلې ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره لوبغالي ته ورغلي وو.

دغه راز په افغانستان کې ګڼو مینه‌والو دا لوبه تعقیب کړه او د افغانستان فوټبال فدراسیون د لیدونکو لپاره په ژوندۍ بڼه خپرونه هم برابره کړې وه.