د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه 'لویه چاودنه' شوې

د عکس سرچینه، AFP
سوري فعالان وايي، د پنجشنبې پر ګهیځ د دمشق نړیوال هوايي ډګر ته نژدې 'زوروره چاوده' شوې او بیا ډزې پیل شوې دي.
بریتانیا کې د د سوریې د بشري حقونو مېشتې د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي "چاودنه ډېره زوروره وه چې په ټول دمشق ښار کې یې غږ واورېدل شو".
دا هوايي ډګر د سوریې دمشق جنوب ختیځ ته نژدې ۲۵ کیلومتره لیرې پروت دی.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د حزب الله اړوند "المنار" تلوېزیون ویلي، چاودنه د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه سونتوکو او زېرمه کې شوې ده.
سرچینه وايي، ښايي چاودنه د اسرائیلو د هوايي برید له کبله شوې وي.
د اسرائیلو د پوځ ویاندې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی دمشق کې هوايي برید کړی؟ وویل: "د دا ډول رپوټونو په اړه تبصره نه شي کولای".
رویټرز خبري اژانس د سوري حکومت د مخالفو وسله والو ډلو له خولې ویلي، چاودنه د پنجشنبې په ګهیځ په هغه ځای کې وشوه، چې له ایران نه د حزب الله پلوو اورپکو لپاره وسلې پکې امبار شوې وې.

د عکس سرچینه، AFP/Getty
ځینو اسرائیلي سرسنیو هم ویلي، چاودنه د اسرائیلي هوايي برید له کبله شوې چې دمشق کې یې د حزب الله د وسلو پر زېرمې کړی.
د روسیې خبري اژانس سپوټنیک ویلي، اسرائیلو دمشق هوايي ډګر ته څېرمه پنځه پوځي هدفونه بمبار کړي.
څلور ورځې وړاندې د سوریې دولتي سرچینو د جولان پر لوړو د دولتي ځواکونو پر اډې د اسرائیلي بریدونو په اړه رپوټ ورکړی و.
د سوریې روانه جګړه کې د لبنان حزب الله شیعه ډله د ایران او سوریې سربېره د بشار الاسد د حکومت ملاتړ کوي.




















