پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو برید ته د نړیوالو غبرګون

د ویډیو تشریح، پر ریاض هوايي ډګر برید
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د یمن حوثيانو وسله والې ډلې ټولو هوايي شرکتونو ته نوی خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب هوايي ډګرونه ونه کاروي.

د دغې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عرب د هوايي ډګرونو او فضايي حریم د کارولو په هکله خپل پخوانی خبرداری بیا تکراروي.

د نوموړي په وینا، دا ځکه چې یاد هوايي ډګرونه او فضايي حریم "زموږ د ځواکونو د عملیاتو احتمالي هدفونه او ساحې" ګڼل کېږي.

یحیی سریع ویلي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سیمې له دې خبرداري مستثنا دي.

حوثیانو له ټولو خلکو او هوايي شرکتونو غوښتي چې د دوی خبرداری جدي ونیسي، او زیاته کړې یې ده چې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د ناکامو هڅو مسوولیت به د سعودي عرب پر غاړه وي.

له دې مخکې د سعودي عرب د پلازمېنې رياض پر هوايي ډګر د بريد له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۳۰۹ نور ټپيان شوي دي.

د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې په وينا، په وژل شويو کې څلور سعودي وګړي، دوه د بنګله دېش اتباع، او د امريکا، اردن، فلسطين، سوريې، سودان او مصر يو- يو وګړی شامل دي.

له دې پېښې وروسته د ملک خالد نړيوال هوايي ډګر ټول عمليات ځنډول شوي دي.

د یمن پلازمېنه صنعا کې د حوثي ډلې پلویان د اکتوبر په ۹مه د سعودي عرب پر ضد د اعتراض پر مهال راټول شوي، په داسې حال کې چې په سیمه کې د جګړو او تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
د عکس تشریح، د یمن پلازمېنه صنعا کې د حوثي ډلې پلویان د اکتوبر په ۹مه د سعودي عرب پر ضد د اعتراض پر مهال راټول شوي، په داسې حال کې چې په سیمه کې د جګړو او تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف ژمنه کړې چې د دې بريد ځواب به ورکړي. ائتلاف د بريد پړه پر حوثيانو اچولې او دا يې "جنګي جرم" بللی دی.

په وروستيو کې د يمن د سعودي ملاتړ لرونکو حکومتي ځواکونو او حوثيانو ترمنځ په داسې حال نښتې زياتې شوې چې حوثيان د هېواد پر ډېرو سيمو واک لري.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف ويلي چې د شنبې په ورځ د سعودي عرب په ختيځ ښار دمام کې د ملک فهد نړيوال هوايي ډګر ترڅنګ هم يوه توغنديزه مرمۍ لوېدلې ده.

دا بريدونه يوه ورځ وروسته له هغې شوي چې چارواکو ويلي وو، د ايران ملاتړ لرونکو حوثيانو د هوايي ډګر پر ضد په دوو بريدونو کې يو پيلوټ په ګډون درې سعودي وګړي وژلي وو. له دې مخکې د اکتوبر په شپږمه او اوومه هم د سعودي پر دوو هوايي ډګرونو د حوثيانو په بريدونو کې درې نور کسان وژل شوي وو.

د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې د شنبې ورځې په اعلاميه کې ويلي چې د ټپيانو له ډلې د ځينو روغتيايي حالت اندېښمنوونکی دی.

ادارې زياته کړې چې هوايي ډګر ته د اوښتو زيانونو ارزونه روانه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: برید له نړیوال قانونه سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش

د شنبې ورځې له برید وروسته، ګڼو هېوادونو او نړیوالو مشرانو د ریاض نړیوال هوايي ډګر په نښه کول غندلي او د سیمې د امنیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې نوموړی له دغو بریدونو ''سخت خواشینی او حیران" شوی دی. هغه دغه بریدونه له نړیوال قانون سرغړونه بللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دا برید "وحشیانه" بللی او ویلي یې دي چې دا کار د سیمې سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

مصر ویلي چې له سعودي عرب سره "کلک ولاړ" دی او پر سعودي خاورې د روانو بریدونو یې سخته غندنه کړې ده.

بلخوا، قطر دا برید د سعودي عرب د حاکمیت "جدي سرغړونه" او د سیمه‌ییز امنیت او د ملکي وګړو د خوندیتوب پر وړاندې مستقیم ګواښ بللی دی.

د قطر په اعلامیه کې راغلي چې "د سعودي عرب امنیت د قطر د امنیت نه بېلېدونکې برخه ده" او د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) د غړو هېوادونو ګډ امنیتي نظام د سیمې د ثبات لپاره مهم دی.

د نړیوالو غبرګونونو دا لړۍ ښيي چې د ریاض پر هوايي ډګر برید د سیمې او نړۍ په کچه پراخه اندېښنې راپارولي او ګڼو هېوادونو د تاوتریخوالي پر ځای د سولې او ډیپلوماسۍ غوښتنه کړې ده.

روسیې د شنبې په ورځ پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د برید غندنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې "د شخړې ټولې خواوې باید پر ملکي زیربناوو له بریدونو په بشپړه توګه ډډه وکړي."

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه برید کې هېڅ روسی وګړی نه دی زیانمن شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په سیمه کې د کړکېچ د حل لپاره "له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو پرته بل بدیل نشته" او ټول اړخونه باید د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي.

متحده عربي اماراتو د شنبې ورځې هغه برید غندلی چې پر ګاونډي سعودي عرب شوی.

د متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بریدونه د سعودي عرب د حاکمیت "ښکاره او جدي سرغړونه" ده.

اعلامیه زیاتوي چې متحده عربي امارات له سعودي عرب سره خپله "بشپړه همغږي او پیوستون" بیا تازه کوي او د هغو ټولو اقداماتو ملاتړ کوي چې د سعودي مملکت د امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي.

بل لور د عراق د لومړي وزیر دفتر د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د شوي برید په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او دا برید یې غندلی دی.

د عراق د وسله‌والو ځواکونو د ویاند له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه برید د سیمې امنیت او ثبات کمزوری کړی او د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

اعلامیه زیاتوي چې عراق ''د هر ډول پوځي تاوتریخوالي او تېري مخالفت کوي''، ځکه دا ډول کړنې شخړې لا ژوروي او د سولې پر هڅو منفي اغېزې کوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون ډېر لاین په دې هکله ویلي، پر ریاض نړیوال هوايي ډګر برید "یو خطرناک کړکېچن پرمختګ" بلل کېږي.

هغې پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي: "موږ له سعودي عرب او له خلکو سره یې خپل بشپړ پیوستون څرګندوو."

بلخوا، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبنډ ویلي چې نوموړی دغه برید "سخت خواشینی او حیران" کړی دی. هغه زیاته کړې: "موږ له ټولو هغو کسانو سره ولاړ یو چې د دې پېښې اغېز پرې شوی دی."

میلیبنډ دغه راز په سعودي عرب کې برېتانوي وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ریاض له هوايي ډګره ډډه وکړي او د برېتانیا د حکومت د سفر لارښوونې او د سعودي چارواکو سپارښتنې تعقیب کړي.

د ریاض پر هوایي‌ ډګر برید

پر ریاض هوايي ډګر د برید تازه پېښه

په ریاض کې پرملک خالد نړیوال هوايي ډګر وروستی برید د سعودي عرب پر ضد د پرلپسې بریدونو په لړۍ کې تر ټولو تازه پېښه ده.

د اکتوبر په ۸مه هم په همدې هوايي ډګر دوه بریدونه شوي وو چې د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا درې سعودي وګړي پکې وژل شوي وو.

یادې ادارې ویلي وو چې لومړی برید د پنجشنبې په ورځ د هوايي ډګر پر تاسیساتو شوی و، په داسې حال کې چې دویم برید د دولتي هوايي شرکت 'سعودیا' پر یوې الوتکې ترسره شوی و. د یمن حوثي ډلې ادعا کړې وه چې دغه بریدونه یې د کروز توغندیو په وسیله کړي دي.

دغه راز د اکتوبر په ۶مه او ۷مه د سعودي عرب پر دوو نورو هوايي ډګرونو هم بریدونه شوي وو.

د ملکي هوايي چلند ادارې د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د ابها نړیوال هوايي ډګر په یوه برید کې دوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ، په ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په یوه بل برید کې هم یو کس وژل شوی و.

سعودي چارواکو دا نه دي روښانه کړي چې کوم ځانګړی برید په کومه ورځ ترسره شوی و.

پر ریاض هوايي ډګر برید

حوثیان وايي چې دوی د یمن په کورنۍ جګړه کې د حکومتي ځواکونو د ملاتړ له امله سعودي عرب په نښه کوي.

وروسته له هغه چې حوثیانو د چټک پوځي پرمختګ پر مهال د سره سمندر د ساحل مهمې او ستراتېژيکې سیمې ونیولې، شخړه نوره هم شدیده شوه.

په دغو سیمو کې د باب المندب تنګي پر غاړه د مخا بندر هم شامل و.

باب المندب د سور سمندر تر ټولو تنګه برخه ده او د نړیوالې سمندري سوداګرۍ لپاره یوه مهمه لار ګڼل کېږي.

وروسته د یمن د حکومت پلوي ځواکونو اعلان وکړ چې دوی د سره سمندر په سوېلي برخه کې دغه تنګی "خوندي" کړی دی.

د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال جوړ شو چې یو شمېر عربي هېوادونو د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره لاسونه سره یو کړل، چې د حوثیانو د واک پراختیا مخه ونیسي.

په ۲۰۲۲ کال کې، له کلونو هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو وروسته، یو لنډمهالی اوربند رامنځته شو. دغو جګړو د سلګونو زرو کسانو ژوند واخیست او د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو څخه یې یو رامنځته کړ.

خو دا غیررسمي اوربند د جولای له میاشتې وروسته ورو ورو له منځه تګ پیل کړ.

حوثیانو پر سعودي عرب د "سمندري بندیز" اعلان وکړ او د سعودي پر هوايي ډګرونو، د تېلو پر تاسیساتو او سور سمندر کې پر نفتو لېږدوونکو بېړیو یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

دوی وايي، دا بریدونه د هغه څه په غبرګون کې دي چې دوی یې د سعودي عرب څو کلنه محاصره بولي، او دغه راز د یمن پلازمېنه صنعاء کې پر هوايي ډګر د هوايي برید په ځواب کې دي، چې دا ښار د حوثیانو تر کنټرول لاندې دی.