ریچارډ بېنیټ: د جرمونو نړیواله محکمه دې له پاکستان سره حساب وکړي

ریچارډ
د عکس تشریح، د ښاغلي بېنیټ دنده د یوه بل کال لپاره هم افغانستان کې ده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د ولسي افغانانو په نښه کولو سره "جنګي جرمونه کړي" چې له امله یې باید ورسره حساب وشي."

ښاغلی بېنیټ چې د دندې موده یې یو کال نوره هم غځېدلې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "یوناما وايي، وژل شویو کسانو کې ډېر ملکي وګړي دي او ډېر یې ښځې او ماشومان دي. دا ډېره جدي موضوع ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې اغېز، لکه د تل په څېر، پر هغو کسانو دی چې ټولنه کې تر ټولو زیات له پامه غورځول شوي او محرومه دي."

ښاغلي بېنیټ د دې کال پیل کې د کابل یوې پېښې ته په اشاره وویل، "سږکال مارچ کې یو هوايي برید هم شوی و چې ما یې په اړه راپور ورکړی و؛ دغه برید کابل کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې پر امېد روغتون لګېدلی و او د یوناما د شمېرو له مخې، زما په اند، ۲۶۹ کسان یې وژلي او نور یې ټپیان کړي وو. تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، هغې پېښه کې ټول قربانیان نارینه وو او هغوی په نشه‌يي توکو روږدي کسان وو چې د درملنې او بیارغېدنې پروسه یې روانه وه."

دا چې ملګري ملتونه د دې پلټنو لپاره کومه اډانه لري نوموړي وویل، "ما د دغو پېښو د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده، ځکه دا پېښې احتمالاً جنګي جرمونه دي او د دې لپاره هم چې قربانیان او د کورنۍ یې په دغو قضیو کې د حساب ورکونې او عدالت مستحق دي. ما دا موضوع د بشري حقونو شورا کې مطرح کړه. هغوی تر اوسه د دې لپاره کوم ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ کړی. خو یو کال مخکې یې د پلټنې یو خپلواک میکانیزم جوړ کړ چې کولی شي د دغو پېښو په اړه پلټنه وکړي."

ښاغلی بېنیټ ټینګار کوي چې د دې پېښو د څېړنې لپاره د جرمونو نړیواله محکمه لاس په چاره شي "نړیواله جنایي محکمه هم شته، او البته دا د محکمې پرېکړه ده چې دوی د څه شي د پلټنې لپاره اقدام کوي، خو زه هیله لرم چې هغوی دغه پېښه له نژدي وپلټي. ځکه تاسو پوهېږئ چې افغانستان کې د وضعیت په اړه یوه فعاله پلټنه روانه ده، که د دغو بریدونو په اړه پلټنه وشي، نو ښايي دا به یو بل جرم وي."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د همدې اکټوبر په لومړیو کې نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجارک وویل، "د ملګرو ملتونو ماموریت په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان کې له پولې ها خوا تاوتریخوالي له امله له ۱۱ سوه د ډېرو ولسي افغانانو مرګژوبله مستنده کړې ده.

ملګري ملتونه د تاوتریخوالي د کمولو او نړیوال قانون ته د درناوي غوښتنه کوي چې د ولسي مرګژوبلې مخنیوی وشي، ولسي خلک باید هرځای خوندي وي."

دې پېښو ته د نړیوالې ټولنې په نشت حساب غبرګون هم د پوښتنې وړ دی خو ډېر دا ګڼي چې په منځني ختیځ او د نړۍ نورو سیمو کې لویو پېښو د افغانستان او پاکستان کړکېچ د ډېرو له پامه غورځولی دی.