د پاکستان ولسمشر په خيبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو منظوري ورکړه

د عکس سرچینه، PID
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خيبر پښتونخوا کې د ايمرجنسۍ د لګولو منظوري ورکړې ده، چې له مخې به يې پر پرېکړه سملاسي عمل پيل شي.
د پاکستان کورنيو چارو فدرالي وزير محسن نقوي او د کورنيو چارو د دولت وزير طلال چوهدري د کابينې د وړاندیز لنډيز (سمري) له ځان سره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړی و.
له دې مخکې نن یکشنبه ګهیځ د پاکستان فدرالي حکومت ووویل، په خیبر پښتونخوا صوبه کې یې د بېړنیز حالت یا ایمرجنسي د نافذېدو لپاره د پاکستان ولسمشر ته رسمي سپارښتنه استولې ده.
پر یکشنبه د پاکستان فدرالي کابینې له غونډې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و، چې کابینې له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي، ولسمشر ته دې مشوره ورکړي، چې د وضعیت د جديت له امله د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې په خیبر پښتونخوا کې بیړنی حالت نافذ کړي.
د اعلامیې له مخې، کابینې په خیبر پښتونخوا کې د امن او نظم د خرابېدونکي وضعیت او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د صوبایي حکومت د "قصدي بېپروايۍ او نه همکارۍ" له امله د رامنځته شویو شرایطو هر اړخیزه ارزونه کړې ده.
د پاکستان فدرالي حکومت دریځ دا دی، چې په صوبه کې د امنیتي ننګونو زیاتوالي او د قانون او نظم د وضعیت خرابېدو له امله د اساسي قانون له مخې د بیړني اقداماتو اړتیا رامنځته شوې ده.
د پاکستان فدرالي حکومت ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د خیبر پښتونخوا د نوي 'چیف سیکرټر' په توګه ټاکلی دی.
وروسته له هغه چې فدرالي حکومت په صوبه کې بیړنی حالت نافذ کړ، ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د خیبر پښتونخوا د نوي چیف سیکرټر په توګه وټاکل شو او هغه به تر بلې خبرتیا پورې په دې دنده کې دنده ترسره کړي.
د پي ټي ای مشر بېرسټر ګوهر: خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي پرېکړه بېرته واخلئ، که نه ډېر زیان به واوړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند مشر بېرسټر ګوهر په خيبر پښتونخوا کې د ايمرجنسۍ د نافذولو پرېکړه غندلې او په وینا یې ګوند يې دا اقدام په بشپړه توګه ردوي.
هغه په ټولنيزو رسنيو خپره کړې اعلاميه کې ويلي:
''موږ په خيبر پښتونخوا کې د ايمرجنسۍ د نافذولو په کلکو ټکو غندنه کوو او دا اقدام په بشپړه توګه ردوو.''
نوموړي دا پرېکړه ''يوه ډېره اندېښمنوونکې او جدي سياسي تېروتنه او غير جمهوري اقدام'' بللی او ويلي يې دي چې ولس به هېڅکله د خپلو حقونو پر ضد دا ډول ګامونه ونه مني.
بېرسټر ګوهر زياته کړې چې د خيبر پښتونخوا د خلکو ورکړی شوی سياسي واک د هغوی اساسي او قانوني حق دی. د هغه په وينا، د دې ولسي ارادې له پامه غورځول، د صوبې خپلواکي کمزورې کول او د وفاق او صوبې ترمنځ د ټکر رامنځته کول نه سوله راوستلای شي او نه هم ثبات.
هغه ويلي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر اړتیا اختلاف نشته، خو:
''د ترهګرۍ ضد جګړه د خلکو د غږ د غلي کولو، د سياسي موخو د ترلاسه کولو يا د صوبې د اساسي قانوني واکونو د محدودولو لپاره د پلمې په توګه نه شي کارېدلی.''
د پي ټي ای مشر ټينګار کړی چې د ترهګرۍ مقابله يوازې د ملي يووالي او ګډې ستراتېژۍ له لارې ممکنه ده.
بېرسټر ګوهر دغه راز ویلي:
''د صوبو په کمزوري کولو سره فدرالي حکومت نه شي پياوړی کېدای. د ستونزو حل په زور، ټکر او فوقالعاده اقداماتو کې نه، بلکې په سياسي تدبير، د اساسي قانون په واکمنۍ، اغېزمنو خبرو اترو او عملي ګامونو کې دی.''
ایمرجنسي څنګه نافذېدای شي؟

د عکس سرچینه، pom
د پاکستان د اساسي قانون د لسم باب له مخې، په یوه صوبه کې د ایمرجنسي یا ګورنر راج د نافذولو لپاره دوه مهمې مادې شته، چې ۲۳۲ او ۲۳۴ مادې دي.
د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې، په یوه صوبه کې بېړنی حالت (ایمرجنسي) نافذېدای شي او د دې اعلانولو واک د پاکستان له ولسمشر سره دی.
د دې مادې له مخې، ایمرجنسي نه یوازې د جګړې او بهرني یرغل له امله، بلکې د کورني ګډوډي، ناامنۍ او داخلي کړکېچ په صورت کې هم نافذېدای شي.
په قانون کې ویل شوي چې که ولسمشر دې پایلې ته ورسېږي چې د پاکستان یا د هغه د کومې برخې امنیت د جګړې، بهرني یرغل یا داخلي ګډوډۍ له امله له داسې جدي خطر سره مخ دی چې صوبایي حکومت یې د کنټرول توان نه لري، نو هغه کولای شي د ایمرجنسي اعلان وکړي.
د اساسي قانون له مخې، په یوه صوبه کې د ایمرجنسي د نافذولو لپاره معمولاً د صوبایي اسمبلۍ د پرېکړه لیک اړتیا وي. خو که ولسمشر په خپله دا اقدام وکړي، نو د ایمرجنسي پرېکړه باید د لسو ورځو دننه د پاکستان د پارلمان دواړو جرګو، یعنې قامي اسمبلۍ او سنا ته د تصویب لپاره وړاندې شي.
تر هغه وخته چې ایمرجنسي نافذه وي، پارلمان واک لري چې د اغېزمنې شوې صوبې لپاره په هغو چارو کې هم قوانین جوړ کړي چې په عادي حالت کې د فدرالي یا ګډې قانون جوړونې په لېست کې نه وي شامل.
د ایمرجنسي پر مهال د وفاق اجرائیوي واک هم پراخېږي، او مرکزي حکومت کولای شي صوبې ته لارښوونې وکړي چې خپل اداري صلاحیتونه څنګه وکاروي.
د ۲۳۲مې مادې له مخې، فدرالي حکومت کولای شي:
د صوبې اداره په مستقیم ډول پر غاړه واخلي؛ یا ګورنر (والي) ته لارښوونه وکړي چې د فدرالي حکومت په استازیتوب د صوبایي حکومت ټول یا ځینې واکونه او د نورو ادارو صلاحیتونه پر مخ یوسي.
دغه راز د اساسي قانون ۲۳۴مه ماده په هغو حالاتو کې کارول کېږي چې د یوې صوبې حکومت د اساسي قانون له مخې خپلې چارې نه شي پرمخ وړلی. په داسې حالت کې فدرالي حکومت د صوبې د چارو د اداره کولو لپاره ځانګړي اقدامات کولای شي، چې عموماً ورته ګورنر راج ویل کېږي.


















