کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي
    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د ټېسټ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه ده چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

د افغانستان له لوري د دې سيالۍ لپاره د رحمت شاه په مشرۍ، عبدالملک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهيدي، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، شاهدالله کمال، يمن احمدزی، قيس احمد، محمد سليم او عصمت عالم غوره شوي دي.

بل پلو د بنګله دېش لپاره د نجم الحسين شانتو په مشرۍ، شادمان سلام، تنزيد حسن، مومن الحق، مشفق الرحيم، لېتون داس، مهدي حسن معراج، حسن محمود، تاج اسلام او عبادت حسين لوبېږي.

د بنګله دېش تنزيد حسن خپله وېکټه د عصمت عالم په توپ په ۸۳ منډو له لاسه ورکړه.

د افغانستان نورې راتلونکې لوبې

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ لوبغاړي

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ له دې ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اوکټوبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو سياليو درې اړخيزه لوبلړۍ کېږي چې تر ۲۳ نېټې به دوام وکړي.

د دې دری اړخيزې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.