تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د عمران خان ځواکمن سياسي مرکز تړلی، خو شنونکي د منفي پايلو خبرداری ورکوي
- Author, کارولین ډاویس
- دنده, د پاکستان لپاره د بي بي سي خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
ښوونځي تړل شوي، انټرنېټ تر يوه بريده بند شوی، سړکونه د بار وړونکو کانټينرونو په وسيله تړل شوي او پوځ بېلابېلو سيمو ته رسېدلی دی. د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) سياسي مرکز خيبر پښتونخوا اوس تر بېړني حالت لاندې ده او د دې ګوند صوبايي حکومت واک هم ځنډول شوی دی.
دا د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلويانو او د پاکستان د دولت ترمنځ د روانې شخړې يو بل مهم پړاو ګڼل کېږي. ځينې شنونکي اندېښنه لري چې دا اقدام به د ثبات پر ځای لا زياته بېثباتي رامنځته کړي.
د پاکستان فدرالي حکومت وايي چې دا ګام د اساسي قانون له مخې اخيستل شوی او موخه يې د ترهګرۍ له ګواښه د صوبې د خلکو ساتنه ده.
د اطلاعاتو فدرالي وزير عطاالله تارړ وايي، د پي ټي ای حکومت په خيبر پښتونخوا کې له ترهګرو سره همغږی و، خو نوموړي د دې ادعا لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل او ژمنه يې وکړه چې وروسته به يې وړاندې کړي.
تر دوو ورځو وروسته هم د دې ادعا په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو په پېښور او د صوبې په ډېرو سيمو کې ښوونځي بېرته پرانيستل شوي او انټرنېټي خدمتونه هم فعال شوي دي.
که څه هم پوليسو د چا د نیولو په اړه څه نه دي ويلي، خو داسې ښکاري چې د احتجاجونو د مخنيوي لپاره پراخ عمليات روان دي. په صوبه کې د پي ټي ای ډېری مشران پټ شوي دي.
د سې شنبې په ورځ د پي ټي ای لسګونه پلويان د خيبر ضلعې په باړه سيمه کې سړکونو ته راووتل.
دا سيمه د صوبې د اعلی وزير سهيل اپريدي ټاټوبی بلل کېږي.
راپورونه وايي چې هلته د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارول شوی دی.
د ډېرو څارونکو په اند، په خيبر پښتونخوا کې د يکشنبې په ورځ د بېړني حالت اعلان ناڅاپي نه و.
په تېره يوه اوونۍ کې د عمران خان زرګونو پلويانو په هغه صوبه کې لاريون کاوه چې پاکستان تحريک انصاف پکې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې واکمن پاتې شوی، او د خپل ګوند د موسس د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله.
د (چاتم هاوس چې په لندن کې د نړیوالو چارو شاهي انستیتیوت دی) څېړونکې فرزانه شيخ وايي د حکومت دريځ ورته ډېر د باور وړ نه ښکاري.
هغې وويل: "تر ټولو نرم تعبير دا دی چې دا څرګندونې راته ډېرې رښتينې نه معلومېدې."
خبرياله او شنونکې عارفه نور هم د ترهګرۍ او د بېړني حالت ترمنځ پر تړاو شک څرګندوي.
د هغې په وينا: "زه د ترهګرۍ او دې پرېکړې ترمنځ اړيکه نه وينم. ان ډاډه نه يم چې يوازې همدا لاريون د دې سبب شوی وي. کېدای شي دا وروستی فشار و، يا هم حکومت نه غوښتل چې صوبايي حکومت د مخالف ګوند په لاس کې پاتې شي."
د احتجاجي لاریون مشري اعلی وزير سهيل اپريدي کوله، خو د هغه د اوسني ځای په اړه لا هم څرګند معلومات نشته. د هغه ګوند ادعا کوي چې نوموړی نيول شوی، خو حکومت وايي چې هغه د خوندي ساتنې تر بندوبست لاندې دی.
د لاريون له پيل مخکې هم د پي ټي ای پر ضد عمليات روان وو.
په سپتمبر کې د عمران خان درې خويندې ونيول شوې او د پلويانو پارولو په ګډون پر بېلابېلو تورونو تورنې شوې.
هغوی تر اوسه په بند کې ساتل شوې دي.
عمران خان په تېرو نږدې دولسو مياشتو کې ډېر لږ د خپلې کورنۍ يا وکيلانو له خوا ليدل شوی دی.
د هغه دوو خويندو اګست مياشت کې ورسره وکتل، يوه يې په زندان کې ليدنه وکړه او بلې هغه مهال وليد چې د روغتيايي اندېښنو له امله د سترې محکمې تر مداخلې وروسته روغتون ته وړل شوی و.
له طبي معاينې وروسته نوموړی يو ځل بيا زندان ته ولېږدول شو، چې له درې کلونو زياته موده پکې بندي دی.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان، چې ګڼ کسان باور لري د پوځ له مشرتابه سره د اختلافاتو له امله له واکه لرې شوی، د ۲۰۲۳ کال له اګست راهيسې بندي دی. نوموړی په څو قضيو کې د فساد په تور محکوم شوی، خو دی دا ټول تورونه سياسي بولي.
سره له دې چې پي ټي ای لا له وړاندې له فشارونو او محدوديتونو سره مخامخ و، شنونکي پوښتي چې حکومت ولې اوس دومره سخت غبرګون ښودلی دی؟
د اتلانټيک شورا د سویلي اسيا مشر څېړونکی مايکل کوګلمن وايي چې په وروستيو مياشتو کې د عمران خان د روغتيا په تړاو د اندېښنو له زياتېدو سره د ګوند غړي او پلويان لا ډېر ناراض شوي دي.
د هغه په وينا، داسې ښکاري چې حکومت غواړي ګوند ته يو سخت پيغام واستوي او دا لا ستونزمنه کړي چې پر چارواکو فشار واچوي.
حکومت مخکې هم ويلي وو چې عمران خان له زندانه د ليدنو کتنو پر مهال پر سياسي موضوعاتو خبرې کولې، چې د زندان له اصولو سره په ټکر کې دي.
د اطلاعاتو فدرالي وزير عطاالله تارړ د بېړني حالت د پرېکړې دفاع کړې او وايي: "په دې کې هېڅ سياسي موخه نه وه. هغوی کولای شول خپل لاريون ته دوام ورکړي." نوموړي د حکومت او پي ټي ای ترمنځ له پرېکړې وړاندې شوې خبرې هم د دې ثبوت بللي چې د ستونزې د حل لپاره د مذاکراتو هڅه شوې وه.
خو يو شمېر نور څارونکي دا اقدام د عمران خان او د هغه د ګوند د لا محدودولو بله هڅه ګڼي.
خبرياله او شنونکې عارفه نور وايي: "حکومت د اختلاف او نيوکو لپاره ورځ تر بلې لږ ځای پرېږدي او نه غواړي د مذاکراتو له لارې شخړې حل کړي."
اسلام اباد مېشتی ليکوال او دفاعي شنونکی زاهد حسين هم باور لري چې د دې پرېکړې تر شا اصلي ځواک پوځي اداره ده. د هغه په وينا: "د قدرت توازن په بشپړه توګه د پوځ د ادارې پر لور اوښتی دی."
په همدې حال کې د "چاتم هاوس چې په لندن کې د نړیوالو چارو شاهي انستیتیوت دی) څېړونکې فرزانه شيخ وايي چې د پاکستان پوځ اوس ځان ډېر ډاډمن احساسوي. د هغې په اند، پوځ باور لري چې له سپينې ماڼۍ سره ښه اړيکې لري او د امريکا او ايران د سولې په خبرو کې د خپل رول له امله يې نړيوال اعتبار هم پياوړی شوی دی.
هغې زياته کړه: "اوسنی ذهنيت دا دی چې همدا مناسب وخت دی او بايد ترې ګټه واخيستل شي. داسې احساس شته چې ټول مهم کارتونه زموږ په لاس کې دي او کولای شو د نړيوالو فشارونو مقابله هم وکړو."
پاکستان دا مهال له ګڼو امنيتي او سياسي ننګونو سره مخ دی.
د وسلهوالو بريدونو کچه لوړه شوې او هېواد د ۲۰۲۶ کال د نړيوال ترهګرۍ شاخص له مخې تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد بلل شوی دی.
له دې سره، پاکستان له دوو ګاونډيو هېوادونو سره هم کړکېچن اړيکې لري.
اسلاماباد پر افغانستان د هوايي بريدونو له لارې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وسلوالو ډلو ته په پټنځای ورکولو تورنوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي. بل لور، له هند سره هم شخړې لا هم نه دي هوارې شوي او هر وخت د تاوتريخوالي د بيا راپارېدو احتمال شته.
په همدې حال کې پاکستان له سعودي عرب سره د امنيتي همکارۍ ژمنه هم کړې، په داسې حال کې چې د حوثيانو او سعودي عرب ترمنځ شخړه لا خطرناکه شوې ده.
يو شمېر شنونکي باور لري چې په خيبر پښتونخوا کې د بېړني حالت نافذول د ستونزو د حل پر ځای نوي مشکلات رامنځته کولای شي. اوس به د صوبې ټول مسووليت نېغ په نېغه د مرکزي حکومت پر غاړه وي او د ناکامۍ په صورت کې به د ملامتۍ لپاره د صوبايي حکومت خنډ موجود نه وي.
د سویلي اسيا چارو شنونکی مايکل کوګلمن وايي: "دا اقدام بېرته پر حکومت منفي اغېز کولی شي. که دا پرېکړه د خلکو غوسه او نارضايتي لا زياته کړي، نو حکومت به له يوې سترې ستونزې سره مخ شي."
دفاعي شنونکی زاهد حسين هم دا تګلاره بېاحتياطي بولي. د هغه په وينا، هېواد له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دی او دا ډول اقدامات ښايي په راتلونکي کې د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.
فرزانه شيخ بيا خبرداری ورکوي چې که پوځ د وسلهوالو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي، ښايي د امنيتي ځواکونو د تلفاتو کچه هم لوړه شي. د هغې په خبره، که مرګژوبله د پام وړ وي، دا به د پوځ دننه هم پوښتنې او نيوکې راولاړې کړي.
د پاکستان سياسي تاريخ ښيي چې د منتخب حکومتونو لېرې کول، که هغه فدرالي وي او که صوبايي، تل مطلوبې پايلې نه لري او کله ناکله اوږدمهاله سياسي کړکېچونه زېږوي.
خبرياله عارفه نور وايي، د واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند مشران هم پوهېږي چې د نن ورځې ځينې پرېکړې ښايي په راتلونکي کې د دوی لپاره ستونزې جوړې کړي. د هغې په وينا، پاکستان تحريک انصاف هم دا درک کوي چې يوازې د احتجاجونو له لارې به د عمران خان خوشي کول اسانه نه وي.
عارفه نور د روان وضعيت په اړه وايي: "ټول پوهېږي چې دا يو ټکر ته روان اورګاډی دی، خو داسې ښکاري چې هېڅوک يې د درولو توان نه لري."