تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا د کانګرس د غړې الهان عمر کور پلټل شوی
- Author, كواسي جيامفي أسيدو
- رپوټ له:, واشنګټن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د امریکا د کډوالو استازو د دوشنبې په سهار د مینیسوټا ایالت د استازې الهان عمر کور د "جنايي څېړنې" د یوې برخې په توګه وپلټه.
د امریکا د عدلیې وزارت یو ویاند بي بي سي ته وویل چې د کورني امنیت د پلټوونکو د واشنګتن ډي سي په سیمه کې پر یوه کور "د قضايي حکم له مخې د پلټنې امر پلی کړ."
ویاند زیاته کړه چې د پلټنې دا بهیر "د یوې فدرالي جنايي څېړنې برخه" ده، خو نور هېڅ ډول جزئیات یې ور نه کړل.
عمر په صومالي کې زېږېدلې او په اته کلنۍ کې له جګړې له امله له خپله ټاټوبي وتلې او امریکا ته یې پناه یووړه. هغه لومړی وار په ۲۰۱۸ کال کې د کانګرس د غړې په توګه وټاکل شوه، او هغې د راتلونکې میاشتې ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو لپاره خپلې ټاکنیزې منډې ترړې ګړندۍ کړې دي.
اغلې عمر چې پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سختو نیوکو له امله پېژندل کېږي، د پلټنې دا بهیر یې "د سیاسي غلیمانو د نښه کولو او د فدرالي قانون پلي کوونکو د وسیلې په توګه د کارولو هڅه" وبلله.
د امریکا کانګرس غړي اوس مهال په رخصتۍ کې دی، او دا روښانه نه ده چې د پلټنې پر مهال عمر په کور کې وه که نه.
د بي بي سي یوې خبري ډلې په دغه کور کې یو شمیر استازي لیدلي چې ځینو یې بکسونه یوې کوچنۍ لارۍ ته لېږدول. "فاکس نیوز" لومړنۍ رسنۍ وه چې د پلټنې خبر یې خپور کړ, او ویې ویل چې د کانګرس غړې په اړه د هغې د پلار لخوا په ماشومتوب کې د وړاندې شویو کډوالو اسنادو په اړه څېړنې روانې دي.
د جنايي څېړنې څرنګوالی لا هم روښانه نه دی، خو دا لومړی ځل نه دی چې د هغې د کډوالۍ اړوند سندونه د جمهوري غوښتونکو لخوا پلټل کېږي. د دې کال په پیل کې، په کانګرس کې د کارولینا سویل ایالت د هغې همکارې، نانسي میس، د هغې د سندونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، خو غوښتنه یې رد شوه.
تیره میاشت، د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین د محافظه کاره "پاډکاسټ" له یو کوربه سره په خبرو کې وویل: "یو څه به وشي"، او بیا یې د خبرو پر مهال پر اغلې عمر یې د واده په تړاو د درغلیو تورونه ولګول. په یوه جلا وینا کې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي توم هومان فاکس نیوز ته وویل چې عمر د کډوالو د نامعلومو سرغړونو له امله تر څېړنې لاندې ده.
عمر، چې ډیموکراټه ده، تیره میاشت دا ادعاوې رد کړې. هغې د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د بسپنې راټولو په یو برېښنالیک کې، چې بي بي سي هم لیدلی و، وویل: "زه به دا بیا تکرار کړم چې ټولو ته روښانه وي: زه د دې څېړنو په اړه په بشپړ ډول اندېښنه نه لرم، ځکه چې دا په ټوله معنا یوه ملنډې دي."
پرعمر ولسمشر ټرمپ هم مخامخ لفظي بریدونه کړي دي، ځکه ولسمشر مخکې وړاندیز کړی و چې "هغه باید سومالیې ته بېرته لاړه شي" او دا چې باید وویستل شي، په داسې حال کې چې د امریکا تابعیت ترلاسه کول د امریکا د استازو جرګې د څوکۍ لپاره یوه اساسي شرط دی.
عمر د ټرمپ سپکاوي او بریدونو ته په ځواب کې وویل چې دا یو "نامناسب او وېروونکی عمل" دی.
همدارنګه ولسمشر د سومالي امریکایی ټولنې په اړه هم منفي څرګندونې وکړې. تېره اوونۍ، هغه پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې د مینیسوټا ایالت "د صومالي کډوالو تر واک لاندې دی"، او ویې ویل چې "د مینیسوټا خلک باید له خپله ځانه دفاع وکړي."
جمهوري غوښتونکو د پلټنې د دې بهیر هرکلی کړی.
د مینیسوټا استازي، توم ایمر وویل: "هیڅوک له قانونه پورته نه دي. موږ په تمه یو چې د دې کلابندۍ او څېړنو په اړه نور جزئیات خپاره شي. حساب کتاب په بې رحمۍ سره راتلوونکی دی!."
عمر لومړنۍ سومالي الاصله امریکایۍ ده چې د امریکا د استازو جرګې لپاره ټاکل شوې. هغه د مینیپولیس په سیمه کې د ټاکنیزې حوزې استازیتوب کوي. مېرمن عمر او د میشیګان ایالت استازې، رشیدې طلیب، په کانګرس کې لومړنۍ دوه مسلمانې مېرمنې وې چې وټاکل شوې.
هغې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ۷۴ سلنه رایو په ګټلو سره دغه څوکۍ ته ځان ورساوه. د دوشنبې د ورځې د کلابندۍ وخت، چې د نومبر په میاشت کې د منځني پړاو له ټاکنو ۲۲ ورځې مخکې دی، د ځواک توازن به د راتلونکو دوو کلونو لپاره وټاکي، دا چاره ښايي د ډیموکراټانو اندېښنې راپاروي.
د عدلیې وزارت اوږدمهاله تګلاره لري چې له ډېرو هغو پلي کوونکو اقداماتو ډډه وکړي چې "یوه مسله راپورته کړي یا دا انطباع رامنځته کړي" چې دا په په ټاکنو کې د اغېز پرایستلو یا د نوماند د زیانمنولو په موخه ترسره کېږي.