تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د بيبيسي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې پر اېف اېم څپه د بي بي سي خپرونې ځنډولې دي.
د طالبانو حکومت یوه ویاند ویلي چې د بي بي سي خپرونې د"پرلپسې سرغړونو" له امله ځنډول شوې، خو د دغو سرغړونو په اړه یې نور ډېر څه نه دي په ډاګه کړي.
بي بي سي یوازینۍ نړیواله خبري اداره وه چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوو امریکایي رسنیو له بندیز وروسته یې لا هم د افغانستان دننه خپرونې کولې.
بي بي سي په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
"په افغانستان کې میلیونونه خلک د کره خبرونو او معلوماتو لپاره پر بي بي سي تکیه کوي، او موږ له چارواکو سره د وضعیت د حل لپاره کار کوو."
بي بي سي دغه خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې:
"موږ لا هم په افغانستان کې خپلو مخاطبینو ته په پښتو، دري او انګریزي ژبو په بېپرې او خپلواکه توګه خبرونه او نورې خپرونې د لنډو او منځنیو څپو راډیو، انلاین او سپوږمکۍ له لارې وړاندې کوو."
بي بي سي هره اوونۍ افغانستان کې له ۲۰ سلنې ډېرو افغانانو ته خبرونه او نورې خپرونې رسوي، چې په کې د نجونو لپاره ښوونیزې خپرونې هم شته. دغه خپرونې د هغو نجونو لپاره دي چې له شپږمو ټولګیو پورته له زدهکړو پاتې او کورناستې دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران، ځايي رسنیو ته ویلي:
"د بي بي سي په اړه د ځینو پرلپسې سرغړونو له امله، پرېکړه شوې چې د لنډ وخت لپاره یې فعالیتونه په ټول هېواد کې وځنډول شي."
د طالبانو حکومت په هېواد کې پر رسنیو ټینګ څار لري.
موسیقي نه خپرېږي او په۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته ښځې د پخوا په پرتله پر ټلویزوني پردو لږې لیدل کېږي. مېرمنې نور اجازه نه لري چې له نارینه وو سره یوځای په خپرونو کې څرګندې شي.
خلک لا هم ځینې ټولنیزې رسنۍ کارولی شي، خو د هېواد په ډېرو سیمو کې د برېښنا نشتوالی، د انټرنیټ او نور ټولنیزو خدمتونو لوړ لګښتونه او د سواد ټیټه کچه لا هم لوی خنډونه ګڼل کېږي.
د بي بي سي افغان څانګه له ۱۹۸۱ زېږدیزکال راهیسې فعالیت کوي.