له بېړني حالت وروسته په خيبر پښتونخوا کې سياسي بدلون شونی دی؟

    • Author, روحان احمد
    • دنده, بي بي سي اردو- اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

د پاکستان د موسس محمد علي جناح انځور پر دېوال ځوړند دی، او مخې ته یې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر څوکۍ ناست دی. د هغه کیڼ لور ته د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ولاړ دی او ښي لور ته يې يو بل کس ولاړ ښکاري. د ولسمشر مخې ته پر مېز يوه پاڼه پرته ده چې هغه پرې لاسليک کوي.

دا عادي سند نه دی، بلکې هغه رسمي اسناد دي چې د فدرالي کابينې تر منظورۍ او د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف د مشورې له مخې ولسمشر ته لېږل شوي وو.

همدغو اسنادو ته د اکتوبر په ۱۱مه د لاسليک له ورکړې وروسته په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند حکومت پای ته ورسېد او په صوبه کې بېړنی حالت 'اېمرجنسي' او 'ګورنر راج' یا د والي واک نافذ شو.

که څه هم د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د فدرالي کابينې د منظورۍ او د لومړي وزير د سپارښتنې پر بنسټ په خيبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر راج نافذ کړل، خو د دغو لاسليکونو ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې بيا بيا خپرېده، چې پکې نوموړی پر اسنادو د لاسليک کولو پر مهال ليدل کېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر اصف علي زرداري د کومې صوبې د ګورنر راج د نافذولو پر اسنادو لاسليک کوي.

تر دې وړاندې، په ۲۰۰۹ کال کې هم ده په پنجاب ایالت کې د ګورنر راج منظوري ورکړې وه او د هغه مهال د اعلی وزير شهباز شريف حکومت يې ختم کړی و.

دغه راز، د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې هم اصف علي زرداري هغه ولسمشر و چې په بلوچستان کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو له امله يې د ګورنر راج د نافذولو پر سند لاسليک کړی و.

په دې سره، زرداري په تېرو ۱۳ کلونو کې، له سند صوبې پرته، د هېواد په درېيو نورو صوبو کې د ګورنر راج د نافذېدو تائید کړی دی.

حکومت وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د سختدريځۍ او امنيتي پېښو زياتوالی د بېړني حالت او ګورنر راج د نافذولو اصلي لامل دی.

په داسې حال کې چې ګڼو کسانو د دغه اقدام له امله پر پاکستان مسلم ليګ (ن) نيوکې کړې دي، اعتراض کوونکو پر پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي) هم سختې نيوکې او له طنزه ډکې تبصرې کړې دي.

يو خبريال د پيپلز ګوند سياسي ماضي ته په اشارې سره پر اېکس ليکلي:

''بېنظير بوټو، چې د جمهوريت د يوې نښې په توګه راڅرګنده شوې وه او د پوځي واکمنۍ پر مهال ووژل شوه، د هغې مېړه اصف علي زرداري، چې خپله يې هم ۱۱ کاله زندان تېر کړی، اوس د پاکستان د ولسمشر په توګه د خيبر پښتونخوا د منتخب حکومت د ځنډولو او د ګورنر راج د نافذولو پر اعلاميه لاسليک کړی دی.''

هغسې چې په ټولنيزو رسنيو کې ګڼ شمېر تبصرې او شننې خپرېږي، د خيبر پښتونخوا د حکومت ځنډولو او د ګورنر راج د نافذولو پرېکړه لا هم د بحثونو مرکزي موضوع ده.

په هغو کسانو کې، چې پر پيپلز ګوند یې نیوکې کړې، د سند ایالت پخوانی والي یا ګورنر محمد زبير هم شامل دی. نوموړي وويل:

''پيپلز ګوند ثابته کړه چې پر ولسواکي، اساسي قانون او د ولس پر حقونو باور نه لري. زه حيران يم چې د پيپلز ګوند هغه لېبرال پلويان اوس چېرې دي...''

خو له دغو ټولو نيوکو سره سره، د پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي) دريځ دا دی چې په خيبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت نافذول يو ''اساسي قانوني اقدام'' دی او هغه کسان چې نيوکې کوي، د دوی په وينا، ''اساسي قانون يې نه دی لوستی''.

د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د يکشنبې شپې په يوه خبري غونډه کې په خيبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر راج ''پر جمهوريت بريد'' وباله. ده وويل:

''دا عجيبه خبره ده چې هر ځل چې د کومې صوبايي ادارې پر ضد داسې ګام پورته شوی، هغه د پاکستان پيپلز ګوند د شتون پر مهال شوی دی، هغه ګوند چې ځان د جمهوريت نښه بولي. او درې واړه ځله ګورنر راج د اصف علي زرداري د واک پر مهال نافذ شوی دی.''

نوموړي نورې نيوکې هم وکړې او ويې ويل:

''تاسو جمهوريت رد کړی، يو ځل بيا مو اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او د بشري حقونو سپکاوی مو کړی دی.''

خو د پيپلز ګوند عمومي منشي نيئر بخاري د دې اقدام دفاع وکړه او ويې ويل:

''د ۱۹۷۳ کال په اساسي قانون کې دا مادې ځکه شاملې شوې دي چې که کله داسې استثنايي حالات رامنځته شي، نو د هېواد يا د يوې صوبې چارې په ښه ډول اداره کېدای شي.''

خو د پيپلز ګوند د مشرانو دا ډول څرګندونې تر اوسه د معترضینو د نيوکو د مخنيوي لپاره کافي نه دي ثابتې شوې، او په ټولنيزو او سياسي کړيو کې د دې پرېکړې په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

پیپلز ګوند ګټه وکړه او که تاوان

د اکتوبر په لومړیو ورځو کې بلاول بوټو زرداري په خيبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج احتمالي نافذول د ''اساسي قانون اټومي بم'' بلل او ټينګار يې کاوه چې د سختدريځۍ او امنيتي ستونزو د حل لپاره بايد سياسي لارې چارې ولټول شي.

د يادونې ده چې له پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) سره د خبرو پرېکړه هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شوې وه.

خو دا مذاکرات بريالي نه شول، او د اکتوبر په ۱۱مه د ولسمشر له لاسليک وروسته په خيبر پښتونخوا کې ګورنر راج او بېړنی حالت نافذ شو.

که څه هم د پاکستان اساسي قانون د ځانګړو حالاتو لپاره د بېړني حالت او ګورنر راج قانوني چوکاټ لري، خو ډېری شنونکي او سياسي مبصرين د يوې منتخبې صوبايي ادارې لېرې کول او د مرکزي واک له لارې د حکومت چلول يو غير جمهوري اقدام بولي.

خبريال او شنونکي اويس توحيد بي بي سي اردو څانګې ته وويل:

''هغه کسان چې د ضياءالحق دوره او د جمهوريت د بيا رغاونې مبارزه يې ليدلې، د دوی هيلې او توقعات سخت زيان ويني، چې ګوري د پاکستان پيپلز ګوند د يو ولسمشر په لاسليک د يوې صوبې منتخب حکومت ختمېږي او له غير جمهوري لارې ګورنر راج يا بېړنی حالت نافذېږي.''

د سياسي شنونکو په اند، دغه پرېکړه ښايي پيپلز ګوند ته لنډمهاله سياسي ګټه وکړي، ځکه ګوند د مرکزي حکومت د مهم شريک په توګه خپل اغېز ساتي. خو بل لور، دا اقدام د ګوند هغه سياسي روايت هم تر پوښتنې لاندې راولي چې کلونه يې د ولسواکۍ، پارلماني واکمنۍ او د ولسي رايې د درناوي ادعا کړې ده.

منتقدین استدلال کوي چې د يوې منتخبې ادارې پر ځای د ګورنر راج ملاتړ د پيپلز ګوند د تاريخي دريځ خلاف ګام دی. برعکس، د ګوند مشران ټينګار کوي چې دا اقدام د اساسي قانون له مخې او د امنيتي وضعيت د کنټرول لپاره ترسره شوی دی.

له همدې امله، د پيپلز ګوند لپاره د دې پرېکړې سياسي پايله لا روښانه نه ده. که امنيتي وضعيت ښه شي، ګوند ښايي خپل دريځ توجيه کړي، خو که ستونزې دوام وکړي، نو د ولسواکۍ او صوبايي خپلواکۍ د پلويانو نيوکې به نورې هم زياتې شي.

د اویس توحيد په اند په خيبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج نافذېدل د پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) د سياسي هوکړې او رضايت له مخې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، که څه هم پر کاغذ د ولسمشر اصف علي زرداري لاسليک شته او فيصل کريم کنډي، چې د صوبې ګورنر یا والي دی، هم د پيپلز ګوند غړی دی، خو په اوسني ''هايبرېډ نظام'' کې د دې پرېکړې مسووليت يوازې پر سياسي مشرانو نه، بلکې پر اسټېبلشمنټ هم راځي.

خو د پاکستان پيپلز ګوند عمومي منشي نيئر بخاري له دې نظر سره موافق نه دی. د هغه په وينا، پيپلز ګوند د دې بهير اصلي پرېکړه کوونکی نه و، ځکه اجرائيه واک د مسلم ليګ (ن) په لاس کې دی.

نوموړي استدلال کړی:

''دا کوم غير اساسي قانوني اقدام نه دی. فدرالي حکومت خپل راپور وړاندې کړی و، ګورنر هم خپل راپور ورکړی و، او د تازه حالاتو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه. د اساسي قانون د ۴۸(۱) مادې له مخې ولسمشر اړ دی چې د لومړي وزير پر مشوره عمل وکړي.''

خو ډېری سياسي شنونکي د پيپلز ګوند له دې دريځ سره یوه خوله نه ښکاري او باور لري چې له دې وضعيت څخه تر ټولو زياته سياسي ګټه همدغه ګوند ته رسېږي.

د سیاسي چارو شنونکې عارفه نور بي بي سي اردو ته وويل:

''له دې پرېکړې پاکستان پيپلز ګوند ته يوازې ګټه رسېدلې ده. په خيبر پښتونخوا کې د دوی ګورنر دی، او په عملي توګه د پيپلز ګوند اغېز اوس څلورمې ادارې ته هم غځېدلی دی.''

د هغې اشاره د سند، بلوچستان او ګلګت بلتستان هغو ځايي حکومتونو ته وه چې پيپلز ګوند پکې نفوذ لري. د همدې لپاره عام سياسي تاثر دا دی چې د خيبر پښتونخوا په چارو کې هم د ګوند ونډه او نفوذ زيات شوی دی.

عارفه نور پر پيپلز ګوند د نيوکې په ترڅ کې وويل:

''دوی تل موږ ته وايي چې په حکومت کې نه يو او د اپوزېسيون رول لرو، خو په عملي توګه د څلورو ادارو واک او نفوذ ورسره دی. ان مسلم ليګ (ن) هم دومره ادارې نه لري.''

خو په خيبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج د نافذولو لپاره رسمي دليل ترهګري او خراب امنيتي وضعيت ښودل شوی، او له همدې امله پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند دواړه له يوې مهمې سياسي ازموينې سره مخ شوي دي.

شنونکی اويس توحيد وايي:

''اوس چې پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند د ترهګرۍ د خطر او ناامنۍ د زياتوالي په دليل ګورنر راج او بېړنی حالت نافذ کړی، نو ورسره يې پر خپلو اوږو يو دروند مسووليت هم اخيستی دی. اوس به دا کتل کېږي چې په راتلونکو مياشتو کې دوی امنیت او نظم تر کومې کچې بېرته راولي.''

ايا له ګورنر راج او بېړني حالت وروسته په خيبر پښتونخوا کې سياسي بدلون شونی دی؟

خيبر پښتونخوا له ۲۰۱۳ کال راهيسې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مهم سياسي مرکز پاتې شوی دی. دغه ګوند د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ ټاکنو کې هم په صوبه کې څرګند اکثريت ترلاسه کړی و او حکومت يې جوړ کړی و.

د بېړني حالت او ګورنر راج تر نافذېدو وروسته، که څه هم تر اوسه په صوبه کې پراخ احتجاجونه نه دي ليدل شوي، خو سياسي شنونکي باور لري چې د عمران خان سياسي نفوذ او ولسي ملاتړ لا هم تر کافي بریده پياوړی دی.

د خيبر پښتونخوا يو تجربه لرونکی شنونکی غلام دستګير وايي:

''زموږ د صوبې سياسي واقعيتونه له تېرو ۱۲ تر ۱۵ کلونو موده کې ډېر بدل شوي دي. اوس د عمران خان د رايو پانګه خورا پياوړې شوې ده.»

د هغه په وينا، هغه ګوندونه چې پخوا به يې په صوبايي سياست کې مهم رول لوباوه، لکه عوامي نېشنل ګوند (اې این پي) او پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي)، اوس د پخوا په څېر سياسي ځواک نه لري. دغه راز د افتاب شېرپاو ګوند، چې پخوا به يې د څو څوکيو په ګټلو سره د حکومت په جوړولو کې مهم رول درلود، هغوی هم خپل پخوانی نفوذ له لاسه ورکړی دی.

غلام دستګير زياتوي چې:

''د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ کلونو په ټولټاکنو کې پي ټي ای څرګند اکثريت ترلاسه کړ، او اوس د نورو سياسي ګوندونو لپاره ډېره سياسي فضا نه ده پاتې.''

د هغه په اند، جمعيت علمای اسلام (ف) لا هم د صوبې په ځينو سویلي سیمو 'ضلعو' کې خپل نفوذ ساتلی، خو هلته هم پي ټي ای د دوی لپاره سياسي ستونزې رامنځته کړې دي.

له همدې امله شنونکي باور لري چې يوازې د ګورنر راج نافذېدل په سملاسي ډول د سياسي توازن د بدلېدو معنا نه لري. که د صوبې اوسنی سياسي واقعيت په پام کې ونيول شي، نو د پي ټي ای ولسي ملاتړ لا هم د خيبر پښتونخوا په سياست کې تر ټولو مهم فکتور ګڼل کېږي. خو وروستۍ پايله به تر ډېره د امنيتي وضعيت، د ګورنر راج د دورې د فعالیتونو او د راتلونکو سياسي پرمختګونو له مخې ټاکل کېږي.

خو د چارو شنونکی غلام دستګير وايي، فکر نه کوي، چې پاکستان پيپلز ګوند به د ګورنر راج يا بېړني حالت له لارې په خيبر پښتونخوا کې د ځان لپاره پراخ سياسي ځای جوړ کړای شي.

د هغه په وينا، اصف علي زرداري د پیپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) تر منځ اصلي سياسي سيالي پخوا په پنجاب کې وه، خو له ۲۰۱۸ کال وروسته پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) هلته هم د يو ستر سياسي ځواک په توګه راڅرګند شو.

غلام دستګير وايي:

''کله چې پيپلز ګوند په پنجاب کې د پي ټي ای مقابله ونشوای کړای، نو په خيبر پښتونخوا کې به يې څنګه وکړي؟ که څوک يې مني او که نه، په خيبر پښتونخوا کې لا هم د پي ټي ای اغېز او نفوذ شته.''

خو د هغه په اند، د پيپلز ګوند او د ګورنر ادارې لپاره يوه احتمالي لار شته. دی وايي:

''اوس بايد ګورنر او د هغه شورا په عملي توګه کار وکړي او خلکو ته وښيي چې د دوی فعالیت د پي ټي ای د دورې پرتله غوره دی.''

هغه زياتوي:

''کېدای شي په داسې صورت کې د دوی لپاره يو څه سياسي فرصت رامنځته شي.''

بل لور، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي وايي، په خيبر پښتونخوا کې د سختدريځۍ او تاوتريخوالي پېښې په تېرو اتلسو مياشتو کې شاوخوا ۱۹۵ سلنه زياتې شوې دي.

له همدې امله اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ايا فيصل کريم کنډي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداره به وکولای شي امنيتي وضعيت ښه کړي او د ناامنۍ مخه ونيسي؟

د چارو شنونکی اویس توحيد وايي:

''په دې تړاو هېڅ شک نشته چې پاکستان تحريک انصاف د طالبانو په اړه نرم دريځ لري. عمران خان او د هغه د ګوند نورو مشرانو تل له طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی او تل د خبرو پلوي پاتې شوي دي.''

خو د هغه په اند، په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د پياوړې کېدو مسووليت يوازې پر پاکستان تحريک انصاف نه شي اچول کېدای.

نوموړی وايي:

''دا موضوع په ۲۰۰۲ کال کې پيل شوه، چې په خيبر پښتونخوا کې د متحده مجلس عمل حکومت واک ته ورسېد او هلته د طالبانو د طرز ځينې نښې او تګلارې ليدل کېدې.''

هغه زياتوي:

''دغه راز د جنرال پروېز مشرف حکومت او د هغه مهال اړوند دولتي او امنيتي ادارې هم د دې وضعيت په رامنځته کېدو کې خپله برخه مسووليت لري.''

د چارو شنونکی غلام دستګير هم ورته دريځ لري. د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې په صوبه کې لسګونه کوچني او لوی پوځي عمليات ترسره شوي، خو بيا هم سختدريځي او ناامني په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

غلام دستګير وايي:

''د خلکو په منځ کې بې‌باوري شته. دا مهال حکومت او اسټېبلشمنټ د وسله‌والې سختدريځۍ پر ضد د صفر زغم تګلاره لري، او هيله ده چې دا تګلاره دوام ومومي، ځکه خلکو پخوا د "ښه طالبان" او "بد طالبان" پاليسي هم تجربه کړې ده.''