وروستی, د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا د بېړني حالت تر تصویب وړاندې چا څه وویل؟
که څه هم د پاکستان قامي اسمبلۍ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت نافذول "په غوڅ اکثریت" سره تصویب کړ خو پر وړاندې یې ګڼ مخالفتونه هم وو او د مرکزي حکومت پر دې پرېکړې سختې نیوکې وشوې.
- محمود خان اڅکزی: په داسې حال کې چې د قامي اسمبلۍ دا غونډه او ویناوې د پاکستان دولتي او نورو تلویزونونو په ژوندۍ بڼه خپرولې خو چې کله د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د خبرو وار راغی نو له غونډې ژوندي نشرات بند شول.
هغه وروسته پرخپله اېکسپاڼه د خپلې وینا ځینې برخې خپرې کړې چې ده پکې د پاکستان مرکزي حکومت باندې تور پورې کړ چې د پوځ په مرسته یې د خیبر پښتونخوا حکومت بېواکه او ړنګ کړ او "د پيسو په زور قامي اسمبلي اخلي" او د خپلې خوښې پرېکړې پرې کوي.
د ښاغلي اڅکزي په وینا، "که تاسې په زور له موږ واک او د رایې حق تروړئ نو موږ ټول ایالتونه به مو پر ضد راولاړېږو".
ده مرکزي حکومت "بد" وګاڼه او ویې ویل چې د "سمولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر [سهیل اپریدی] په سمه و" او د قامي اسمبلۍ له مشره یې وغوښتل چې دا پرېکړه لغوه کړي.
که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت د ښاغلي اڅکزي دغو ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې ویلي چې په پښتونخوا کې "ناامني ډېره شوې وه" او تېر حکومت یې په مخنیوي کې "ناکام" و نو ځکه له بېواکه کړای شو.
- خواجه اصف: د پاکستان دفاع وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف وویل چې حکومت ته په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له نافذولو "بله لار نه وه ورپاتې".
هغه د تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا بېواکه شوي حکومت باندې نیوکه وکړه چې "له ترهګرۍ سره په مبارزه" کې پاتې راغلی او تور یې پورې کړ چې، ګواکې د تحریک انصاف "حریف" د پاکستان ریاست او "حلیف" طالبان دي، ځکه چې په وینا یې، هغوی هم په پښتونخوا کې بېړنی حالت او د پوځ ګمارل غندلي دي.
معلومه نه ده چې د خواجه اصف هدف کوم طالبان دي او د سهیل اپریدي په ګډون په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګڼ غړي "نیول شوي" نو معلومه نه ده چې دې تورونو ته به یې غبرګون څه وي. خو په تېر کې ښاغلي اپریدي ویلي وو چې له مرکزي حکومت او پوځ سره یې مخالفت په دې کې دی چې په پښتونخوا کې نور پوځي عملیات نه غواړي.
په نننۍ غونډه کې د ځینو نورو ویناوالو دریځ لاندې لوستلی شئ: