تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان هسکو غرنیو سیمو کې سږنۍ لومړنۍ واورې ورېدلې
دا اوونۍ د افغانستان په هسکو غرنیو سیمو کې د سږ کال لومړنۍ واورې ورېدلي دي. که څه هم د واورې اورښت له لویه سره په ښه پال نیول کېږي خو ورسره د لارو تړل کېده او د سړې څپې له امله د خوړو او سرپناه کړاو هم مل وي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د سالنګ پر لویه لاره ځای ځای واوره ورېږي خو د لارو د تړل کېدو کومه سم لاسي وېره نشته.
سالنګ ته په ور څېرمه پنجشیر ولایت کې هم ځايي چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په لوړو غرنیو غاښو واورې ورېدلې دي. د پنجشیر د ولایتي ادارې ویاند سیف الدین لټون بيبيسي ته ویلي چې د واورو ورېدو له پیل سره د لرې پرتو سیمو د خلکو د خوندیتوب او اسانیو لپاره ولایتي چارواکو ناستې ولاړې کړې دي.
ښاغلي لټون وویل" د یونیسف د مرکزي زون مشرې دیتري او د روغتیا د برخې مشر ښاغلي سلیمانخېل څو شېبې وړاندې پنجشیر کې له والي حافظ محمد اغا حکیم سره لیده کاته درلوده او په ساړه ژمي کې له کورنیو سره د مرستو ټینګه غوښتنه وشوه."
ښاغلي لټون وویل چې دوی ځکه وار دمخه د مرستو او پاملرنې غوښتنه کوي چې د ژمي په سختېدو "تل فرعي لارې او درو ته ورغلي سړکونه تړل کېږي او خلک له ستونزو سره مخامخېږي."
هغه وویل د طالبانو حکومت مرکزي او ولایتي ادارې د هر ډول بېړنیو حالاتو لپاره چمتوالی لري.
د پنجشیر، نورستان، کونړ او نورو غرنیو ولایتونو ډېر وګړي د ژمي ساړه موسم کې تر ډېره خپل خواړه او نور اړین توکي له وړاندې پېري ځکه د لارو له بندیدو سره د ورځنیو اړتیاو پوره کول اسانه چاره نه وي. دغلته په ډېرو ځايي هټیو کې توکي په لوړه بیه پلورل کېږٍي او د سیمو د خلکو هڅه دا وي چې په دودیزو وسیلو او کرنیزو محصولاتو وپايي.
په هغو سیمو کې چې تازه د پاکستان او ایران له کډوالۍ خلک خپلو پلرنیو مېنو ته ورستانه شوي، ښايي د ژمي شپې ورځې ورته ښه موسم نه وي ځکه ډېر یې په وړو او ګڼ وګړو کورونو کې دېره دي او یو شمېر خو د لنډمهالو مېشتغالو مېلمانه دي.
له کړاو ور هاخوا ډېر خلک واورو او اورښتونو ته خوښ هم دي ځکه د افغانستان پراخې برخې وچکالۍ ځپلي او د کرنې په ګډون یې د ژوند نږدې هره برخه زیانمنه کړې ده. بي بي سي تېر کال د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند له داسې سیمو لیدنه کړې وه چې د وچکالۍ له امله بشپړ کلي له خلکو تش او ځايي وګړي کډې کولو ته اړ شوي وو.