حاجیان په عرفات کې

حاجیان په عرفات کې د رحمت غره پر سر
د عکس تشریح، حاجیان په عرفات کې د رحمت غره پر سر
د خپرېدو وخت

نن (سې شنبه، د ذو الحجې نهمه) د عرفات ورځ ده. په سعودي عرب کې حاجیان له منی نه عرفات ته ځي او ورځ هلته تېروي. عرفات د حج یو مهم او لوی رکن دی.

د سعودي عرب د حج وزارت ویلي، سږ کال د حاجیانو شمېر ۲٫۳ میلیون ته رسېدلی دی.

د عرفات میدان له مکې مکرمې نه نژدې ۲۲ کیلومتره لیرې پر یوه نرمه ځمکه دی چې ورڅېرمه د عرفات غر هم پروت دی. دا غر د (رحمت غر) په نامه مشهور دی چې لوړوالی یې ۳۰ مترو ته رسېږي.

زرګونه حاجیان منی کې د (ترویې) ورځ تېروي
د عکس تشریح، زرګونه حاجیان منی کې د (ترویې) ورځ تېروي

عرفات د مکې مکرمې او طایف ښارونو په منځ کې موقعیت لري او له منی نه ۱۰ کیلومتره واټن لري.‌

حاجیانو تېره ورځ منی کې تېره کړې ده.‌

مکه

حاجیان په عرفات کې د ماسپښین او مازدیګر د جماعت لمونځونه په قصر ادا کوي او هلته د (نمرة)‌ جومات خطبه اوري، د همدې ورځې له لمر لوېده سره سم مزدلفې ته له خوځېدو وړاندې دعاګانې کوي.

مکه

په مزدلفه شپه تېروي او هلته د جُمرو (شیطانانو ویشتلو) لپاره کاڼي راغونډوي.

د ذي الحجې پر لسمه ګهیځ، حاجیان منی ته د شیطانانو ویشتلو لپاره ورځي.‌ بیا خپل وېښتان خريي یا لنډوي. قرباني کوي او کعبې شریفې ته د "افاضه" په نامه طواف لپاره ورځي.‌

حج

بیا منی ته د تشریق د ورځو لپاره بېرته ستنېږي او وروسته مکې ته د (وداع)‌ یا خدای پامانۍ طواف لپاره ورځي چې په دې سره د حج مراسم ختمېږي.