اذربایجان کې د حجاب د بندیز قضیه څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په اذربایجان کې د حکومت له خوا د زده کونکو او د ښوونځیو د کارکوونکو پر حجاب اغوستلو د نا مستقیم بندیز لګولو له پرېکړې وروسته په هېواد کې اعتراضي لاریونونه پیل شوي دي.
دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې ځینو ښوونځیو زده کونکي او ښوونکي ټولګیو ته له ننوتلو وګرځول. د اعتراضونو له پیلېدو سره جوخت په اذربایجان کې د خواله رسنیو کاروونکو خبر ورکړی چې انسټاګرام او ټیک ټاک ته لاسرسی له ستونزو سره مخ شوی او د دوی په وینا دا ټولنیزې رسنۍ یوازې د )وی پي این) له لارې د لاسرسي وړ دي. دا کار دغو اوازو ته تقویه ورکوي چې په ښوونځیو کې حجاب پورې اړوند بندیزونو خلاف د اعتراضونو پر مهال دغو ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدودېږي.
حکومتي چارواکو د دغو ټولنیزو شبکو بندېدل نه دي تایید کړي، خو ګوتنیونکي وايي چې خواله رسنیو ته د لاسرسي ستونزې په ښوونځیو کې د حجاب پر بندیز د اعتراضونو له امله دي. د بي بي سي یوه خبریال له خپلو ځینو پېژندل شویو کسانو سره د دې موضوع څېړنه وکړه، نو هغوی هم دغو ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی ونه شو موندلی. اته ځلي هڅو کې یوازې په یوه وار ټیک ټاک ته لاسرسی شونی شو. ځینو کاروونکو د یوټیوب د سرعت له کمېدو، جی میل اکاونټونو ته د ننوځلو له ستونزو او په ټولیز ډول د انټرنیټ له خنډونو شکایت کړی دی. حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړی او نه یې هم د دغو ټولنیزو رسنیو بندول تایید کړي دي. پر انسټاګرام د 'اذربایجان جمهوریت' هشټاګ په لټولو کې د حجاب موضوع تر ټولو لوړه ښکاري. پر خواله رسنیو، خلک پر دې موضوع پراخ ډول وېشل شوې دي.
ځینو کاروونکو د مذهبي ازادۍ او د حجاب اغوستلو د حق ننګه کړې، په داسې حال کې چې ځینو نورو ویلي، دا موضوع له بهرني اغېز سره تړلې ده او د اذربایجان سیکولر یا پر مذهب نه ولاړ هویت ته ګواښ پېښولی شي. ډېرو کاروونکو پر دې بندیز غوسه څرګنده کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ځینو ښوونځیو کې له حجاب لرونکو زده کونکو غوښتل شوي چې ښوونځي ته د ننوتلو اجازې د غوښتنې لپاره هم اعتراض وکړي. په دغو لاریونونو کې بې حجابه نجونې او هلکان هم شريک وو. په یوه ویډیو کې یوه نجلۍ د ټولګیو کړکیو ته اشاره کوي او کلمې ته مخامخ وايي: 'ستاسو ملګري په سړکونو کې دي او تاسو لږ تر لږه چوپ یاست.' په بله ویډیو کې زده کونکي 'حجاب د زده کړې پر وړاندې خنډ نه دی' شعارونه ورکوي.
اذربایجان یو سیکولر هېواد دی، خو له ۹۰ سلنې ډېر وګړي یې مسلمانان دي. د ولسمشر علیوف مېرمن هم هغه مهال حجاب اغوندي چې رسمي او مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.
د سپټمبر پر ۲۱مه د اذربایجان د کابینې له خوا په منظور شوې پرېکړهلیک کې په مخامخ ډول د حجاب یادونه نه ده شوې. په دې کې یوازې ویل شوي چې د زدهکونکو او ښوونکو جامې باید د زده کړې له سیکولر اصولو سره برابرې وي.
په دې تړاو نه د حکومت ټولیزې کابینې او نه هم د اذربایجان د پوهنې وزارت د دې پرېکړې لاملونه روښانه کړي او له دغو ادارو هیڅ یوې د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د اذربایجان د ډیجیټل پراختیا وزارت رسنیز دفتر هم موږ ته په دې اړه څه نه ونه ویل.
حکومتي چارواکو اعلان وکړ چې ۳۷ کسان د دې پرېکړهلیک پلي کولو کې د خنډ جوړولو د هڅې په تور نیول شوي دي.
پر حجاب د بندیز پخوانۍ بېلګې
اړوندو چارواکو ویلي چې د 'یوې ډلې کسانو' په پلازمېنه کې په ښوونځیو کې د یو ډول یونیفورم یا رسمي جامو پورې اړوند تګلارو پلي کولو په لړ کې د "ښوونیزې برخې کارکونکو لپاره تاوتریخجن حالت رامنځته کړی"، دولتي تعلیمي مرکزونو ته یې زیان رسولی، عامه نظم یې ګډوډ کړی او ټرافیک او د ښوونځیو فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي. په باکو کې د یوه ښوونځي په اړه د بي بي سي یوې سرچینې وویل چې د لېسې هلکانو ته هم ویل شوي چې ږیرې وخریی، که څه هم په پرېکړه لیک کې داسې کوم شرط نشته.
په ۲۰۱۱ کال کې هم د اذربایجان جمهوریت په ښوونځیو کې پر حجاب بندیز لګول شوی و.
هغه مهال دا بندیز د پوهنې وزارت د لارښوونې له لارې پلي شوی و او پر وړاندې یې پراخ اعتراضونه شوي وو. تر ټولو ستر لاریونونه په نارداران کې شوي وو. دا یو داسې ښارګوټی دی چې په خپلو پیاوړو اسلامي دودونو پېژندل کېږي، او په باکو کې د پوهنې وزارت د ودانۍ مخې ته هم اعتراض شوی و. هغه مهال پولیسو د لاریونوالو خلاف سخت ګامونه پورته کړي وو او ځینې نیول شوي کسان پر حبس محکوم شوي وو. ګوتنیونکي وايي چې د اذربایجان چارواکي له کلونو راهیسې د سیاسي اسلام خلاف پرله پسې اقدامات کوي، یعنی د داسې کسانو خلاف چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له لارې د هېواد پر سیاست اغېز هڅه کوي. د سولې او ډیموکراسۍ انسټیټیوټ د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د سیاسي بندیانو لویه برخه مذهبي ډلې تشکیلوي.
د اسلام په اړه دا چلند په دې وروستیو کې د ترکیې او اذربایجان جمهوریت ترمنځ د کړکېچ یو لامل هم شوی دی. په ترکیه کې د دین رول نسبتاً څرګند دی په داسې حال کې چې د اذربایجان جمهوریت "یو سیکولر استبدادي حکومت" بلل کېږي. پر حکومت ګوتنیونکی او خبریال افغان مختارلي ليکي: "حجاب کومه ستونزه نه رامنځته کوي، خو [ولسمشر الهام] علیوف ته د خپل قدرت د پیاوړي کولو لپاره د یوه افراطي اسلام انځور ته اړتیا ده. د ایران او ترکیې په اړه چې کومې خبرې کېږي، هغه یوازې کیسې دي." افغان مختارلي پر دې باور دی چې چارواکي مذهب د مذهبي کسانو پر وړاندې د فشار د ساتلو د پلمې په توګه کاروي. هغه دا هم وویل چې د ټولنیزو رسنیو د پلیټ فارمونو بندول د حجاب پر بندیز د اعتراضونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د حکومت هڅه ده. بل خوا د حکومت پلویان د دې پرېکړهلیک له منظورۍ راهیسې دا دریځ لري چې دا بندیز د اذربایجان جمهوریت د ملي حاکمیت د پیاوړي کولو د بهیر برخه ده، چې هڅه کوي ځان د نورو هېوادونو له بهرني اغېزه ازاد کړي. دا کسان په مخامخ ډول د اذربایجان د زیاتو مذهبي ګاونډیو هېوادونو، ایران او ترکیې، نوم نه اخلي، خو ډېر خلک پر دې باور دي چې کله الهام علیوف په دې وروستیو کې د بهرنۍ ایډیالوژیکې لاسوهنې د مقابلې او اذربایجان ته د کوم سرپرست یا ساتونکي اړتیا نه لرلو خبره وکړه، نو اشاره یې په اصل کې ترکیې ته وه.
دولتي ټلویزیوني چینل (AzTV) خبرداری ورکړی چې بهرنی ایډیالوژیک نفوذ، په ځانګړي ډول پر ځوانانو متمرکز آنلاین توکي، د اذربایجان لپاره یوه امنیتي ستونزه ده. د د دغه ټلویزوني شبکې په وینا ځینې بهرني عناصر مذهب د یوې وسلې په توګه کاروي او هڅه کوي د اذربایجان سیکولر دولتي ماډل کمزوری کړي. AzTV وايي چې د داسې اقداماتو موخه ملي یووالي ته زیان رسول، هېواد د بهرني نفوذ لاندې راوستل او د هغه د ازادې پالیسۍ لوری اړول دي. AzTV د ځینو هېوادونو له نوم اخیستلو پرته تور ولګاوه چې هغوی د اذربایجان په دننه کې داسې ډلې لمسوي او هڅوي چې کمپاین پر مخ وړي ترڅو حکومت د اسلام او حجاب ضد ثابت کړي.
دولتي ټلویزون وویل چې چارواکي بې د "عرب او فارسي ارزښتونو" د واردولو او د مذهبي زده کړو له لارې د اذربایجاني ماشومانو پر روحیه د اغېز شیندلو د هڅو خلاف مقاومت وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا مدني ټولنې 'ښوونیزې شورا' ویلي چې د 'حجاب د موضوع سیاسي ګټه اخیستنه' د هېواد د 'ثبات، زغم چاپیریال او ملي او معنوي ارزښتونو' لپاره زیانمنه ده او د دې موضوع د نه سیاسي کولو غوښتنه یې کړې ده.
سیاسي شنونکي فرهاد ممادوف هم دا ډول دریځ غوره کړی دی. هغه لیکلي: "له مذهبي ارزښتونو ناسمه ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده، ځکه زموږ ماشومان له دغه لارې کېدلی شي د بهرني مذهبي نفوذ وسیله شي چې دا کار باید ونه شي. داسې نفوذ شته او دا په منظمه توګه ترسره کېږي."
د ایران له نوم اخیستلو پرته هغه څو ځلې ګاونډي هېواد د دې مذهبي نفوذ سرچینه بللې ده. د حکومت پلوي کارپوهان، د پارلمان غړي او د پوهنیز ډګر څېرې وايي چې یو ډول ښوونیز یونیفورم د زده کونکو ترمنځ د څرګند اقتصادي توپیر په کمولو کې مرسته کوي او د زده کړې سیکولر کرکټر ساتي. د دوی په وینا ماشومان باید له خپل خپلواک فکري جوړښت مخکې مذهبي جامو اغوستلو ته ونه هڅول شي، البته مذهبي عقایدو ته درناوی اړین دی.



















