د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر کابل ته تللی

د طالبانو حکومت د استخباراتو مشر کابل کې چهارشنبه د اکټوبر۱۴مه له خپل روسي سیال سره کتلي دي.
د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د استخباراتو مشر کابل کې چهارشنبه د اکټوبر۱۴مه له خپل روسي سیال سره کتلي دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو حکومت د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

کابل کې د طالبانو حکومت یوې معتبرې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او استخباراتي همکاریو بحثونه درلوده.

سرچینې ونه ویل چې دې لیدنو کې کومه داسې ځانګړې موضوع وه چې د دې ناستو ولاړو اجنډا جوړوي، خو وايي د معلوماتو د راکړې ورکړې او ګډو امنیتي همکاریو پر سر خبرې شوې دي.

دوه اوونۍ وړاندې روسیې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د روزنې ادارې اړونده یوه پوځۍ ډلګۍ د ۲۰۲۶ کال پوځي تمریناتو لیدو لپاره وربللې وه. هغو تمرینانو کې ولسمشر پوتین هم ګډون کړی و.

روسیه یوازینی هېواد دی چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني. د طالبانو حکومت تېره جولای میاشت کې ویلي و چې له روسیې سره یې د امنیتي همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

کابل ته بیا د دا وړ لوړو پوړي استخباراتي چارواکي سفر کمساری دی.

تېره سپټمبر میاشت کې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن هم کابل ته تللی و چې، وروسته وویل شول، د سفر موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ په غونډه کې هم ویلي وو چې مسکو چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په عادي کولو او کړکېچ پای ته رسولو کې منځګړیتوب وکړي.