امریکا کې په یوه لومړني ښوونځي کې ډزې؛ درې ماشومان او یوه ښوونکې وژل شوې

امریکا
    • Author, ربېکا پیدر
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پولیسو ویلي چې د امریکا د اوریګون ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یوه ۱۶ کلن هلک درې ماشومان او یوه ښوونکې په ډزو وژلي او وروسته پخپله هم د یوه ځايي کس لخوا وژل شوی دی.

د بېنډ ښار د پولیسو مشر مایک کرانټز ویلي، بریدګر چې نوم یې نه دی خپور شوی، د پنجشنبې ماسپښین د سېلور رېل لومړني ښوونځي پر بندو دروازو ډزې وکړې او په زور ښوونځي ته ننوت.

د نوموړي په وینا، بریدګر د یوه ځايي اوسېدونکي لخوا چې هغه یې تر ښوونځي پورې تعقیب کړی او هلته یې پرې ډزې کړې، وژل شوی دی.

د ډزو دې پېښه کې له وژل شویو ماشومانو یو پنځه کلن، یو اته کلن او بل یوولس کلن دي.

مایک کرانټز وایي، یو اووه کلن ماشوم او یوه ۵۴ کلنه ښوونکې چې دواړه سخت ټپي وو، روغتون ته لېږدول شوي وو.

لا معلومه نه ده چې بریدګر له دغه ښوونځي سره کوم تړاو درلود که نه.

د پوهنې برخې یوه سیمه‌ییز مشر سټیون کوک په یوه بیان کې ویلي: "موږ د دې بې معنا غمیزې له امله سخت حیران او خواشیني یو."

هغه زیاته کړه: "هیڅ الفاظ نه شي کولای هغه درد او غم بیان کړي چې زموږ ټولنه یې تجربه کوي."

پولیسو ویلي چې بریدګر د همدې سیمې اوسېدونکی او ۱۶ کلن هلک و، خو د هغه او د قربانیانو په تړاو یې نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د پولیسو ویاندې شیلا مېلر خبریالانو ته ویلي چې دوی ته د ماسپښین په ۱۲:۵۹ بجو د برید په تړاو خبر ورکړل شو.

Two men stand in the lower left corner wearing bullet-proof vests that say "sheriff" on them. In the background is a green building with wooden panelling, with the name of the school on it.
د عکس تشریح، مشکوک بریدګر هم د پېښې ځای کې وژل شوی دی

لومړنی زنګ د یوه کس له خوا وهل شوی و چې ویلي یې وو یو ناپېژانده کس د ده پر موټر ډزې کوي.

وروسته په خپرو شوو تصویرونو کې یو سور رنګه موټر ښکاري چې په مرمیو سوری شوی دی.

څو دقیقې وروسته د ځايي بېړني خدماتو ته زنګونه ورسېدل او راپور ورکړل شو چې بریدګر ښوونځي ته ننوتی دی.

پولیس وايي هغه د دروازو پر قفلونو ډزې کړې چې خلاصه یې کړي.

سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د دغه ښوونځي ټولګیو ته نوې دروازې لګول شوې وې چې د یوه سویچ په اړولو سره بندېدې.

د پولیسو په وینا، تر دې وروسته یوه ځايي اوسېدونکي بریدګر تعقیب او په ښوونځي کې په ډزو وواژه.

د بېنډ ښار ټول ښوونځي د جمعې په ورځ تړل شوي وو او چارواکو ویلي چې ټولنه د دې غمیزې له امله د رغېدو او ارامېدو وخت ته اړتیا لري.

د پولیسو په وینا، په سلور رېل لومړني ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زدکوونکي زدکړې کوي او له ۴۰ څخه ډېر کارکوونکي لري.

د شمېرو له مخې، تېر کال د امریکا په ښوونځیو کې د ډزو ۲۳۵ پېښې او سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت شوې دي.