د پاکستان حکومت او اپوزېسیون خبرې: د سهیل اپریدي څرګندونې ولې لانجمنې شوې؟

د عکس سرچینه، PTI/APP
د پاکستان حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو (نن خالي/شنبه) اسلام اباد کې د مرکزي پارلمان ودانۍ کې روان دی.
د دغه مذاکراتي بهیر کوربه د پاکستان د قومي اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق دی او د حکومت او اپوزېسیون یا سیاسي مخالفه ډلو استازو په کې ګډون کړی.
په دغو مذاکراتو کې د واکمن مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف ځینو نوموتو مشرانو برخه اخیستې.
د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجا د پارلمان ودانۍ مخې ته رسنیو ته ویلي، چې د قانون حاکمیت او د عدالت بیا ټینګښت له پامه نه شي غورځول کېدای.
هغه زیاته کړه چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیا پر سر هم جوړجاړی د منلو وړ نه دی او نوموړی باید د درملنې لپاره شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.
بل لور ته وفاقي وزیر امیر مقام د مذاکراتو په اړه محتاطه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت په ښه نیت د خبرو اترو په بهیر کې ګډون کړی او هیله لري چې مذاکرات به مثبت لوري ته ولاړ شي.
تحریک انصاف ګوند د اکټوبر پر ۴مه د پراخ لاریون اعلان کړی، خو مرکزي حکومت ویلي، چې د اسلام اباد پر لور به یې د ورتګ مخه ونیسي.
د پاکستان تحریک انصاف مشر باریسټر ګوهر علي خان رسنیو ته ویلی وو چې دا د حیرانتیا خبره ده چې د دوی د پلان شوي لانګ مارچ د مخنیوي هڅې کېږي.
هغه وویل، په سیاست کې له اختلافونو سره سره باید د خبرو اترو دروازه پرانېستې پاتې شي او هڅه وشي چې سیاسي بهیر مخته ولاړ شي.

د عکس سرچینه، AFP
تر دې ورمخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي هم ويلي وو چې د دوی (تحریک انصاف) د پاکستان تر ټولو لوی سياسي ګوند دی او دا چې اساسي قانون ورته د سولهييز احتجاج حق ورکړی دی.
نوموړي پر خپله اېکسپانه خپاره کړي بيان کې اعلان کړی چې د اکټوبر پر ۴مه به د لکي مروت له ګنډۍ چوکه لاريون پيل شي او دا مبارزه به د ده په وینا د اساسي او نورو قوانینو تر واکمنېدو او د عدلي نظام د برلاسۍ تر وخته روانه وي.
هغه دغه پلان شوی احتجاج د "خلکو سېلاب" بللی دی.
خو د پاکستان د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکتر طارق فضل چوهدري بیا د اپريدي دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې حکومت غواړي له اپوزېسيون سره خبرې اترې اغېزناکې او پايله لرونکې وي.
هغه زياته کړې چې د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د مذاکراتو پر مهال د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی دا څرګندونې د مذاکراتو بهير اغېزمنولی شي.
طارق فضل ټینکار کړی چې د تحريک انصاف مشرتابه بايد د مذاکراتو تر وروستي پړاوه له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د خبرو اترو بهير ته زيان رسوي.
نوموړي وويل: "د مخالفينو او زموږ د مشرتابه خلاف د سهيل افريدي څرګندونې د وزير اعلی د مقام له شان سره نه ښايي. د سهیل اپریدي خبرې انتهايي بې ادبه او د غندنې وړ دي."
سهیل اپریدي نور څه ویلي؟
سهيل اپريدي پر اېکس پاڼه خپل لیکنه کې کاږي چې د تحريک انصاف ټولې غوښتنې د اساسي قانون په اډانه کې دي، خو د هغه په وينا عمران خان، د هغه د کورنۍ غړي او د ګوند ملګري له قانوني حقونو بې برخې ساتل کېږي.
نوموړي لیکلي: "هغه کسان چې په زور یې پر پاکستان خپله ولکه ټینګه ساتلې ده، غواړي چې زموږ پاکستان خدای مه کړه مات شي."
هغه د نوم له اخیستلو پرته اوسنی واکمن مسلم لیګ 'نون' ګوند تورن کړی چې ګوندې ټول غړي یې "د پاکستان پښتانه ترهګر بولي؛ هېواد یې د تباهۍ کندې ته ټېل وهلی؛ همدا کسان د خپل واک ساتلو لپاره پاکستان ته اور اچوي."
هغه د حکومت پر پاليسيو هم په نيوکې سره ادعا کړې چې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ستونزې د حل لپاره اوسنۍ تګلاره ناکامه شوې ده.
سهیل اپریدی وايي، ډرون بریدونه او له هغه درکه پېښه مرګ ژوبله "ترهګري لا زیاتوي."
د نوموړي په وينا، پوځي عمليات، د خلکو بې ځايه کول او ډرون بريدونه د ستونزو دايمي حل لاره نه ده او دا تګلاره بيا کتنې ته اړتيا لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر لیکلي، چې د دوی د تحريک انصاف د حکومت پر مهال پاکستان او خېبر پښتونخوا د سيل او سیاحت له پلوه د ژبو په سر وو، خو اوس دغه ایالت یو ځل بیا د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دی.
هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه چې که مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنيت د ټينګښت لپاره پر يوه دريځ ولاړ وي، نو بيا ولې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې امنيتي وضعيت نه ښه کېږي؟
سهيل اپريدي د مې د نهمې پېښو ته په اشارې سره وويل چې تحريک انصاف د داسې پېښو د بيا تکرار ملاتړ نه کوي او نه به چا ته د دې اجازه ورکړي.
نوموړي د ګوند له غړو او عامو خلکو وغوښتل چې د اکټوبر پر ۴مه د غرمې په يوه بجه د لکي مروت ګنډۍ چوک ته ورشي او په احتجاجي لاريون کې ګډون وکړي.




















