د پاکستان ادعاو ته په ځواب کې د طالبانو حکومت وايي اړتیا نه لري بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي

د عکس سرچینه، Pakistan/Taliban
د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو تېره شنبه د بهرنیو ډلو استازي کندهار کې ټول شوي وو.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي سوېلي ښار کندهار کې د پاکستان مخالفو ډلو کومه ناسته نه ده شوې او دا چې دا د پاکستان د پوځ تشه ادعا ده.
د کندهار د ولایتي ادارې ویناپاڼه کې راغلي " پاکستاني نظامي حلقات هڅه کوي چې په داسې پوچو ادعاوو سره، په افغانستان کې د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایاتونه توجیه کړي." ویناپاڼه کاږي " افغانستان اړتیا نه لري چې بهرنیو جنګیالیوته بلنه ورکړي او یا ناستې پاستې ورسره وکړي."
دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي چې د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر جنرال احمد شریف چوهدري یوه خبري غونډه کې د افغانستان د کندهار ولایت د والي ملا محمد شیرین اخوند نوم یاد کړ.
یوه خبریال په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د بریدونو زیاتېدو او په راتلونکي کې د احتمالي ځمکنیو عملیاتو په اړه پوښتنه وکړه. د دې پوښتنې په ځواب کې احمد شریف چوهدري وویل دا چې"موږ به د افغان طالبانو د حکومت په اړه څه کوو او کله به یې کوو، د دې پرېکړه به موږ په خپله کوو."
وروسته هغه افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې د ترهګرۍ پالنه کوي.
هغه وویل"کومه پوښتنه چې باید وپوښتل شي دا ده چې بشیر زیب چېرته دی، نور ولي چېرته دی؟."
هغه بیا وپوښتل "د اګسټ پر ۲۶مه هغه غونډه څه وه چې د کندهار والي ملا شیرین په مشرۍ ترسره شوه، او القاعده، بشیر زېب، ګل بهادر او افغان طالبان په کې وو؟"
بشیر زېب د بلوڅ ازادي غوښتونکو پوځ یو پوځي قومندان او حافظ ګل بهادر له تحریک طالبان پاکستان د یو جلا شوي خاښ مشري کوي چې د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکي یې افغانستان او هند سره په تړاو تورنوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر د خبرو پر مهال نور جزیات او یا کوم سند وړاندې نه کړ.
د کندهار والي ملا شیرین اخند د طالبانو حکومت یو له پیاوړو چارواکو بلل کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د هغه پلاوي مشري کوله چې د دفاع وزارت او استخباراتو غړو په ګډون اسلام اباد ته تللي وو. پلاوي هلته د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په تړاو له پاکستاني لوري سره مذاکرات کړي وو. که څه هم هغو خبرو کومه څرګنده پایله نه درلوده. ملا شیرین د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د استخباراتو او ستراتېژۍ په برخه کې مرستیال و، بیا لنډ وخت لپاره د کابل والي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې د کندهار ولایت چارې سمبالوي چې ویل کېږي د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده ته یو له نږدې کسانو دی.
د پاکستان د پوځ د ویاند له لوري د دې ادعا رادبره کول څه نه نوې خبره نه ده چې د دوی غلیمې ډلګۍ دې د دوی په وینا افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو د القاعدې، پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترمنځ د ګډو ناستو کوم خبر په تېر کې نه دی خپور شوی، په ځانګړې ډول بلوڅ ډلې په فکري او ایډیالوژیک اړخ کې له اسلامپالو ډلو بېخي جلا لید لوری لري.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاندویانو د پاکستان حکومت تورن کړی و چې" له کورنیو سياسي ستونزو د پاکستان د ولس پام بلې خواته اړول، د خپلو امنیتي ناکاميو پټول،د مکې په تړون کې له خپل مسووليتونو څخه ځان خلاصول." هغه څه دي چې پاکستان یې پر افغانستان د بریدونو په سیوري کې پټوي.
که د پردې تا شا هر څه وي له مخامخ بریدونو سره هممهاله د دواړو غاړو ترمنځ تبلیغاتي جګړه هم تر دې کچې ده چې ډېره کله د ریښتیاوو معلومول په کې اسانه کار نه وي.


















