یوناما: پر کونړ او هلمند د پاکستان بریدونو کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او نهه ټپیان دي

کونړ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" تایید کړه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

یوناما پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي‌ چې په وژل شویو کې "ډېر ماشومان دي."

د ملګرو ملتونو دغه استازی دفتر همدا راز "یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، نړیوالو قوانینو ته د درناوي او ملکي وګړو ته د نور زیان د اوښتلو د مخنیوي غوښتنه تکرار" کړې ده.

ورمخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو هم بي‌بي‌سي ته ویلي، چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

کندهار کې مېشت د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه تېره شپه د افغانستان ختیځ ولایت کونړ شلتن ولسوالۍ په چوګام دره او سوېل کې د هلمند د ګرمسیر په صفار سیمه کې شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې درې کورونه ویجاړ شوي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي: "موږ دغه جنایت غندو او د ټولو منل شوو اصولو خلاف تجاوز او جنایت یې بولو."

مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه ځینې عکسونه هم خپاره کړي چې د وژل شویو ماشومانو مړي په کې ښکاري. انځور کې لیدل کېږي چې د ماشومانو مړي په کټونو کې پراته دي.

هممهاله کابل کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم ویلي، دوی دا بریدونه "جنګي جنایت"، "د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یو کرغېړن عمل" او د "افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز" دی.

د افغانستان ملي راډیو سره خبرو کې هغه خبرداری ورکړی چې اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) به د خپلو خلکو د "وینې" او ور اوښتو "تلفاتو غچ" واخلي او "محاسبه شوی ځواب" به ورکړي. هغه نه دي ویلي چې دا غچ به په کومه بڼه وي. د طالبانو حکومت ویاندویان له دا ډول بریدونو وروسته تر ډېره دا وړ څرګندونې کوي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ولایتي مشر سمیع‌الحق حق‌بیان بي‌بي‌سي ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د شلتن په چوګام کلي کې د یوه شپانه کور په نښه کړی.

د هغه په وینا دغه برید کې شپون او د هغه د کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او درې ټپیان دي.

ښاغلی حق‌بیان زیاتوي چې په دې پېښه کې په نښه شوی کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او تر ۸۰ اوزې او څاري‌ هم وژل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد هلمندي هم بي‌بي‌سي ته وویل، د ګرمسېر په صفار سیمه کې د تېرې شپې هوايي برید کې د یوې ښځې او درېیو ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان‌ دي.

ګرمسېر کې د وژل شویو کسانو په اړه هم ویل شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي او له اره د غزني‌ ولایت اوسېدونکي دي، خو په ګرمسېر کې په کرایي کور کې مېشت وو او هلته یې کار روزګار کاوه.

د دې کورنۍ نارینه مشر وايي، لښکرګاه ته تللی و، په کور کې یې مور، مېرمن، شپږ لوڼې او درې زامن وو، خو "اوس یو هم نشته."

دی زیاتوي چې‌ د څلورو کسانو جسدونه یې کتلي او نور د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ویډیو تشریح، په کور کې مې مور، مېرمن، شپږ لوڼې او درې زامن وو خو "اوس یو هم نشته"

پاکستان څه وايي؟

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې په نښه شوی ځای
د عکس تشریح، د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې په نښه شوی ځای

د پاکستان حکومت وايي چې په دغو بریدونو کې د وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه په نښه شوي او د دوی په وینا د لومړنیو رپوټونو له مخې ۲۲ "ترهګر" په کې وژل شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د "غضب للحق" په نوم د عملیاتو په دوام ترسره شوي.

په اعلامیه کې راغلي پاکستاني جنګي الوتکو د کره "استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ د افغانستان په دوو سیمو کې د هغو ډلو دوه مرکزونه په نښه کړي چې اسلام‌اباد یې "فتنه الخوارج" او "فتنه الهندوستان" بولي.

د پاکستان پوځ او حکومت دغه اصطلاحات د پاکستاني طالبان تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) لپاره کاروي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې "په دې برخه کې خورا احتیاط او ډاډ ترلاسه شو چې هېڅ ډول جانبي زیان (ملکي زیان) رامنځته نه شي."

اسلام‌اباد همدا راز یو ځل بیا ادعا کړې چې پاکستان ته پېښ ګواښ له افغانستانه سرچینه اخلي.

د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او تل یې ویلي چې په پاکستان کې ناامني او د وسله والو ډلو فعالیتونه د هغه هېواد "کورنۍ ستونزه" ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

شپږ ورځې وړاندې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په کاروانګو سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته نښته شوې وه.

هغه مهال دواړو لورو د دې نښتې د رامنځته کېدو په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کړل.

تر هغې نښتې ورمخکې هم د پاکستان هوايي ځواکونو په کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي وو.

د طالبانو حکومت وايي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي، خو اسلام‌اباد ټینګار کوي چې د بریدونو هدف د وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه وو.

د دغو پېښو له امله، د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر او چارسمبالی سفیر هم احضار کړی او خپل رسمي اعتراض‌لیک یې ورته سپارلی دی.