د پاکستان حکومت او اپوزېسیون خبرې: د سهیل اپریدي څرګندونې ولې لانجمنې شوې؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو (نن خالي/شنبه) اسلام اباد کې د مرکزي پارلمان ودانۍ کې روان دی.

د دغه مذاکراتي بهیر کوربه د پاکستان د قومي اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق دی او د حکومت او اپوزېسیون یا سیاسي مخالفه ډلو استازو په کې ګډون کړی.

په دغو مذاکراتو کې د واکمن مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف ځینو نوموتو مشرانو برخه اخیستې.

د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجا د پارلمان ودانۍ مخې ته رسنیو ته ویلي، چې د قانون حاکمیت او د عدالت بیا ټینګښت له پامه نه شي غورځول کېدای.

هغه زیاته کړه چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیا پر سر هم جوړجاړی د منلو وړ نه دی او نوموړی باید د درملنې لپاره شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.

بل لور ته وفاقي وزیر امیر مقام د مذاکراتو په اړه محتاطه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت په ښه نیت د خبرو اترو په بهیر کې ګډون کړی او هیله لري چې مذاکرات به مثبت لوري ته ولاړ شي.

تحریک انصاف ګوند د اکټوبر پر ۴مه د پراخ لاریون اعلان کړی، خو مرکزي حکومت ویلي، چې د اسلام اباد پر لور به یې د ورتګ مخه ونیسي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر باریسټر ګوهر علي خان رسنیو ته ویلی وو چې دا د حیرانتیا خبره ده چې د دوی د پلان شوي لانګ مارچ د مخنیوي هڅې کېږي.

هغه وویل، په سیاست کې له اختلافونو سره سره باید د خبرو اترو دروازه پرانېستې پاتې شي او هڅه وشي چې سیاسي بهیر مخته ولاړ شي.

تر دې ورمخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي هم ويلي وو چې د دوی (تحریک انصاف) د پاکستان تر ټولو لوی سياسي ګوند دی او دا چې اساسي قانون ورته د سوله‌ييز احتجاج حق ورکړی دی.

نوموړي پر خپله اېکس‌پانه خپاره کړي بيان کې اعلان کړی چې د اکټوبر پر ۴مه به د لکي مروت له ګنډۍ چوکه لاريون پيل شي او دا مبارزه به د ده په وینا د اساسي او نورو قوانینو تر واکمنېدو او د عدلي نظام د برلاسۍ تر وخته روانه وي.

هغه دغه پلان شوی احتجاج د "خلکو سېلاب" بللی دی.

خو د پاکستان د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکتر طارق فضل چوهدري بیا د اپريدي دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې حکومت غواړي له اپوزېسيون سره خبرې اترې اغېزناکې او پايله لرونکې وي.

هغه زياته کړې چې د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د مذاکراتو پر مهال د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی دا څرګندونې د مذاکراتو بهير اغېزمنولی شي.

طارق فضل ټینکار کړی چې د تحريک انصاف مشرتابه بايد د مذاکراتو تر وروستي پړاوه له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د خبرو اترو بهير ته زيان رسوي.

نوموړي وويل: "د مخالفينو او زموږ د مشرتابه خلاف د سهيل افريدي څرګندونې د وزير اعلی د مقام له شان سره نه ښايي. د سهیل اپریدي خبرې انتهايي بې ادبه او د غندنې وړ دي."

سهیل اپریدي نور څه ویلي؟

سهيل اپريدي پر اېکس پاڼه خپل لیکنه کې کاږي چې د تحريک انصاف ټولې غوښتنې د اساسي قانون په اډانه کې دي، خو د هغه په وينا عمران خان، د هغه د کورنۍ غړي او د ګوند ملګري له قانوني حقونو بې برخې ساتل کېږي.

نوموړي لیکلي: "هغه کسان چې په زور یې پر پاکستان خپله ولکه ټینګه ساتلې ده، غواړي چې زموږ پاکستان خدای مه کړه مات شي."

هغه د نوم له اخیستلو پرته اوسنی واکمن مسلم لیګ 'نون' ګوند تورن کړی چې ګوندې ټول غړي یې "د پاکستان پښتانه ترهګر بولي؛ هېواد یې د تباهۍ کندې ته ټېل وهلی؛ همدا کسان د خپل واک ساتلو لپاره پاکستان ته اور اچوي."

هغه د حکومت پر پاليسيو هم په نيوکې سره ادعا کړې چې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ستونزې د حل لپاره اوسنۍ تګلاره ناکامه شوې ده.

سهیل اپریدی وايي، ډرون بریدونه او له هغه درکه پېښه مرګ ژوبله "ترهګري لا زیاتوي."

د نوموړي په وينا، پوځي عمليات، د خلکو بې ځايه کول او ډرون بريدونه د ستونزو دايمي حل لاره نه ده او دا تګلاره بيا کتنې ته اړتيا لري.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر لیکلي، چې د دوی د تحريک انصاف د حکومت پر مهال پاکستان او خېبر پښتونخوا د سيل او سیاحت له پلوه د ژبو په سر وو، خو اوس دغه ایالت یو ځل بیا د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دی.

هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه چې که مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنيت د ټينګښت لپاره پر يوه دريځ ولاړ وي، نو بيا ولې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې امنيتي وضعيت نه ښه کېږي؟

سهيل اپريدي د مې د نهمې پېښو ته په اشارې سره وويل چې تحريک انصاف د داسې پېښو د بيا تکرار ملاتړ نه کوي او نه به چا ته د دې اجازه ورکړي.

نوموړي د ګوند له غړو او عامو خلکو وغوښتل چې د اکټوبر پر ۴مه د غرمې په يوه بجه د لکي مروت ګنډۍ چوک ته ورشي او په احتجاجي لاريون کې ګډون وکړي.